لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتونخوا په ټانک کې د پاکستان لس پوځیان زخمیان شوي او په جنوبي وزیرستان کې د یو طالب کمانډر په ګډون څلور وسله وال وژل شوي


د خېبر پښتونخوا په انتهایي لرې وریا سویلي ضلع ټانک په پخواني قبایلي سیمه جنډوله کې په یوه پوځې پوسته د نامعلومو کسانو لخوا برید شوی، چې په نتیجه کې یې ۱۰ پوځیان ژوبل شوي دي. هم دې تر څنګ په کوز جنوبي وزیرستان اعظم ورسک سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان د یو مهیم کمانډر په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.

‎د امنیتي چارواکو په وینا، د پوځ په پوسته دا برید د پخوانۍ قبایلي سیمې جنډوله په خیسرایي سیمه کې شوی، چې له ټانک ښار څخه نیزدې ۶۰ کیلومیټره لرې شمال لویدیځ لور ته موقعیت لري او د برید وروسته ژوبل پوځیان سمدلاسه جنډوله ته منتقل کړل شوي، چېرته چې هغوی ته طبي مرستې ورکول کېږي.

‎د لومړنیو راپورونو له مخې، بریدکونکو له پوځې پوستې څخه نوې وسلې او نور سامانونه هم له ځان سره وړي دي.

‎سرچینې وايي چې په برید کې یو برید کونکی هم وژل شوی دی، چې پخلی ټي پي هم کوي

‎په برید کې د پوځیانو د مرګ په اړه هم اندېښنې شته. خو د پاکشتان پوځ په دې اړه لا څه نه دي ویلي

‎تحریک طالبان پاکستان د دې برید مسؤلیت منلی او دعوه یې کړې چې په دې برید کې یې پوځ ته دروند ځاني زیان اړولی دی.

‎خیسرایي سېمې ته د میډیا رسد نه کیږي چې کره او رېښتوني معلومات ترلاسه کړي خو ځینې امنیتي سرچینې وايي چې بریدکونکو له پوسته څخه دوه جی-۳ رائفلونه، اته راکټ ګولۍ او نور پوځې سامان له ځان سره وړي دي.

‎په سیمه کې یو امنیتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل برید وروسته، په سیمه کې امنیتي ځواکونه ځای پر ځای شوي او د بریدکونکو پرضد د لټون عملیات پیل شوي دي.

‎بل لور په جنوبي وزیرستان کې د اعظم ورسک په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان څلور وسله وال په ډزو وژل شوې، سرچینو په وینا، په دې وژل شویو کسانو کې د تحریک طالبان یو مهم قوماندان نیاز هم شامل دی.

‎امنیتي سرچینې دعوی کوي چې قوماندان نیاز او د هغه ملګري د دښمن ډلې لخوا په نښه شوي وو، چې په دواړو لوریو کې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د دوی په وینا دا نښته د تحریک طالبان پاکستان د دوو ډلو ترمنځ د اوږدې مودې راهیسې د روانو اختلافاتو پایله ده.

تحریک طالبان پاکستان په دې اړه څه نه ویلي خو ټي ټي پي په وار وار دې نه وړاندې دا دعوې ردې رد کړي او ویلي حکومتي ادارې د دوی بندي غړي په جعلي مقابلو کې اوژني او هغه ته بیا د مقابلې یا د وسله والو ډلو ترمینځ د اختلاف نوم ورکړي
دا خبر وروسته د هغه پېښې مخې ته راغلي چې د خېبر پښتونخوا په سویلي ضلعه دېره اسماعيل خان کې د فرنټير کور (اېف سي) ځواکونو په قافله چاودنه شوې چې په نتيجه کې یې درې اېف سي عسکر ټپيان شوي دي.

‎د پولیسو سرچینو نه د ترلاسه شو معلوماتو له مخې دغه پېښه د خالي یا شنبې په سهار هتاله سیمه کې د ټانک ضلعې په سړک او د صوبې د اعلا وزیر علي امین ګنډپور کور، امين فارمز سره نږدې رامنځته شوې ده. د پوليسو په وينا، بارودي توکي د سړک په غاړه ښخ کړل شوي وؤ او هغه مهال وچاودېدل کله چې د اېف سي ځواک عسکر د معمول په ګزمه وو.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د 26م ائیني بدلون په اړه د قانون پوهانو نظر
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG