لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رويټرز: طالبان د امریکې د څارنې نظام په کارولو غور کوي، چينايي کمپنۍ هواوی سره يې هم اړیکه نیولې 


د طالبانو د داخله وزارت ترجمان عبدالمتین قانع رويټرز خبري ادارې ته وویل په پراخه کچه د کېمرو لګولو په پروګرام کې به زیاته توجه په کابل او نورو ځایونو کې د هغه په خبره اهمو نقطو ته ورکول کېږي او پروګرام به په څلورو کلونو کې مکمل کړای شي
د طالبانو د داخله وزارت ترجمان عبدالمتین قانع رويټرز خبري ادارې ته وویل په پراخه کچه د کېمرو لګولو په پروګرام کې به زیاته توجه په کابل او نورو ځایونو کې د هغه په خبره اهمو نقطو ته ورکول کېږي او پروګرام به په څلورو کلونو کې مکمل کړای شي

د افغانستان واکمن طالبان په ښارونو کې د کېمرو له لارې په پراخه کچه د څارنې نظام جوړول غواړي چې په کې د هغې منصوبي نه کار اخیستل هم شامل دي چې افغانستان نه د وتلو مخکې امریکي تیاره کړې وه.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ترجمان په دې اړه معلومات رويټرز خبري ادارې ته ورکړي دي.

طالبان غواړي چې په کابل کې په زرګونو لګول شوې کېمرې زیاتې کړي.

د طالبانو حکومت چې وايي امنیت بحالو ته پام کوي او د داعش خلاف ګامونه پورته کوي، د چینايي مواصلاتي کمپنۍ هواوی سره په ممکنه همکارۍ خبرې کړي دي.

د امریکې او چین په ګډون له نورو ملکونو سره د رابطو مرکزي ټکی د داعش او د نورو وسله والو ډلو د حملو مخه نیول دي.

خو ځینې څېړونکي دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا له اقتصادي مشکلاتو سره مخ طالبان به دا صلاحیت ولري چې د څارنې د پروګرام دپاره پېسې برابرې کړای شي؟

د انساني حقونو فعالانو هم اندېښنه څرګنده کړې چې وسایل به د احتجاجونو د چقولو دپاره استعمالېږي.

دا چې طالبان به د څارنې پروګرام څنګه پراخوي، د دې انتظام به څنګه کوي او امریکايي منصوبه په څنګه ترلاسه کوي؟ په دې اړه تفصیلات مخکې نه دي رپورټ شوي.

د طالبانو د داخله وزارت ترجمان عبدالمتین قانع رويټرز خبري ادارې ته وویل په پراخه کچه د کېمرو لګولو په پروګرام کې به زیاته توجه په کابل او نورو ځایونو کې د هغه په خبره اهمو نقطو ته ورکول کېږي او پروګرام به په څلورو کلونو کې مکمل کړای شي.

قانع وویل په موجوده وخت کې د کابل د امنیت په نقشه کار دوام لري. هغه زیاته کړه طالبان دوه نقشې لري، یوه هغه چې امریکایانو تیاره کړې او بله ترکي تیاره کړې ده.

هغه په دې اړه څه تفصیل وړاندې نه کړ چې د ترکي نقشه کله جوړه شوې ده.

د سټېټ ډپارټمنټ ترجمان (نې) وویل واشنګټن له طالبانو سره همکاري نه کوي او دا خبره يې طالبانو ته واضحه کړې ده چې دا د طالبانو ذمه واري ده چې یقیني کړي ترهګر پناه ځای و نه موموي.

د ترکي د حکومت ترجمان د دریځ معلومولو دپاره د رویټرز خواست نه ځوات و نه ویلو.

قانع وویل طالبانو د اګست په میاشت کې د چینايي مواصلاتي کمپنۍ هواوی سره خبرې وکړې خو لا څه معاهدې او یا کوټلي منصوبي نه دي تیارې شوي.

بلومبرګ نیوز د اګست په میاشت کې په یو رپورټ کې وویل چې د څارنې نظام د نصب کولو په لړ کې هواوی د طالبانو سره معاهدې دپاره زباني مفاهمت ته رسېدلې ده.

هواوی دا میاشت روېټرز ته وویل طالبانو سره ملاقات کې داسې په څه منصوبه بحث نه دی شوی.

د چین د خارجه وزارت ترجمانې په دې لړ کې لا عملي څرګنده نه کړه چې د هواوی او د طالبانو په ملاقات کې په خصوصي توګه په څه خبرې شوي دي خو ويې ویل چې چین همیشه په افغانستان کې د امن او مفاهمت ملاتړ کړی دی او د چینايي کاروبارونو ملاتړ کوي چې په اړوندو برخو کې عملي همکاري وکړي.

د طالبانو ترمخه په کابل او په نورو ښارونو کې د یو مرکزي کنټرول روم لاندې د ۶۲۰۰۰ نه زیاتې کېمرې دي.

د افغانستان د پخواني حکومت ترمخه، چې د امنیت انحصار يې په مغربي ځواکونو و، د کابل د کېمرو په نظام کې اخيری جدت په ۲۰۰۸ کال کې شوی و.

په کال ۲۰۲۱ کې چې د نېټو په مشرۍ کې نړیوالو ځواکونو افغانستان نه د وتلو بهیر

شروع کړی و نو هغه وخت مرستیال ولسمشر امرالله صالح ویلي وو چې د نېټو په مرسته د ۱۰۰ مېلین ډالرو په لګښت به د کابل د څارنې په نظام کې نوی والی راشي.

صالح دا میاشت رويټرز ته وویل دوی چې په ۲۰۲۱ کې د کوم انتظام منصوبه بندي کړې وه هغه بدل و او د ۲۰۲۱ د بنیادي اډاڼې منصوبه تباه کړای شوې وه.

دا واضحه نه ده چې صالح چې کومو منصوبو ته اشاره کړې ایا دا هماغه ده چې طالبان وايي دوی ترلاسه کړې دي.

د سېنټر فار نېول اېنېلېسیز نومې ادارې د افغانستان د چارو ماهر جانتن شروډن وویل په داسې حال کې چې طالبان په حکومتي او په طالب چارواکو د حملو د مخنیوي په لړ کې د داعش په شان ډلو خلاف کوښښونه کوي د څارنې نظام به ګټور وي.

د انساني حقونو فعالان او د طالبانو مخالفین تشویش لري چې په زیاته څارنه کې به د شهري حقونو کارکوونکي او احتجاج کوونکي په نخښه کېږي.

که څه هم طالبان د خبریالانو د نیولو تصدیق نه کوي خو کمېټي ټو پروټېکټ جرنلسټس ویلي طالبانو د واکمنېدو راهسې ۶۴ خبریالان نیول شوي دي.

وډیوز او د رويټرز عېني شاهدینو ليدلي په ښځو د قدغنونو خلاف د احتجاجونو په ضد د طالبانو امنیتي ځواکونو د تشدد استعمال کړی دی.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمېنسټي انټرنېشنل مېټ محمودي وویل د اجتماعي څارنې نظام د عملي کولو له لارې به طالبان موقع ترلاسه کړي چې خپلو هغو تګلارو ته دوام ورکړي چې د بنیادي انساني حقونو خلاف ورزي کوي.

طالبان دا خبره ردوي چې د څارنې نظام به د افغانانو د حقونو خلاف ورزي کوي. قانع وویل دا نظام په نورو ښارونو کې د لګول شوي نظام په شان وي او دا به د شریعت سره سم چلول کېږي، چې د پردې د ځایونو د رېکارډ کولو ممانعت کوي.

څېړونکي وايي دا منصوبه د عملي مشکلاتو سره مخامخ ده.

په دې تصویر کې د کابل هغه هوټل ودانۍ لیدل کېږي چې داعش خراسان پې د حملې دعوه کړې وه
په دې تصویر کې د کابل هغه هوټل ودانۍ لیدل کېږي چې داعش خراسان پې د حملې دعوه کړې وه

په افغانستان کې د بجلۍ په رسد کې د تعطل له امله د بجلۍ د مرکزي نظام سره تړلي کېمرې به په مسلسل وډیوز نه شي لېږلی. یوازې ۴۰ فیصد افغانان بجلۍ ته لاس رسی لري.

غیر ملکي امداد د بندېدو او د اقتصادي کړکېچ په مهال طالبان د مالي وسایلو په لټه کې دي. د طالبانو حکومت تېر کال وویل چې بجټ د دوو بېلین ډالرو نه زیات دی او د طالبانو د پوځ مشر وویل د بجټ لویه برخه د دفاع په مد کې خرچ کېږی.

هواوی سره د طالبانو له خبرو نه څو میاشتې مخکې چین د پاکستان او د طالبانو موقتي خارجه وزیر ملا امیر خان متقي سره خبرې وکړې او د ترهګرۍ په ضد په همکارۍ يې ټینګار وکړو.

د ترهګرۍ مخه نیول هم د امریکې او د طالبانو د کال ۲۰۲۰ د امن تړون مهم ټکی و.

چین په سینکیانګ صوبه کې د بېلتون غوښتونکي ډلې د ايسټ ټرکستان اسلامک مومنټ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

امنیتي مامورین او د ملګرو ملتونو رپورټونه وايي په وړه شمېره کې د ايي ټيم اېم وسله وال په افغانستان کې موجود دي. د دریځ معلومولو دپاره رویټرز د ايي ټي اېم سره رابطه و نه شوه.

داعش په افغانستان کې غیرملکیانو ته دړکې ورکړي دي.

تېر کال داعش په کابل کې په هغه هوټل حمله وکړه چې چینیان به په کې ډېر اوسېدل.

په حمله کې ګڼ شمېر چینیان ژوبل شول. د داعش په یوه برید کې یو روسي سفارتکار هم وژل شوی دی.

طالبان دا خبره ردوي چې وسله والې ډلې یې حکومت ته خطر دی. طالبان دا هم وايي چې د افغانستان خاوره به په بل چا د حملو دپاره استعمال ته نه پرېږدي.

طالبانو په کابل کې د داعش په پټن ځایونو د چاپي خبرونه هم ورکړي دي.

د افغانستان دپار د امریکي خصوصي استازي ټامس وېسټ د سېپټمبر په ۱۲ نېټه یو سېمينار ته وویل چې د ۲۰۲۳ د شروع راهسې طالبانو په افغانستان کې د داعش لږ تر لږه اته اهم مشران وژلي دي.

د جولای په میاشت کې د ملګرو ملتونو د څارنې رپورټ وویل په افغانستان کې تر ۶۰۰۰ پورې د د داعش وسله وال او کورنۍ موجودې دي.

څېړونکی وايي د ښاري سیمو څارنه به په افغانستان کې د داعش د موجودګۍ مسله حل نه کړي.

څېړونکي شروډن وویل د داعش د وسله والو کورونه د افغانستان د مشرقي سیمې په غرونو کې دي، په ښارونو کې کېمرې خو د حملو په مخنیوي کې مرسته کولی شي خو داعش وسله والو ته په ماتې ورکولو ډیر مرسته نه شي کولی.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:30:05 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG