لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د طالبانو حکومت د کوټې چاودنه غندلې، د پاکستان د پوځ مشر ویلي ترهګري به ونه زغمي


په افغانستان کې د واکمنو طالبانو حکومت د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې شوې چاودنه غندلې ده چې پکې د 14 پاکستاني پوځيانو په ګډون 26 کسان وژل شوي او تر 60 زیات نور ژوبل شوي دي.

په دې ځانمرګي برید کې د وژل شویو پوځیانو جنازه د شنبې- خالي په ماځیګر د کوټې ښار په پوځي چاوڼۍ کې شوې ده چې د پاکستان د کورنیو چارو د وزیر، د صوبې د ګورنر او وزیراعلی په ګډون د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر هم پکې ګډون کړی دی.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو ادارې ای ایس پي آر په خپل بیان کې ویلي، د پوځ مشر له جنازې وروستو د کوټې په پوځي روغتون «سي ايم ايچ» کې له ټپي پوځیانو سره لیدلي او ویلي یې دي، ترهګري به هيڅکله ونه زغمل شي.

په بیان کې د پوځ د مشر له خولې "د دې ګواښ [ترهګرۍ] د ختمولو لپاره د قوم هوډ او اراده بيا تکرار شوې او وایي هغه ټینګار کړی چې دغه کار به په پوره قومي عزم او ګډه اراده سره پرمخ بېول کیږي:

"هغه ټینګار وکړ چې د ترهګرۍ ضد مبارزه د پاکستان د ټولو پوځي او ملکي ادارو د هڅو تر څنګ د هېواد د پرامنه او سوکاله راتلونکي د خوندي کولو لپاره د پاکستان د خلکو دوامداره ملاتړ ته اړتیا لري".

د کوټې په رېلوې سټېشن کې د شنبې- خالي په سهار ځانمرګی برید په داسې وخت شوی وو چې د جعفر ایکسپریس په نوم رېل ګاډی له کوټې پېښور ته د روانېدو په حال کې وو. امنیتي سرچینې وایي رېل ګاډی لا په پلیټ فارم نه وو ولاړ چې دغه وخت د ټکټونو د خونې څنګ ته یوه درنه چاودنه وشوه.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کوټه کې دغه چاودنه غندلې او په چاودنه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي‌ کړې ده. د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپل ایکس په خپاره کړي بیان کې لیکلي:

"د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د بلوچستان ایالت په کوټه ښار کې د اورګاډي په تم ځای کې په عامو وګړو وروستۍ چادونه غندي چې له امله یې ګڼ شمېر عامو وګړو ژوند له لاسه ورکړی او ټپیان شوي".

د دې چاودنې ذمه واري د بلوچ لیبرېشن آرمي‌ په نوم بلوڅ خپلواکي‌ غوښتونکې ډلې پر غاړه اخیستې دی.

د بي ایل اې ویاند جنید بلوچ رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي، د دوی د مجید بریګیډ یو ځانمرګي دا برید هغه مهال د پاکستاني پوځيانو پر یوه ډله کړی چې وایي دغه پوځيانو غوښتل له پوځي ټرېننګ ختمولو وروسته بیرته له کوټې ستانه شي.

په پېښه کې اکثر ټپي کسان د کوټې ښار د سېول روغتون ټراما سنټر ته وروړل شوي او ځینې خصوصاً پوځیان د ښار پوځي روغتون سي ایم ایچ ته وړل شوي‌ دي. د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند ویلي، په ژوبلو کسانو کې د 10 کسانو حالت نازک دی.

د پاکستان د بشري حقونو ازاد کمیشن وایي، د کوټې په چاودنه باندې "بوږنېدلی" دی او په یو بیا کې ویلي، بلوچستان مخکې هم له ډېر تاوتریخوالی سره مخ شوی وو خو وایي‌اوس پکې د وسلوالو بریدونه په چټکۍ سره په معمول بدلیږي:

"وفاقي او صوبايي حکومتونه باید په سمدستي توګه له سیاسي قوتونو سره پراخې خبرې اترې پیل کړي او په صوبه کې د وسلوالو بریدونو د مخنیوي لپاره بیړني ګامونه واخلي".

د پاکستان په پښتونخوا او بلوچستان کې په روان کال کې وسلوال بریدونه زیات شوي په ځانګړې توګه د پاکستان پر امنیتي ادارو باندې پرله پسې بریدونه کېږي چې اکثر یې په پښتونخوا کې ذمه واري تحریک طالبان پاکستان او په بلوچستان کې بي ایل اې پر غاړه اخلي.

د نومبر پر لومړۍ نېټه هم د بلوچستان په مستونګ سيمه کې هم بمي چاودنه شوې وه چې پکې نهه تنه وژل شوي او اوولس زخمیان شوي وو. په چاودنه کې په وژل شویو کسانو کې يو پوليس او د سکول څلور ماشومان هم شامل وو.

د پاکستان حکومت او پوځ په روان کال کې تحریک طالبان پاکستان ته د "خوارج" نوم استعمالول پیل کړي او د دې ډلې په ګډون یې بي ایل اې هم د ملک لپاره لوی خطر بللې ده.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر منیر اکرم په تېره ستمبر میاشت کې د افغانستان په اړه د امنیت شورا یوې غونډې ته ویلي وو، ټي ټي پي په یوه لویه نړیواله ترهګره ډله بدلېدونکې ده چې ویل یې اوس له خپلواکي غوښتونکو تنظیمونو لکه "مجید بریګېډ" سره هم همږغي لري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د ویب ډیولپمنټ تربیت جینکو ته څه ګټې ورکولې شي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 0:27:21 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG