لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مطبوعات: د طالبانو چارواکی وايي خبریالان چې تصویران جوړوي "لویه ګناه" کوي


د کال ۲۰۲۳ په دې تصویر کې طالب مشران لیدل کېږي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د تلین کلیزه لمانځي
د کال ۲۰۲۳ په دې تصویر کې طالب مشران لیدل کېږي چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر د تلین کلیزه لمانځي

د افغانستان د واکمنو طالبانو یو چارواکي ویلي خبریالان چې تصویران جوړوي "لویه ګناه" کوي. افغان مطبوعاتو دا خبر د شورو، چهارشنبې، په ورځ خپور کړی دی.

د کال ۱۹۹۶ نه تر د ۲۰۰۱ پورې طالبانو په خپله تېره واکمنۍ کې د ژوندي مخلوقانو وډیوز او تصویرونو په جوړولو پابندي لګولې وه خو په موجوده واکمنۍ کې يې داسې څه امر نه دی جاري کړی.

د افغان مطبوعاتو ترمخه د طالبانو د انصاف وزارت چارواکي محمد هاشم شهید ورور د نهې، سه شنبې، په ورځ په کابل کې د وزارت د کارکوونکو یوې غونډې ته وویل تصویران اخیستل "لویه ګناه" ده.

ورور وویل "زمونږ د مطبوعاتو ملګري، افغانان، همیشه په دې ګناه کې مصروف وي او همیشه د بد اخلاقۍ په لوري راښکل کېږي."

تېره هفته په کندهار کې طالب چارواکو ته وویل شوو چې د ژوندي شیان تصویران دې نه جوړوي خو د کندهار د والي ترجمان محمود اعظم ای اېف پي خبري ادارې ته وویل چې دغه پابندي په مطبوعاتو نه ده لګول شوې.

طالبانو د بیا واکمنېدو راهسې ګڼ شمېر افغان مطبوعات کوښښ کوي چې د انسانانو او د نورو ژونديو شیانو تصویران شایع نه کړي.

طالبان وخت په وخت د خپل حکومت د لوړ پوړو چارواکو د غېر ملکي مامورینو سره د ملاقاتونو تصویران خپروي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG