پېښور کې د ډولفن ایان نومې مشهور نرښځې د لوڅې ویډیو په سوشل میډیا د وایرل کولو له امله د پیکا قانون لاندې په خېبر پښتونخوا کې وړومبۍ مقدمه درج کړل شوې ده.
د ایف آي ای د سایبر کرایم ونګ چارواکو ویلي د نرښځي ډولفن ایان په خواست درج مقدمه کې ۷ کسان د ملزمانو په توګه نومول شوي دي.
د پیکا قانون لاندې درج مقدمه د ضمانت جوګه نه وي اؤ که چرې د یو چا د سپکاوي جرم په عدالت کې ثابت شي نو په دغه جرم هغه ته د پینځوؤ کالو د بند سزا ورکړل کیدای شي.
سایبر کرایم سره په درج مقدمه کې نرښځي ډولفن ایان ویلي چې د ویډیو په وایرل کیدو د هغه اؤ کورنۍ وقار اؤ عزت ته یې زیان رسیدلی دی.
څو ورځې وړاندې په سوشل ميډیا د ډولفن ایان د وسلې په زور جوړه کړل شوې یوه لوڅه ویډیو وایرل کړل شوې وه چې هغې ته په ټولنیزو رسنیو پراخه غبرګونه ښودل شوي وؤ اؤ د پښتونخوا وزیراعلا علي امین ګنډا پور هم ددې پېښې په سخته نوټس اخستی ؤ.
په ټولنیزو رسنیو خپره شوې د 54 سیکنډو یا ثانیو په ویډیو کې لیدل کیږي چې ډولفن ایان په یوه کوټه کې په کټ لوڅ په ژړغوني انداز ناست دی اؤ یو بل تنواښ کوي اؤ ورته وایي "ولم دې ، قسم مې دې په خدایې وي چې ګور چې په ویډیو کې یې یوازې غږ راخیژي اؤ مخ یې نه لیدل کیږي هغه ته د مرګ ګی(تمانچه) ډکه ده"
دغه تن په زوره ډولفن ایان له کټه راپورته کوي ، د کېمرې مخې ته د هغه لوڅ بندن راولي اؤ ویډیو ترې جوړوي.
ډولفن ایان ویلي چا چې ترې ویډیو جوړه کړې هغه د چارسدې د شبقدر سیمې اوسیدونکی دی اؤ د هغه د نوم سره ،سره یې د هغه د پلار، ورور اؤ نورو ملزمانو نومونه هم مخې ته راوړي دي.
پولیسو ته پخپل بیان کې ډولفن ایان ویلي له ویډیو جوړولو وروسته دې پېښه کې ککړ ملزم هغه په دې لوڅه ویډيو بلیک میل کولو .
ایف آي ای سایبر کرایم ته په ورکړل شوي خپل بیان کې ډولفن ایان ویلي له ویډیو جوړول کېدو وروسته به دې پېښه کې د ککړو ملزمانو خوا هغه پرله پسې بلیک میل کولی شو ، هغوي به خپلې حجرې میا کلې شبقدر ته به بللو اؤ هلته به یې ورسره بد فعلي کوله اؤ هم به یې ترې پېسې اخستې.
ډولفن ایان ویلي چې هغه نه دا ویډیو په کال2023م کې جوړه کړل شوې وه خو کله چې هغه د ویډیو جوړونکو د غوښتنو منلو نه انکار وکړو نو هغوي دا ویډیو وایرل کړه .
ډولفن ایان چې یو اعلا تعلیم یافته دی ، ګریجویشن یې د پېښور ايډورډ کالج څخه کړی اؤ تر هغې وروسته یې د سول انجنیر په توګه سند هم ترلاسه کړی دی خو وایي د کور کلي اؤ د ټولنې خلکو نه پرېښودو اؤ تنګولو یې نو ځکه یې د نڅاه لوري ته مخه وکړه اؤ اوس په پېښور کې نڅاه د یو هنر په توګه کوي
Forum