لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان د بشري حقونو سرکاري کمیشن پر احمدیانو د بریدونو په زیاتېدو اندېښنه ښکاره کړې


په نړيواله کچه د عقیدې په بنياد د تشدد ښکار شوو کسانو نړیواله ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې د پاکستان احمدي ټولنه وايي په هېواد کې يې ژوند، عقیده او روزګار د ګواښونو سره مخ دي.

د پاکستان د بشري حقونو سرکاري کمېشن په خپل وروستي رپورټ کې په احمديانو کېدونکو حملو، بد چلند او د دوی د عبادت خانو او هديرو د سپکاوي په ګډون په رياستي کچه توپیري سلوک باندې اندېښنې ښودلي. کمېشن د مرکزي او صوبايي حکومتونو څخه د موثره ګامونه پورته کولو غوښتنه کړې ده.

په پاکستان کې د بشري حقونو سرکاري کمېشن په وروستي رپورټ کې ویل شوي چې په کال 2023 کې ددغه هېواد د احمدي ټولنې د خلکو په ضد په خپلو عبادت خانو باندې د کلمې د لګولو له کبله 765، د عبادت لپاره د اذان کولو 47، د خپلې عقیدې د تبليغ کولو 861 مقدمې درج شوې دي.

د رپورټ ترمخه همدا ډول نزدې 334 احمديان د مذهب د سپکاوي د تورونو سره مخامخ دي.

په پاکستان کې د جماعت احمديه ترجمان عام محمود وي او اې ډيوه ته وايي، په دې هېواد کې د احمدي ټولنې د بشري حقونو د سرغړونو لړۍ له تېرو څو لسیزو راهیسې روانه ده خو وایي اوس ددې په شدت کې اضافه ليدل کېږي.

عامر محمود وایي، سږ کال 2024 کې څلور احمديان په هدفي حملو کې وژل شوي دي:

"د کله نه چې په کال 1984 کې امتيازي قوانین راوړل شوي دي د هغې راپدېخوا تر اوسه پورې 285 احمدي وګړي وژل شوي دي. دغه شان په دې هېواد کې د احمديانو د عبادت ځايونه هم په پرله پسې توګه هدف جوړول کېږي او نړول کېږي".

په پاکستان کې حکومتونه په تکرار سره وایي چې په هېواد کې د احمدي ټولنې په ګډون ټول اقليتونه خوندي دي او هغوی ته د هېواد په ايين کې ورکړل شوي حقونه ترلاسه دي.

خو د بشري حقونو سرکاري کمیشن په خپل کلني رپوټ کې وايي، په دې هېواد کې د احمدي ټولنې د بشري حقونو د سرغړونو له پېښو دا واضح کېږي چې احمدي ټولنه په پاکستان کې تر ټولو زیاته د توپيري چلند او د تعصب نه ډک سلوک ښکار ده.

د پاکستان د بشري حقونو د غېر دولتي خپلواک تنظیم اېچ آر سي پي مرستياله مشره منيزه جهانګیر وايي، د پاکستان احمديان دا وخت د يو خراب صورتحال څخه تېريږي:

"دلته په پاکستان کې د هغوي لپاره روزګار کول مشکل شوي دي، د هغوی ماشومانو ته په سکولونو کې تعليم کول ستونزمن شوي دي، ډېری احمديان له دې هېواده بهر ملکونو ته روان دي تښتي او چې څوک وس نه لري نو هغوی دلته نښتي دي".

د پاکستان د بشري حقونو سرکاري کمېشن په خپل رپورټ کې سپارښتنه کړې چې حکومت دې د مذهبي ازادۍ په اړه د پاکستان د ايين د شلمې مادې مطابق هر چا ته په خپل مذهب د عمل کولو او د هغې د نشر و اشاعت اجازه ورکړي.

که څه هم احمديان خپل ځانونه مسلمانان بولي خو د پاکستان پارليمان په 1973 کې دوی غېر مسلم ګرځولي او بيا په کال 1984 کې په دغه قانون کې د نور بدلون وروسته هغوی د اکثريتي مسلمانانو په څېر د جامې خپلولو، په ښکاره د عقيدې د تبليغ او د عبادت خانو له جوړولو هم منع کړی شوي دي.

قانون پوهان وايي د پاکستان په دستور کې که څه هم ټولو لږکيو ته د حقونو ضمانت ورکړی شوی دی خو وایي په دې باندې عمل نه کېږي.

قانون پوهه او د بشري حقونو فعاله ايمان زېنب مزاري وایي، د مذهبي لږکیو حفاظت باوري جوړول د انتظاميې کار دی:

"تر څو چې رياستي مذهب وي او په هغې د رياست اجاره داري وي نو بيا به د مذهب په ذريعه د خلکو استحصال ضرور کېږي او څوک به هم محفوظ نه وي او مونږ وينو چې د تحريک لبېک په څېر سخت دريځه ډلې د رياست په ډاډ فتوې لګوي".

د پاکستان حکومت په بيا بيا دا تورونه ردوي چې ګواکې د سخت دریځو ملاتړ کوي یا یې حوصلې لوړوي.

په پاکستان کې د بشري حقونو خپلواک غېردولتي تنظيم اېچ آر سي پى د کال 2023-24 په خپل کلني رپورټ کې ویلي، په پاکستان کې د مذهبي عقيدو له کبله د خلکو بنيادي انساني حقونه متاثره شوي دي او وايي په دغه موده کې د احمدي ټولنې د عبادت 35 ځايونه نړول شوي دي او د عقيدې په بنياد 21 احمديان نیول شوي دي.

په نړيوال کچ د مذهبي ازاديو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په رپورټ کې ويلي شوي چې په پاکستان کې په کال 2023 کې د مذهب د سپکاوي په تور د 329 کسانو خلاف مقدمې درج شوي دي چې 20 فيصد کې احمديان، 3.3 فيصد عيسوي لږکي او 75 فيصد مسلمانان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د امریکا دغه رپورټ رد کړی او د ددغه رپورټ نتيجې یې په ناسمو او مغرضو معلوماتو ولاړې بللې وې.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG