لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لوظ باوجود سعودي عرب پاکستاني قیدیان نه دي ازاد کړي


سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د پاکستان د سفر په وخت په سعودي عرب کې قید د ٢١٠٠ پاکستانیانو په سمدستي ډول د ازادولو اعلان کړی و
سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د پاکستان د سفر په وخت په سعودي عرب کې قید د ٢١٠٠ پاکستانیانو په سمدستي ډول د ازادولو اعلان کړی و

د پاکستان سېنېټ د بشري حقونو کمټۍ اندېښنه څرگنده کړې ده چې د سعودې ولي عهد محمد بن سلمان د لوظ باوجو هم په سعودي عرب کې د ٢٠٠٠ نه زیات پاکستاني قیدیان نه دي ازاد کړی شوي او د کمېټۍ یو غړي ویلي ممکنه ده چې سعودي شهزاده د قیدیانو په اړه هڅې یو سیاسي بیان ورکړی و.

د پاکستان د خارجه چارو وزارت یو چارواکي هم تصدیق کړی دی چې د محمد بن سلمان د اعلان شپږ مېاشتې تېرېدو باوجود سعودي عرب یو پاکستاني قیدي هم نه دی ازاد کړی.

سعودي ولي عهد محمد بن سلمان د سږ کال د فېبرورۍ په میاشت کې د پاکستان د سفر په وخت په سعودي عرب کې قید د ٢١٠٠ پاکستانیانو په سمدستي ډول د ازادولو اعلان کړی و.

د سېنېټ د انساني حقونو کمېټۍ چې مشري یې د پېپلز ګوند سېنېټر مصطفې نواز کهوکهر کوي په خپله غونډه کې د سعودي عربستان په زندانونو کښې د پاکستاني وګړو د معاملې جاج واخیستلو.

د پاکستان د باندینو چارو ورزارت چارواکي ندیم خان کمېټۍ ته وویل چې د پاکستاني قیدیانو په مسله څه پرمختگ نه دی شوی او د پاکستان حکومت او وزېر اعظم خان بیا بیا سعودې عرب سره دا معامله راپورته کړي خو د سعودي حکومت چارواکي د خپل شهزاده لوظ سر ته د رسوولو نه ډډه کوي.

د سېنېټ د کمېټۍ غړو د سعودې ولي عهد لوظ نه عملي کېدلو په اړه اندېښمني څرگنده کړه او ټینگار یې وکړو چې د پاکستان حکومت دې سعودي عرب سره د ولي عهد محمد سلمان د لوظ عملي کېدو دپاره رابطه وکړي.

د سېنیټ د بشري حقونو کمېټۍ غړي او د متحده قومي مومنټ سینېټر بېرسټر سېف وویل داسې ښکاري چې سعودي ولې عهد محمد بن سلمان د پاکستاني قیدیانو په اړه یو سېاسې بیان ورکړی و.

بېرسټر سېف وي او ای ډېوه ته وویل چې سعودې عرب کښې به بادشاهت وې خو ورسره دا ېو ېو خپلواکه هېواد دی او د شهزاده د خلې نه وتلې خبره عملې کوولو لپاره به دا کتل وې چې پاکستان ته قېدېان سپارلو په اړه د واړه هېوادونه ترمنېځ د قیدیانو د تبادلې لوظنامه شته او که نا؟ هغه وویل دواړه ملکونه داسې کومه معاهده نه لري.

بېرسټر سېف زیاته کړه داسې ښکاري چې پاکستاني او سعودي مامورینو د قیدیانو د ازادیدو په اړه قانوني اړخ ته نه وو کتلي او یوازې دې ولي عهد په بیان کې د خوشحالۍ نه لاسونه ووهل.

په سعودې عربستان کښې د مېشت پاکستانې و ګړو شمېرې د څلور مېلېنه نه هم زېاتې دې او دا په کوم بهرنې هېواد کښې مېشت پاکستانېانو تر ټولو زېاتې شمېرې دې

د پاکستان د باندینو چارو وزارت چارواکو د سېنېټ د بشرې حقونو کمېټۍ ته وېلې چې سعودې عرب کې ٣٠٠٠ پاکستانې وګړې په بېله بېل تورونو قېد دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG