لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات سیند د خطر سره مخ دی


Swat river
Swat river

د پښتونخوا صوبې په تندي ځلیدونکی غمی، د ملاکنډ د معیشیت د ملا هډ او د پاکستان د اوبو اهمه وسیله د سوات سیند، دښځلې، زهریله موادو او د قبضه گرو د لاسه د سخت خطر سره مخ دی.

دسوات سیند د صوبې د څکلو د اوبو د کروندې او مهي مارۍ نه علاوه د سیلگرۍ د صنعت تر ټولو اهمه وسيله ده خو ویره ده چې د ملغلرې په شان ځلیدونکی د سپینو اوبو​ دا ځانگړی سیند هم لکه دپاکستان د ډېرو سیندونو په شان د پلیتو او زهر جنو اوبو یو بدبودار لختی او د انساني لار پرواهۍ یو کرکجن علامت جوړ شي.

ایا د سوات سره تعلق لرونکی د هیواد موقتي وزیراعظم ښاغلی ناصر الملک توان لري چې دا قدرتي بېش بها خزانه د ختمیدلو څخه وساتي؟ ایا د هېواد متحرکه عدلیه کولې شي چې ددې اهمې خزانې سره د ظلم په سر یو سو موټو (د خپلې اندې) قانوني گام واخلي؟

د کالام څخه شورو کیدونکي دې سیند ته د کالام د شپږ. شلې هوټلونو نالۍ، د سونو په شمېر کې د ماربلو، وړو او د پیزارونو د کارخانو خیچنې اوبه او د مدین، بحرېن او د مینگورې دبازارونو ښځله او د ټولې ابادۍ د غولو، میچازو نالۍ نیغ په نیغه ورپریوځي یا د خوړونو اولختو په لاره ور رسي. دې سیند ته پلاسټکونه، کاغذونه، مړه چرگان، څرمنې، او گنده تیل هم ورغوزل کیږي.

دې سیند ته پلاسټکونه، کاغذونه، مړه چرگان، څرمنې، او گنده تیل هم ورغوزل کیږي.
دې سیند ته پلاسټکونه، کاغذونه، مړه چرگان، څرمنې، او گنده تیل هم ورغوزل کیږي.

د مینگورې بازار څخه په څو کلومیټره فاصله کې د پنجيگرام سره د مینگورې د ښار نه وتونکی خوړ سیند ته ورپریوځي، د سوات اینوایرمینټل پروټیکشن سوسایټي یعنې د سوات د ماحول د ساتلو د ټولنې مشر اکبر زیب وايي چې څه وخت په دغه ځای کې د اوبو کره کتنه وشوه نو دویي حېرانه پاتې شول. "دغلته په یو ميلي میټر اوبو کې ١٥٠٠ نقطې سخا والې وو، کوم چې په عامو حالاتو کې ٢٠٠ سوه نقطې پکار دی"

د کالام څخه تر چارسدې پورې په ٢۴٠ کلو میټره کې د سیند په زمکه قبضه روانه ده. دسیند په غاړه ځای په ځای، کورونه، دکانونه او هوټلې جوړېږي د څه په وجې چې د سیند سینه په مزه مزه راتنگیږي.

څو کاله پخوا په سوات سیند کې د مشهور مهي ټرواټ روزنه شورو شوه کومه چې ډېره کامیابه شوه، خو ټرواټ مهي د ځاي نسل اولس قسمه نور مهیان ختم کړل، اوس په خپله ټراوټ د خطر سره مخ دی. د اکبر زیب تر مخه د ټرواټ غیر قانونه ښکار روان دی. دا مهی په غیر روایتي طریقو یعني بمونو او د بجلۍ په کرنټ وژل کیږي "ددې د لاسه اوبه الوده کیږي، او دمهي په سونو بچي هم بې ځایه وژل کیږي"

که وزیر اعظم ناصر الملک وغواړي دسوات سیند بچ کیدی شي
که وزیر اعظم ناصر الملک وغواړي دسوات سیند بچ کیدی شي

ایا ددې سیند د بچ کیدلو څه امکان شته دی؟ اکبر زیب وايي په بیړني توگه سیند ته د ښځلې غورزول بندول، د سیند په زمکه قبضې ودرول او د مهیانو غیر قانونه ښکار بندول پکار دي، هغه وايي " که وزیر اعظم ناصر الملک وغواړي دا کار کولې شي" ښاغلی زیب په دې هم فکر منده دی چې د هیواد د سپریم کورټ مشر قاضي په نورو مسلو کې ډېر چټک سو موټو گامونه اخلي خو د هېواد تر ټولو مهمې مسلې ته یې هډو پام نه ورگرځي.

اکبر زیب سره په خپرونه واشنگټن ټو خیبر پروگرام کې رحمان بونيري خبرې کړي تاسو یې هم په لانديني لینک اوریدلی شئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:54:52 0:00

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG