په پښتونخوا کې تر امیرحمزه شینواري وروسته شمس القمر اندېش هغه شاعر دی، چې غزل یې د خپل رنګ او آهنګ له پلوه له نورو بېل ګڼل کېږي. په مردان کې لیکوالو او شاعرانو د هغه د ادبي کار د لمانځنې غونډه جوړه کړې ده
د ارواښاد اندېش د لمانځنې غونډه د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د پښتو ادبیاتو څانګې جوړه کړې وه، چې ګڼ شمېر لیکوالو او شاعرانو پکې ګډون کړی وو. په غونډه کې شریکو پوهانو د ارواښاد اندېش شاعري ارزولې او په اړه یې خپلې مقالې اورولې دي
ډاکټر محمد اسرار- چې پخپله د پښتو تکړه شاعر دی- وایي، شمس القمر اندېش یو استاد شاعر وو او د ده د شاعرۍ باریکبینۍ به سوکه- سوکه خلکو ته جوتېږي. ډاکټر اسرار وایي اندېش غزل ته یو بېل رنګ ورکړی وو:
"د هغه په شعر کې د ژبې د مینې او قومیت رنګ ډېر زیات جوت دی، بل د هغه په شاعرۍ کې دا ځانګړتیا وه چې ترکیبونو جوړولو ماهر وو، نور خو نو هغه له سهاره تر ماښامه د پښتو ژبې تبلیغ کاوه"
شمس القمر اندېش په ځوانۍ کې لا د ادب تر څنګ سیاسي مبارزه هم کړې ده او په پیل کې د باچاخان د خدایي خدمتګارۍ تحریک غړی وو. له باچاخان سره د ډېرې مینې او نیزدېکت له کبله ارواښاد اندېش د ژوند تر پایه د هغه د فکر پلوی پاتې شو.
د ارواښاد اندېش په شاعري کې د پښتنو قومي ستونځې زیاتې انځور شوی دی. ده په خپله یوه مرکه کې ویلي وو، چې د ده د شاعرۍ په شمول د شلمې پېړې د اکثرو پښتنو شاعرانو پر شاعري د باچاخان د ملتپال سیاست او مبارزې ډېر زیات اغېز وو.
د پښتو ژبې یو بل لیکوال او نقاد مشتاق مجروح یوسفزی وایي، اندېش په شعر او نثر دواړو کې لوستونکو ته داسې نوي مواد ورکول، چې وایي دا خوبۍ هر ادیب نه لري:
"په شاعرۍ کې ځان ته نوی رنګ پیدا کول ډېر ګران کار دی. اندېش صاحب خپل بېل رنګ، طرز او سبک لري چې بل څوک یې نه لري. که د پښتونخوا د ټولو شاعرانو شاعري را یو ځای کړې او نومونه ترې لرې کړې، نو زه به درته د اندېش صاحب شاعري په ګوته کړم"
په غونډه کې د پښتو ژبې استادانو او شاعرانو ارواښاد اندېش ته منثورې او منظومې پېرزوینې وړاندې کړې. پوهانو وویل ارواښاد اندېش تل غوښتل چې پښتو ژبې دې د تعلیم او اقتصاد ژبه شي
شمس القمر اندېش په خپل ادبي ژوند یواځې یو کتاب چاپ کړی وو، خو په وروستیو کلونو کې یې غوښتل چې شاعري را غونډه او چاپ کړی، مګر ژوند ورسره وفا ونه کړه. د مردان سیمې شاعر او لیکوال حضرت زبیر زبیر وایي، د ارواښاد اندېش د کتابونو په اړه وایي:
"اندېش صاحب په خپل ژوند کې (د قام د زړه درزا) په نوم کتاب چاپ کړی وو. تر مرګ یوه دوې میاشتې مخکې یې ماته خپله ډایري را وسپارله او راته ویې ویل چې دا غزلیه شاعري چاپ کول غواړي. ډایري یې ما له مرګه وروسته سره سمه کړه، کمپوز مې کړه او (پیمانه د غزل) په نوم مې چاپ کړه، چې عبدالولي خان پوهنتون په نصاب کې هم شامل کړ. یو بل کتاب یې د نثر دی چې (خبرې اترې) نومېږي او ژر به چاپ شي"
د ارواښاد اندېش ګڼ شمېر مقالې او مضامین وخت په وخت د پښتو په بېلابېلو مجلو کې خپرې شوې دي او غزلې یې هم سندرغاړو ویلې دي، چې دا غزل یې پکې زیاته مشهوره شوې ده:
په څه ده مروره چېرته تللې ده پښتو
دا ولې په دې ښار کې داسې غلې ده پښتو
هم اورو، هم يې وايو، نه يې لولو، نه يې ليکو
موږ څه په نااشنا ډول منلې ده پښتو
له بل سره خو خير ډېرې بانې، ډېر جوابونه
دا ما او تا په څه باندې کږلې ده پښتو
نه نه اورمه، زه نه اورم نغارې د ازادۍ
زما چې په کې بند په بند تړلې ده پښتو
شمس القمر اندېش په ۱۹۳۴م کال د مردان په مایارو کلي کې زېږېدلی وو او د ۲۰۱۵م کال د مارچ په ۸مه نېټه یې له نړۍ سترګې پټې کړې.