لاس رسیدونکی لینک

 
سیګار: د امریکا حکومت او کانګرس له سویسه د "افغان شتمنۍ" پر بیرته را ستنولو غور کوي
تازه خبر

سیګار: د امریکا حکومت او کانګرس له سویسه د "افغان شتمنۍ" پر بیرته را ستنولو غور کوي


د افغانستان لپاره د امریکې د مرستو څارونکې ادارې سیګار ویلي، طالبان د دې هیواد لپاره د اربونو ډالرو شتمنۍ قانوني حق نه لري ځکه چې وایي امریکا د دوی حکومت په رسميت نه پېژني او مشران یې تر بندیزونو لاندې دي. طالبانو وایي دا خبره ورته د منلو نه ده.

سیګار د جمعې په ورځ په خپور کړي خپل وروستي درې میاشتني رپوټ کې ویلي، کېدای شي د ولسمشر ډانلډ ټرمپ اداره او کانګرس وغواړي د افغانستان لپاره ځانګړي شوي تقریباً څلور ارب ډالر د امریکې د حکومت "نظارت او کنټرول" ته بیرته راستانه کړي.

په 2022م کال کې امریکا د افغانستان د مرکزي بېنک په شتمنیو کې 3.5 ملیارد ډالر چې مخکې په امریکا کې کنګل شوي وو د افغان ولس لپاره یا د افغان شتمنۍ لپاره د سویس فنډ ته ولېږل. د سیګار په وینا، فنډ له هغه وخته راهیسې د جمعې شوې ګټې یا سود له کبله څلور ارب ډالرو ته لوړ شوی دی:

"کېدای شي د بهرنیو مرستو د اوسنۍ بیاکتنې د یوې برخې په توګه د [ټرمپ] انتظامیه او کانګرس وغواړي دا پیسې د امریکې حکومت ته بیرته راستنې کړي. طالبان دا مرستې غواړي سره له دې چې دوی یې قانوني حق نه لري".

سیګار په خپل تازه رپوټ کې ویلي. د طالبانو حکومت له دې کبله د دغې شتمنۍ قانوني نه لري چې یو خو دوی امریکا د افغانستان د استازي حکومت په توګه نه دي پېژندلي، بل یې مشران د امریکې په ځانګړي نړیوال ترهګر فهرست کې دي او د امریکې او ملګرو ملتونو تر بندیزونو لاندې دي.

د طالبانو چارواکو د شنبې- خالي په ورځ هغه دعوې وغندلې چې ګواکې امریکا کولی شي د افغانستان د مرکزي بېنک کنګل شوې شتمني بیرته تر لاسه کړي او خبرداری یې ورکړ چې دا ډول هر ډول اقدام به "د منلو وړ نه وي".

د 2021م کال په اګست کې چې طالبان د ټولو امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو څو ورځې مخکې بیرته د وسلو په زور پر افغانستان واکمن شول، د هغه وخت صدر جو بایډن شاوخوا اووه ارب ډالر شتمنۍ کنګل کړې چې په امریکا کې د افغانستان مرکزي بېنک له خوا ساتل کېدې. له دې پرته یورپي هیوادونو هم شاوخوا دوه ارب ډالر کنګل کړل.

سیګار خپل تازه رپوټ د جنورۍ په 30مه کانګرس ته وړاندې کړی او پکې ویلي یې دي چې امریکې له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته په تېرو څه باندې درو کلونو کې په دې هېواد کې 3.71 ارب ډالر لګولي دي.

رپوټ ویلي دي چې د دغو پیسو زیاته برخه یعنې 62.2 فیصده په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالو ادارو په ځانګړې توګه د یوناما او د نړیوال بېنک له لارې په دې هېواد کې لګول شوې دي:

"کېدای شي دغو مرستو د اقتصادي سقوط په وړاندې د کاختۍ مخه نیولې وي، خو طالبان یې د امریکايي وګړو له یرغمل کولو، د ښځو او نجونو د حقونو له سرغړونو، د رسنیو له سنسر کولو، ترهګرو ته د خوندي ځایونو له ورکولو، او د تېر نظام د پوځیانو له په نخښه کولو نه دي منع کړي".

خو طالبانو د امریکې د څه باندې درې نیم ارب ډالرو مرستې دعوې رد کړې او دعوه یې وکړه چې د امریکې لګېدلو پیسو د دوی تر واکمنۍ لاندې افغان اقتصاد باندې د پام وړ اغېزه نه ده کړې.

سیګار وویل چې امریکا د افغانستان لپاره تر ټولو لوی مرسته کوونکی هېواد دی، د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې په افغانستان کې په ملینونو خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو د اقتصاد وزارت په یو بیان کې ویلي، د افغانستان د مرکزي بېنک د شتمنیو کنګل کول د دوی ملي اقتصاد کمزوری کړی او بیا یې نړیوالې ټولنې خپله غوښتنه تازه کړې چې تر نهه ارب ډالرو زیاتې پیسې بیرته مرکزي بېنک ته ورکړي او وایي دا په افغان ملت پورې اړه لري.

د طالبانو په بیان کې خبرداری ورکړل شوی چې "د دغو پیسو د ځانګړي کولو، کارولو یا لېږدولو په اړه د امریکې هر ډول اقدام د منلو وړ نه دی".

امریکا مخکې ویلي وو، د افغانستان بېنک کنګل کړې شتمنۍ به په داسې حال کې ازادوي چې ډاډ تر لاسه کړي په هغه هېواد کې له بې وزله خلکو سره پر مرستو ولګېږي او طالبان ورته لاسرسی ونه لري، خو له هغه وخت راهیسې د دغې شتمنۍ یوه برخه هم نه دي ازادې شوې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG