د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ ويلي په امریکايي امداد کې د درغلۍ، بې ځایه استعمال او امرکیايي مرسته ضایع کېدو نه بچ کولو دپاره يې د ملک دننه او د ملک نه بهر ځینو ترقیاتي کارونو سره د هېواد مالي امداد ځنډولی دی. هغه دا هم ویلي فلسطیني مسلح ډلې حماس دپاره کنډومې اخیستلو دپاره هم امریکې په مېلنونو ډالرې ورکرې دي.
د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ، هم په دې اړه وضاحت وړاندې کړی او خارجه وزیر مارکو روبیو هم په حکومتي امر تنقید ته جواب ویلي. د ابتدايي امر وروسته کوښښ کېږي چې د اېچ ايي وي ناروغۍ په ضد د دنیا د ټولو نه لوی پروګرام په بهرني امداد د نوي ورځو د ځنډ نه بچ وساتل شي.
ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د وېنا په مهال وویل د ملک دننه او د ملک نه بهر په عارضي ډول د امداد بندول يې د حکومت د دې کوښښونو برخه ده چې د امریکې د مالي بې انتها ضایع کېدل، په دې کې د درغلۍ او د بې ځایه استعمال رېښه وویستل شي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ روبیو اعلان وکړو چې ځینې پروګرامونه په امداد کې د جمود نه استثنا لري چې د هغه په قول دوایانې، طبي خدمات، خوارک، سرپناه خو ځینې نورې امدادي هلې ځلې شاملې دي.
د ایډز ناروغۍ په ضد د ملګرو ملتونو پروګرام یو اېن ایډز د دغه خبر هرکلی وکړو او د ایډز په ضد يې د امریکايي صدر د بېړنۍ منصوبې ستاینه وکړه چې ترمخه يې په ۵۵ ملکونو کې ۲۰ مېلین خلکو سره مرسته کېږي.
د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته په لېږل شوي یو یاداشت یا مېمو کې سټېټ ډپارټمنټ وویل په هغه اخراجاتو کې چې اول امریکا د تګلارې سره سمون نه خوري د ۱۰۰۰۰۰۰۰۰۰ ډالرو بچت شوی دی.
د ټولو نه د وروستي معلوماتو ترمځه په کال ۲۰۲۳ کې امریکې په بهرني امداد ۷۰ بېلین ډالر خرچ کړي وو.
خبریالانو ته په لېږل شوي یاداشت کې سټېټ ډپارټمنټ وویل د امداد د ضایع کېدو نوغي به وباسي او ووک یا هغه پروګرامونه به بندوي چې ګڼل کېږي بیناد يې د ټولنې په اړه د شعور سره دی. سټېټ ډپارټمنټ دا هم وویل چې هغه پروګرامونه به هم بندوي چې د امریکې د قومي مفاد په ضد دي.
په وایټ هاوس کې وېنا په مهال ټرمپ وویل ټوله ورځ ولاړېدلی شي او د امداد د ضایع کېدومثالونه ورکولی شي.
ټرمپ وویل هغه ۵۰ مېلین ډالرې يې ودرولې دي چې فلسطیني مسلح ډلې حماس دپاره کنډومې اخیستلو دپاره ۵ غزه ته به لېږدول کېدي. "پنځوس مېلینه. او تاسو ته معلومه ده چې دې سره به څه کېدل... دوي به دا د بمونو جوړولو په طریقه کې استعمالولې."
سټېټ ډپارټمنټ په یو بیان کې وویل امداد د ودرولو بغېر به د امریکې ټېکس ورکوونکو په غزه کې د کنډومو او مانع حمل د نورو خدماتو خرچه برداشت کوله، په ګېبون کې به یې د موسم سره د تړلې خدماتو پېسې ورکولې، په فيجي کې به يې د صفا توانای په اړه د ښځو د پروګرامونو خرچه برداشت کوله، په واشنګټن کې به يې د صنفي ترقۍ د پروګرامونو پېسې ورکولې، په لاطیني امریکا کې به يې د خانداني منصوبه بندۍ د پروګرامونو خرچه برداشت کوله، په نړیواله کچه به يې د جنسي تعلیم او د حمل د ضایع کولو په اړه د جینکو د پروګرامونو پېسې ورکولې او دا ډول پروګرامونه امریکا نوره نه مضبوطوي، نوره يې نه محفوظوي او نوره سوکالي نه ورکوي.
د دې نه یوه ورځ وړاندې سټېټ ډپارټمنټ په یو یاداشت کې د غېر ضروري پروګرامونو مثال ورکړو چې په کې په غزه کې کارکوونکې د طبي امداد ادارې مېډیکل کور سره د ۱۰۲ مېلین ډالرو امداد هم شامل دی.
بهرني امداد امریکايي ادارې یواېس ای ایي ډي یو رپورټ وايي د ۲۰۲۳ په مالي کال کې ادارې په نړیواله کچه د اووه مېلین ډالرو مالیت د سړو کنډومې او د یو مېلین ډالرو مالیت د ښځو کنډومې وویشلې، یعنې د سړو ۱۳۸ مېلین او د ښځو یو اشاریه اووه مېلین کنډومې یې تقسیم کړې.
د رپورټ ترمخه، د مانع حمل زیاتره شیان افریقايي ملکونو ته لېږل شوي دي. اردن یوازنی ملک و چې د ۴۵۶۸۰ ډالرو مالیت مانع حمل دوایانې ور لېږل شوې دي.
د کانګرس ځینو غړو د احتساب حمایت وکړو خو په دې خبره يې ټینګار وکړو چې د امریکايي ټېکس ورکونکو د پېسو د استعمال په اړه فېصله پکار ده چې کانګرس کوي نه چي وایټ هاوس.
Forum