لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سعودي عرب سږ کال د ۲۱ پاکستانیانو په شمول د ۱۰۰ نه زیاتوغېر ملکیانو ته د مرګ سزا ورکړې


د انساني حقونو تنظیمونه د ډېر وخت راهسې په سعودي عرب کې خلکو ته د مرګ سزاګانې په ورکړی کېدو د تشویش اظهار کوي، او وايي په هېواد کې دا ډول سزاګانې ډېرې زیاتې دي
د انساني حقونو تنظیمونه د ډېر وخت راهسې په سعودي عرب کې خلکو ته د مرګ سزاګانې په ورکړی کېدو د تشویش اظهار کوي، او وايي په هېواد کې دا ډول سزاګانې ډېرې زیاتې دي

د انساني حقونو یو تنظیم ویلي سعودي عرب سږ کال په رېکارډ کچه زیاتو غېرملکیانو ته د مرګ سزاګانې ورکړي دي چې په کې ۲۱ پاکستانیان، درې افغانان او د ځینو نورو ملکونو یو شمېر شهریان شامل دي.

په مجموعي توګه سعودي عرب په کال ۲۰۲۴ کې تر اوسه پورې د ۱۰۱ نه زیاتو بهرنیانو ته د مرګ سزاګانې ورکړي دي.

د مرګ وروستۍ سزا د خالي، شنبې، په ورځ د سرکاري خبري ادرې سعودي پرېس اېجنسي ترمخخه په نجران کې د یمن یو شهري ته د نشۍ توکو د سمګلېنګ په الزام ورکړی شوه.

د ای اېف پي خبري ادارې د شمېرو ترمخه په سعودي عرب کې سږ کال غېرملکیانو ته د مرګ د سزاګانو شمېره د کال ۲۰۲۳ او د کال ۲۰۲۲ په مقابل کې قریبا ً درې چنده زیاته ده.

د ۲۱ پاکستانیانو ترڅنګ، ۲۰ یمنیانو، ۱۴ د شام شهریانو، د نایجیریا ۱۰، د مصر نهه، د اردن اته، د ايتوپیا اووه، د سوډان، هندوستان او د افغانستان دریو دریو او د سري لنکا، اېرېټریا او د فلېپېینز یو یو شهري ته مرګ سزاګانې ورکړی شوي دي.

د جرمني په برلن ښار کې مطشته یورپين سعودي ارګنایزېشن فار هیومن رایټس په سعودي عرب کې سږ کال خارجیانو ته د مرګ سزاګانو رېکارډ مات کړی دی.

د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل
د وي او اې ډیوه وټسېپ چېنل

د تنظیم د قانوني چارو مسول طاحه الحاجي وویل په یو کال کې غېرملکیانو ته د مرګ سزاګانو دا د ټولو نه زیاته شمېره ده او سعودي عرب په یوکال کې ۱۰۰ غېرملکیان نه دي اعدام کړي.

د انساني حقونو تنظیمونه د ډېر وخت راهسې په سعودي عرب کې خلکو ته د مرګ سزاګانې په ورکړی کېدو د تشویش اظهار کوي، او وايي په هېواد کې دا ډول سزاګانې ډېرې زیاتې دي.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمېنسټي انټرنېشنل ترمخه، په ۲۰۲۳ کې سعودي عرب د چین او د ایران نه پس په دریمه په زیاته شمېره کې د مرګ سزاګانې ورکړې وې.

سعودي عرب تر دریو کلونو پورې د نشۍ توکو په جرمونو کې ککړو خلکو ته د مرګ سزا په ورکولو پابندي لګولې وه چې په ۲۰۲۲ کې ختمه شوه.

سفارتکاران او فعالان وايي د مرګ سزاګانو سره مخامخ غېر ملکیان په منصفانه مقدمو کې د یو شمېر خنډانو سره مخامخ کېږي چې په کې عدالتي دستاوېزاتو لاس رسی نه کېدل هم شامل دي.

سعودي عرب په دې اړه شهرت لري چې د مرګ سزاګانې د سر غوڅول دلارې عملي کوي خو په سرکاري بیانونو کې د دې طریقې ذکر نه کوي.

په کال ۲۰۲۲ کې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د امریکې دي اټلانېټک نومې مجلې ته ویلي وو چې سعودي عرب د قتل نه علاوه د نورو جرمونو په سر د مرګ سزا ختمه کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG