ټرمپ انتظامیې پاکستان ته د امریکا ملاتړ لرونکونو پروګرامونو لپاره 39 کروړه او 70 لکه ډالر جاري کړي اؤ په دې اړه د امریکایي کانګریس یو معاون ویلي، د امریکايي F-16 جنګي الوتکو استعمال تر نظارت لاندې نیول شوی، ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې دا یوازې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره کارول کېږي، نه د سیال هېواد هند پر ضد.
د نړیوالې خبري شبکې رایټرز د راپور له مخې، دا اقدام د هغو 5.3 اربه ډالرو مرستو د جاري کېدو برخه ده چې مخکې منجمد شوې وې. دا مرستې ډېری د امنیتي او نشه یي توکو ضد پروګرامونو لپاره وي.
د پاکستان د دفاعي چارو یوه ځانګړي څېړنیز مرکز قوا (Quwa )ویلي، له دې مرستو څخه تخنیکي امنیتي ډلې (ټي ایس ټي) ته هم ملاتړ ورکول کېږي، چې په پاکستان کې د قراردادیانو یا کنټریکټرانو یوه ډله ده.
د دې ډلې دنده دا ده چې د سختو نظارتي اصولو مطابق، د F-16 جنګي الوتکو کارول وڅاري. د دې اصولو له مخې، پاکستاني هوایي ځواک ته ورکړل شوي F-16C/DB-52 جنګي الوتکې یوازې د ترهګرۍ ضد عملیاتو لپاره کارول کېدای شي.
د قوا د راپور له مخې، دا نظارت نوی نه دی، بلکې 2019 کال کې هم د امریکا له خوا دا نظارتي تدابیر عملي شوي وو. هغه مهال امریکا د پاکستاني هوایي ځواک د F-16 بیړۍ د ساتنې لپاره 12 کروړه او 50 لکه ډالره مرستې اعلان کړې وې.
ایا پاکستان F-16 الوتکې د هند پر ضد کارولی شي؟
د فارن پالېسي مجلې د 2019 کال د یوې څېړنې له مخې، که پاکستان د هند پر ضد د F-16 الوتکې کارولي وي، نو دا د هغه تړون خلاف ورزي نه ده چې پاکستان د امریکا سره د دغو الوتکو د ترلاسه کولو پر مهال لاسلیک کړی و.
دې مشهورې امریکایي مجلې د پلوامه حملې نه وروسته د پاکستان او هند ترمنځ د زیاتې شوې ترینګلتیا په اړه یو راپور خپور کړی و، او د هند هغه ادعا یې هم رد کړې وه چې ویل یې د دوی پوځ د پاکستان یوه F-16 الوتکه ویشتلې ده.
فارن پالېسي دوه امریکایي دفاعي چارواکو سره خبرې کړې وې اؤ هغوی تایید کړې وه چې پاکستان ته ورکړل شوې ټولې F-16 الوتکې لا هم هلته شته او له منځه نه دي تللي.
چارواکو ویلي، کله چې هند ادعا وکړه چې د 27 فبروري 2019 په هوایي جګړه کې یې د پاکستان یوه F-16 ویشتلې، نو پاکستان امریکا ته بلنه ورکړه چې خپلې ورکړل شوې الوتکې دې وشمېري.
د امریکا صدر ډونلډ ټرمپ امر کړی و چې دا مرستې دې ودرول شي. خو رایټرز تر 13 فبروري پورې د هغو 243 مستثناتو فهرست ترلاسه کړی چې ټول ارزښت یې 5.3 اربه ډالره ښودل شوی و.
د اعلان شویو مرستو ډېره برخه (4.1 اربه ډالر) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي – پوځي چارو بیورو د پروګرامونو لپاره ده. دا بیورو نورو هېوادونو او ډلو ته د وسلو د پلور او پوځي مرستو څارنه کوي.
د نورو پنګو اجرا د ټرمپ د کډوالۍ په اړه د سختو اقداماتو اؤ امریکا ته د غیر قانوني منشیاتو د وړلو د مخنیوي د هڅو په اړه دي
Forum