لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتانه موسيقي خوښوي خو هنر مندان څوک وژني؟


سنبل اوومه ښځينه هنر منده وه چې پرون سحر په مردان ښار کې ووژل شوه. په تېرو څو کلنو کې که د پښتنو په خاوره د هنرمندانو  روانو وژنو ته وکتل شي نو د انگریز مورخ سر اولف کیرو دغه قول غلط نه ښکاري چې "پښتانه موسیقي خوښوي خو د موسيقارانو نه کرکه کوي"

سنبل اوومه ښځينه هنر منده وه چې پرون سحر په مردان ښار کې ووژل شوه. په تېرو څو کلنو کې که د پښتنو په خاوره د هنرمندانو روانو وژنو ته وکتل شي نو د انگریز مورخ سر اولف کیرو دغه قول غلط نه ښکاري چې "پښتانه موسیقي خوښوي خو د موسيقارانو نه کرکه کوي"

د پښتونخوا په مردان ښار کې د وژل شوې هنر مندې سنبل نيکه تور پورې کړی دی چې نمسۍ ورله جهانگير نومې یو تن وژلې ده. په جهانگير د ېوې بلې هنر مندې غزاله جاوید په وژنه کې هم د ککړ کیدلو تور دی. سنبل به په سي ډي ډرامو او د موسيقۍ په سییمیزو محفلونو کې رقص کولو.

بریښنا

بریښنا په پېښور کې په نهمه جنورۍ ٢٠١٨ کې سره د خپل پلار ووژل شوه. یو پولیس افسر په پېښور کې د ډیوه خبریال فاروق فراق ته دهغې د مرگ په حقله ویلی وو چې بریښنا خپل عاشق علي اکبر افریدي وژلې ده. د پولیس تر مخه علي اکبر غوښتل چې د برېښنا سره واده وکړي او په انکار یې لور او پلار دواڼه قتل کړل.

بریښنا د پېښور په یکه توت کې اوسیدله، هغې به په علاقايي، محفلونو او سټېجونو رقص کولو او د سندرو په ویډیو فلمونو کې یې هم کار کولو.

انوش خان

انوش خان د پاکستان په پایه تخت کې په ١۴م مارچ ٢٠١٧ کې وژل شوې وه. د پولیس چارواکو تر مخه انوش نامعلومه کسانو د شپې وژلې وه .

انوش به د سندرو په ویډیو فلمونو کې کار کوو او د خپلې ښکلا او د رقص لپاره مشهوره وه. د انوش نه د هغې درې کلن ځوی یتيم پاتې شوی دی. انوش د مردان د بابوزو کلي اوسیدونکې وه. د هغې د مرگ څخه ورستو پولیسو ډیوه ته ویلي وو چې د هغې خپلوانو د مړي د قبلولو څخه انکار کړې وو او دکلي خلقو انوش د شپې خارور ته سپارلې وه.

غزاله جاوید

غزاله جاوید د پښتو ژبې یوه ډېره تکړه هنر منده وه. هغه په سوات کې د موسیقارانو په چم بڼ کې زیږدلې وه او بیا یې په ډیر کم عمر کې د خپلو سندرو او رقص په وجه نوم پېدا کړې وو. هغې د ریډیو، ټي وي، سټېج او سي ډيز لپاره د سوونو په شمېره کې سندرې ویلی وې.

غزاله په په ١٨ م جون کال ٢٠١٢ کې په پېښور ښار کې د خپل پلار سره یو ځای ووژل شوه. دغزاله خور د مرگ دعوا د غزاله په پخواني خاوند جهانگير کړې وه.

یاسمين گل

وتلې هنر منده یاسمين گل په نومبر ٢٠١٠ کې په کویټه ښار کې وژل شوې وه. د ٢٥ کلنې هنر مندې مور د هغې خاوند او اوښې د هغې په قتل تورن کړي وو.

یاسمين گل په پاکستان او افغانستان کې د اتڼیزو او فولکلوريزو سندرو لپاره مشهوره وه . هغې د پاکستان په شخصي او سرکاري ټي وي چینلو هم سندرې ویلې وې. د وژل کیدلو څخه څه موده وړاندې هغې واده کړې وو او د سندرو ویلو څخه قلاره کړې شوې وه.

ایمن اداس

سندر غاړې ایمن اداس په ٢٦م اپریل کال ٢٠٠٩ کې په پېښور ښار کې وژل شوې وه. د پاکستان د ورځپاڼې دي نیوز تر مخه د ایمن خاوند ورته اوویل چې هغه خپل سکه ورور ووژله.

ایمن د ٢٥ کالو په عمر کې سندرې ویل شورو کړي وو. هغې به ډېر په زړه پورې انداز کې غزل ویلو. د پښتو د موسیقۍ د پوهانو په خیال د ایمن په انداز کې پخوا چا په پښتو کې سندرې نه وې ویلې.

د هغې په ویلو کلامونو کې "خپل اشنا راوېښووم"، "مړه شوم اشنا خو په ژوندو کې اوسم" او "زما د مینې نه توبه ده بیا به نه کړم مينه" ډېر مشهور شوي وو.

په تېرو څو کلنو کې وتلې هنر مندې شکيله ناز، فرزانې، وحید گل، شهنشاه باچا، مسعود اختر، تاج اکبر او شاهسوار د سندرو ویلو څخه اوښتي دي .

د هنر مندانو په ژوند ژور نظر لرونکې خبریال او شاعر فاروق فراق وايي په سيمه کې دوژل شوو هنر مندانو قاتلانو ته د ذکر وړ سزاگانې نه دي ورکړې شوي.

ددې نه علاوه په پاکستان کې طالبانو هم په موسیقارانو په منظمه توگه حملې کړي دي.

د پاکستان په سوات کې د طالبانو په ١١ مه جنورۍ ٢٠٠٩ کې یوه رقص کونکې شبانه وژلې وه او مړی یی ورله په چوک کې اویزاند کړې وو.

تېر کال د پاکستان په قبايلي سيمه خیبر ایجنسۍ کې یو مولوي باچا جان او دهغه ملگرو د موسيقۍ په یو محفل حمله وکړله او د موسیقۍ سامانونه یی ورله د کېمرو په وړاندې وسوزول.

گڼ شمېر پښتانه هنر مندان د تر هگرو او مذهبي تندرو د گواښونود لاسه هم د خپل هنر څخه لاس په سر شوي دي.

په تېرو څو کلنو کې وتلې هنر مندې شکيله ناز، فرزانې، وحید گل، شهنشاه باچا، مسعود اختر، تاج اکبر او شاهسوار د سندرو ویلو څخه اوښتي دي .

د پښتنو په سیمو کې په موسیقارانو د حملو، ورته د گواښونو او د مذهبي مشرانو د مخالفت باوجود په ښادو او ځانگړو دستورو کې د رقص او د موسیقۍ پروگرامونه د ډېر د پخوا راهسې رواج لري.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

XS
SM
MD
LG