د روس تاس خبري ایجنسۍ په اسلام اباد کې د ماسکو د سفیر په حواله ویلي، روس په پاکستان کې د ترهګرۍ په زیاتېدونکو فعالیتونو ددغه هیواد په اندېښنو کې ځان شریک ګڼي او د اسلام اباد او کابل تر منځ تعمیري همکارۍ ته پاملرنه کوي.
په پاکستان کې د روس سفیر البرټ خوریوو د یکشنبې- اتوار په ورځ خپره شوې تاس خبري ایجنسۍ ته په مرکه کې ویلي چې ماسکو د ترهګرۍ په ضد د مبارزې په برخه کې د اسلام اباد د هڅو ملاتړ کوي.هغه ویلي:
"مونږ په پاکستان کې د ترهګرۍ د فعالیتونو د پراخېدو په اړه د اسلام اباد په اندیښنو کې ځان شریک ګڼو. روس د ترهګرۍ خلاف مبارزې په برخه کې د خپلو پاکستاني ملګرو د لېوالتیا ملاتړ کوي او مونږ دا تاییدوو چې زمونږ پاملرنه له پاکستان او افغانستان سره د تعمیري همکارۍ پیاوړتیا ته ده".
د روس سفیر په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګیدل او له دغه هیواده د راپورته کېدونکو د ترهګرۍ د ګواښونو خلاف مبارزه یې د اسلام اباد او ماسکو په ګټه بللې او هغه یې د دواړو هیوادونو د یو ګډ هدف په توګه یاده کړې ده.
د تاس خبري ایجنسۍ د سفر له خولې ویلي چې روس او پاکستان تر خپل منځ د ترهګرۍ په ضد تعمیري همکاري سره لري. هغه ویلي:
"د مرستیال خارجه وزیرانو په کچه د اړوندو ماهرینو سلامشورې به ډېرې اغیزمنې وي. مونږ عملي کار ته ډیېه پاملرنه کوو: د 2024 کال په اکتوبر میاشت کې د دوو هیوادونو پوځي دستو د روس او پاکستان د ملګرتیا د ګډ اووم پړاو په مشقونو کې په ګډه د مختلفو خطرونو مخنیوی وکړ".
په پاکستان کې د روس دغه لوړپوړي سفارتکار ویلي چې هیواد یې افغانستان سره د ترهګرۍ ضد هڅو په برخه کې هم پیوستون لري او ورته د اړتیا وړ مهمې مرستې برابروي.
هغه ویلي چې د افغانستان او پاکستان د سرحد په اوږدو کې د امنیتي مسایلو هوارول ددغو هیوادونو په بنیادي دلچسپۍ کې شامل مسایل دي. وایي هېواد یې د ترهګرۍ د خطر خلاف د مبارزې په برخه کې د دوه اړخیزې او سیمه ییزې همکارۍ هرکلی کوي:
"د ماسکو د مشاورتي فارمټ او د څو اړخیزو نورو اقداماتو له لارې له وړاندې د ګډو ستونځو او ګواښونو په اړه په پراخه کچه مکالمه روانه ده، چې د افغانستان په اړه د تعمیري فکر کوونکو هیوادونو په یووالي کې ونډه لري".
پاکستاني چارواکو پرله پسې د طالبانو پر حکومت باندې د تحریک طالبان پاکستان " ټي ټي پي" د ډلې په ګډون ترهګرو ډلو ته د پناه د ورکولو د افغانستان له خاورې د پاکستان پر خلاف د کارولو په هکله تورونه لګولي دي.
د پاکستان له خوا ددغو تورونو په لړ کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت تازه یو ځل بیا په افغانستان کې د امریکا د پوځ پر پاته شویو پوځي وسایلو باندې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ددغو پوځي سامان الاتو شته والی ددغه هیواد امنیت او خلکو لپاره یو سنګین خطر دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د جنورۍ په 29مه په یو بیان کې ویلي وو چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د ټي ټي پي په ګډون ترهګرې ډلې له دغو پوځي وسایلو په ترهګرو بریدونو کې کار اخلي.
خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې امریکايي وسلو او سامان الاتو ته د ترهګرو ډلو د رسایۍ دعوې بیا بیا ردې کړې دي او ویلي یې دي چې دا وسلې په خوندي ډول ذخیره شوې دي.
د امریکې د دفاع وزارت تېر کال په یو راپور کې ویلي وو چې د 7.1 ارب ډالرو په ارزښت پوځي وسایل او سامان الات یې د طالبانو له واکمنېدو مخکې د افغانستان د تېر حکومت ځواکونو ته چمتو کړي وو.
Forum