لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اي ایم ایف شرطونو پوره کولو لپاره پاکستان د سعودي نه د 1.2 ارب ډالرو پور غواړي


د پاکستان مرکزي حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې اي اېم اېف د شرطونو پوره کولو لپاره د سعودي عرب څخه د قرض ترلاسه هڅې کوي او په دې لړ کې د پاکستان حکومت سعودي عرب ته د 1.2 اربه ډالرو د قرض جارى کولو خواست کړی دی.

د پاکستان او نړيوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف ترمنځ د 7 اربه ډالرو د قرض پروګرام لا تر اوسه د ځنډ ښکار دی او اقتصاد پوهان ددې ځنډ لامل د پاکستان د حکومت لخوا د چین د پورونو د بېرته ستنولو د مودې نه غځېدل ښیي.

د پاکستان ځايي مطبوعات د سرکاري سرچينو له قوله لیکي چې د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب څه ورځې وړاندې د سعودي عرب د خزانې وزیر الجدعان سره د 1.2 ارب ډالرو د تېلو ترلاسه کولو په سهولت خبرې کړې دي .

حکومت هيله لري چې د سعودي عرب څخه به ورته مثبت ځواب ترلاسه شي، خو لا تر اوسه پورې د سعودي عرب د چارواکو لخوا پاکستان ته کوم باور نه دی ورکړی شوی.

د پاکستان حکومت دا مهال د 2 اربه ډالرو د مالياتي بحران سره مخامخ دی او په دې کې د 1.2 اربه ډالرو د بندوبست کولو لپاره د سعودي عرب لوري ته ګوري.

دا درېیم ځل دی چې د پاکستان حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف څخه د قرض ممکن جوړولو لپاره د سعودي عرب څخه مرسته غواړي.

څېړونکي وايي که سعودي عرب د پاکستان دا خواست قبول کړي نو په پاکستان ورپورې د سعودي عرب مجموعي قرض به 6.2 ارب ډالرو ته ورسيږي.

اقتصاد پوه شهريار بټ وايي د پاکستان معاشي ستونزې دومره سنګينې دي چې د ؟آي اېم اېف له پروګرام بغېر پرې قابو موندل ګران دي.

وي او اې ډیوه سره خبرو کې شهريار بټ وایي" هم دا وجه ده چې پاکستان هڅه کوي چې د آي اېم اېف څخه د 7 اربه ډالرو قرض پروګرام ترلاسه کړي".

هغه وایي د آي اېم اېف شرطونه ډېر سخت دي چې له کبله یې په هېواد کې د توانايۍ قيمتونه په پرله پسې توګه سېوا کېږي اؤ بل خوا پاکستان ته په راتلونکو درو کلونو کې نزدې 75 اربه ډالره بهرنې قرضې بېرته ستنول دي.

د شهریار بټ په خبره "آي اېم اېف په دې اړه يو ښکاره روډ مېپ یا کړنلاره غواړي او ددې لپاره مونږ ته د سعودي، متحده عرب اماراتو او د چين د قرضو بېرته ستنولو موده غځول دي، په دې کې د چين 5 اربه ډالره، د سعودي عرب 4 اربه ډالره او د متحده عرب اماراتو 3 اربه ډالره شامل دي".

په نړيواله کچه د سود په شرحه کې د اضافې له کبله د آي اېم اېف په قرض لګښت هم زياتيږي، پاکستان په کال 2019 کې د نړیوالې مالياتي ادارې څخه د 3.3 فيصدي په شرحه سود قرض ترلاسه کړی ؤ او وروستۍ د قرض لوظنامه په 5.1 فيصدي شرحه سود باندې لاسليک شوې وه.

د سعودي عرب څخه د 1.2 ارب ډالرو د بهرني فنانسنګ نه علاوه پاکستان د تجارتي بېنکونو څخه هم د 800 ميليونه ډالره د قرض ترلاسه کولو خواهش لري.

پاکستان ته د خپلې مقدمې د آي اېم اېف د بورډ په غونډه کې د شاملولو لپاره د 2 اربه ډالرو فنانسنګ او د 16.5 اربه ډالرو کېش ډپازټ رول اور کولو ضرورت دی.

پاکستان چې تر دې دمه د قرض بېرته ستنولو د مودې په غځولو کې پاتې راغلی دی نو هم دا سبب دی چې نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف تېره هفته يعني د 30م اګست د بورډ په غونډه کې د پاکستان معامله نه وه ايښودې.

د پاکستان د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب هيله ښودلې چې چې د ستمبر په مياشت کې به د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم اېف اجراییه بورډ د پاکستان لپاره د قرض منظوري ورکړي.

څېړونکي وايي د سعودي عرب، متحده عرب اماراتو سره په عمومي توګه پاکستان د قرضو د مودې غځولو لپاره خبرې اترې کوي خو په دې کې تر ټولو مشکل کار د چين د توانايۍ د شخصي کارخانو په پاکستان د ورپورې قرضونو موده غځول دي.

اقتصاد پوه ډاکټر ساجد امين ډیوه سره خبرو کې وایي، دا وخت چې پاکستان ته د آي پي پيز کومې 15 اربه ډالره قرضې بېرته ورکول دي په هغه کې تر ټولو زیاته برخه د چين ده:

"که د هغې د بېرته ستنولو مودې تر درې څلورو کلونو لپاره وغځول شي نو ښه به وي خو ښکاره ده چې دا به ډېره ګرانه وي ځکه چې پاکستان له به د چين د توانايې ددغو کارخانو سره ځان ځانله خبرې کول وي او زما په خيال دا به يو لوي چېلنج وي".

پاکستان په خپل بحټ کې د روان مالي کال لپاره خواشا 20 ارب ډالره د بهرنیو قرضو اخستو هدف ايښودی دی، که چرته پاکستان دغه هومره بهرنۍ قرضې ترلاسه کړي نو په روان مالي کال کې به د ملک د زر مبادلې ذخیرې د 19 نه تر 20 اربه ډالرو پورې ورسي.

د پاکستان سرکاري خبري اداره، اې پي پي وايي تر اوسه يوازې متحده عرب امارات پاکستان ته د 1 ارب ډالره قرضې د مودې غځولو پخلی کړی دی او د باقي پاتې 11 ارب ډالرو قرضونو د مودې غځولو پخلی تر اوسه نه دی شوی.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG