لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوس ورته خاندئ!


که اقتصاد په هاګو، ډيمونه په چندو، هيلي کاپټرې په پنځوسي، جغرافيايې حدودونه په توکل او پرېس کانفرنس کې د حکومتي وزير څېره د پيشو په شان وړاندې کېږي نو داسې څوک شته چې د دې نه هم اوچت کمالونه اوښيي.

وايې "که کم عقلو نوې نه کولی نو زړې به يې چا نه يادولی"

په پا کستان کې د واکمن ګوند تحريک انصاف د مشرانو په اړه د هغوي د ځينو ويناؤ لکه عمران خان چې ويلي وو چې جاپان او جرمني په شريکه پوله اقتصادي همکاري لرله، او يا هر وخت د مدينې رياست سره د خپل واک د مثالونو ورکولو په اړه د اولس خندا ګانې لا ختمې نه وې چې د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شوکت يوسفزۍ په ځايي او نړيوالو مطبوعاتو کې نامه اوګټله.

په بي بي سي، فوربز مجله، نړيوالو خبري اېجنسيو او مطبوعاتو کې د نوموړي عکس د پيشو د غوږونو او بريتونو سره چاپ شوی.

دغو مطبوعاتو ليکلي وو چې ښاغلي يوسفزي خپل پرېس کانفرنس په فېس بک ښودلو چې هغه پخپله او ورسره حکومتي چارواکی د پيشو د فلټر سره ښکاره کېدل.

ښاغلي يوسفزي وروسته بيا ويلي وو چې دغه کار په خطا سره شوی وو.

که دا خطا وه نو کېدی شي وزيراعظم عمران خان قام ته دا مشوره ښه رسا ورکړي وي چې خلک دې کورنی اقتصاد د چرګو چرګوړو، هاګيو او د سخو کټو په ساتنه جوړ کړي.


ای ځه – دا هم خطا وه

نو دا خو خطا نه وه کنه چې عمران خان ويل چې ارزان بيعه لس ميلينه کورونه به په پيځو کالو کې جوړوي.

د عمران خان د حکومت لومړی کال تېر شو خو د لسو ميلينو کورونو لا څه نخښې نخښانې نه ښکاري.

د واکمن ګوند د ځينو حکومتي مشرانو په وېناؤ پسې د حکومت د لومړي سر نه خندا ګانې شرو دي،

لکه کله چې عمران خان په اسلام آباد کې د بني ګاله او وزيراعظم هاؤس ترمينځه په هيلي کاپټر کې سفرونه کول او اولس پرې نيوکې پېل کړې نو دهغه وخت د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري ويلي وو چې هيلي کاپټر په دغه سفر کې د ۵۰ روپيو تېل څيزي.

د ښاغلي چوهدري د دغې بيان وروسته خلکو په سوشل ميډيا خنداګانې کولې چې که هيلي کاپټرې دومره کم تېل څيزي نو بيا د بسونو او لارو موټرو په ځاېې د عمران خان حکومت هيلي کاپټرې ولې نه چلوي؟

او په پېښور کې خو به خلکو ويل چې بيا يې ولې د بي آر ټي (ناکامه) منصوبه شرو کوله،خو يو درزن هيلي کاپټرې به يې پکې پېښور له هم ورکړی وی کنه.

خطا يا رسا- پاکستان ته چې کله د پيسو سخت ضرورت وو او وزيراعظم عمران خان د چين سرښار بيجنګ کې خبرې کولې نو د پاکستان په سرکاري ټي وي د هغه د عکس سره د "بېګنګ" کلمه ليکلی شوې وه، چې معنا يې خېرات غوښتل دي.

خلکو چې بيا په سوشل ميډيا ملنډې شرو کړې نو حکومتي چارواکو اوېل چې دا په خطا کې د "بيجنګ" په ځاېې " بېګنګ" ليکلی شوی وو.

د وزيراعظم عمران خان او د هغه وزيرانو او حکومتي مامورينو چې د خپل حکومت په پېل کې داسې ناشولتې وکړې نو خاتمه به يې څنګه وي، دا فېصله دې لوستونکي پخپله وکړي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

Recommended

XS
SM
MD
LG