د روس فېډرل سېکیورټي سروس یا د وفاقي حکومت امنیتي ادارې، اېف اېس بي، د جمعې په ورځ د برطاني په شپږو سفارتکارانو د جاسوسۍ الزام ولګولو او وې وېل فېصله شوې چې د سفارتکارانو اېکرېډېډټېشن یا په روس کې د پاتې کېدو سفارتي اجازت نامې دې بېرته واخیستل شي.
د روس سرکاري ټېلې وېژن د اېف اېس بي د یو چارواکي له قوله وویل برطانوي سفارتکاران به د ملک نه وېستل کېږي.
روس د برطانوي سفارتکارانو په ضد دا ګام په داسې ورځ اعلان کړی چې د برطانيي وزیراعظم کېیرسټارمر به په واشنګټن کې د امریکې صدر جوبایډن سره په یوکرېن او په منځني ختیځ کې د جنګونو ترڅنګ په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې کوي. توقعو ده چې دواړه مشران به د یوکرېن په دې غوښتنه هم بحث وکړي چې یوکرېن ته دې اجازت ورکړی شي چې د امریکې او د برطانيې ورکړی شوي وسلې یوکرېني ځواکونو په روس کې دننه د حملو دپاره استعمل کړي.
امریکې یوکرېن ته د ورکړی شویو وسله استعمال سرحدي علاقو او د یوکرېن د دفاع پورې محدود کړی او نه غواړي چې د یوکرېن شخړه په پراخه کچه جنګ کې بدله شي.
د امریکايي چارواکو ترمخه که څه د دواړو ملکونو د وسلو د استعمال خبره به د بایډن او د سټارمر د ملاقات په موضوعاتو کې شامله وه خو دا توقعو نه کېږي په دې لړ کې به په تګلاره کې د بدولون اعلان وشي
اېف اېس بي وویل داسې دستاوېزات يې ترلاسه کړي چې ښښي دغه سفاراتکاران د برطانيي د خارجه دفتر یوې څانګې په دې بنیادي مقصد رالېږلي دي چې روس ته سټرېټيجېک شېکست ورکړي. اېف اېس بي وویل سفارتکاران په مبینه توګه استخباراتي معلوماتو په راټولولو او د وران کارۍ په هلو ځلو کې ککړ وو.
اېف اېس بي وویل د دغو دستاوېزاتو په بنیاد او د لندن د بې شمېره غېردوستانه ګامونو په بنیاد د روس خارجه وزارت د سفارتکارانو اېکرېډېټېشن بېرته اخیستی دی. د سفاراتکارانو شناخت نه دی څرګند کړی شوی. اېف اېس بي خبرداری وکړو چې که چېرې نور سفارتکاران هم په دې ډول هلو ځلو کې ککړ وموندل شوو نو منش به يې ختم کړی شي.
د روس سرکاري ټېلې وېژن په یو رپورټ کې وویل دغه شپږ واړو سفارتکارانو د هغه ازادو مطبوعاتو او د انساني حقونو ډلو سره ملاقات کړی و چې روس خارجي اېجنټان ټاکلي دي. روسي چارواکي د خارجي اېنجنټانو عنوان په عمومي توګه هغو تنظیمونو او خلکو ته ورکوي چې په کرېملېن یا د روس په حکومت تنقید کوي.
په ماسکو کې د برطانيي سفارتخانې اېسوسي اېټېډ پرېس ته د سفاراتکارانو د مسلې په اړه څه جواب ور نه کړو او نه هم په لندن کې د برطانيي خارجه وزارت په دې اړه څه ويلي دي.
د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریه زخاروا په انلاین بیان کې د برطانوي سفارتکارانو په اړه د اېف بي د نظر حمایت کوي. هغې وویل برطانوي سفارتکارانو داسې فعالیتونه کول چې هدف یې د روس ولس ته نقصان رسوول وو.
د کال ۲۰۲۲ د فېبرورۍ په میاشت کې په یوکرېن د روس د یرغل راهسې د روس او د مغربي ملکونو ترمنځ د یو بل سفارتکارانو د ملک بدر کولو لړۍ زیاته شوې ده.
د روس ار بي سي خبري ادارې وویل د ۲۰۲۲ او د ۲۰۲۳ ترمنځ جاپان او نورو مغربي ملکونو په مجموعي توګه ۶۷۰ روسي سفارتکاران ملک بدر کړل. د دې په جواب کې روس ۳۴۶ خارجي سفارتکاران د ملک وویستل. د ار بي سي د شمېرو ترمخه، د سفارتکارانو د ملک بدرۍ دغه تعداد د تېرو شلو کلونو د مجموعي شمېرې نه هم زیات و.
د می په میاشت کې برطانيي په لندن کې د روس د دفاع اتاشي د ملک نه په دې خبره وویستلو چې هغه په خفیه توګه استخباراتي چارواکی و او په برطانیه کې يې د روس ګڼ شمېر سفارتي جایدادونه وتړل. برطانيي وویل دغه جایدادونه په جاسوسۍ کې استعمالېدل.
Forum