درویشت کاله مخکې په همدې ورځ، د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر اومه، د متحدو ایالتونو په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیت پر ضد عملیات پیل کړل، د طالبانو نظام نسکور شو او د «دیموکراسۍ په اصولو برابر» د یو نظام جوړېدو ته یې لاره هواره شوه.
په افغانستان باندې د یرغل اصلي علت د القاعده ډلې ترهګریز بریدونه وو چې له کبله یې په متحدو ایالتونو کې تقریبآ ۳۰۰۰ کسان ووژل شول.
د ۲۰۰۱ د سپتمبر په یولسمه د القاعده ډلې ۱۱ غړو، چې اکثریت یې د سعودي عربستان اتباع وو، څلور مسافر وړونکې الوتکې وتښتولې. دوې الوتکې یې په نیویارک کې د سوداګرۍ د نړیوال مرکز له غبرګو ودانیو او یوه بله یې د امریکا د دفاع وزارت له ودانۍ سره وجنګولې. څلورمه الوتکه یې د پنسلوانیا ایالت د شانګسویل په ښار کې په یوې کروندې کې وغورځېدله.
د ۲۰۰۱ د سپتمبر په ۱۸ نېټه د متحدو ایالتونو کانګرس د سپتمبر د ۱۱ بریدونو د عاملانو په ضد د وسله والو ځواکونو څخه د استفادې قانون تصویب کړ. دوې ورځې وروسته د امریکا د هغه وخت ولسمشر جورج ډبیلو بش له طالبانو څخه وغوښتل چې د القاعدې مشر اسامه بن لادن وروسپاري او د دغې ډلې غړي له افغانستان څخه وشړي.
طالبانو دا کار ونه کړ او امریکا د ۲۰۰۱ د اکتوبر په اومه نېټه په افغانستان کې د طالبانو او القاعده ډلې په تاسیساتو او مرکزونو بریدونو پیل کړل.
د امریکا د پوځ په مشرۍ دغو عملیاتو کې د «شمالي ټلوالې» جنګیالیو هم برخه لرله، د دغو عملیاتو په پایله کې د افغانستان ولایتونه ورځ په ورځ د طالبانو له لاس څخه وتل او بالاخره د ۲۰۰۱ د ډسمبر په اومه کندهار هم، چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر دفتر په کې و، د طالبانو له لاس څخه ووت. طالب مشران او جنګیالي یې پاکستان ته وتښتېدل.
طالبانو بیا د افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو په ضد جګړه پیل کړه او تل یې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل غوښتل.
له طالبانو سره مذاکره
له نژدې دوو لسیزو جګړو وروسته، متحدو ایالتونو د ۲۰۱۸ د جولاۍ په میاشت کې په لومړي ځل له طالبانو سره وکتل. دغو اړیکو دوه کاله دوام وکړ او بیا د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون لاسلیک شو او له افغانستان څخه یې د بهرنیو ځواکونو بشپړ وتلو ته لاره پرانیستله.
د دوحې تړون په اساس، د ۲۰۲۱ د مۍ تر میاشتې پورې باید ټول امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتلي وای، خو ولسمشر بایډن په ټاکنو کې له بریالي کېدو وروسته، له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو نېټه د اګست تر میاشتې پورې وغځوله.
له افغانستان څخه د امریکا وروستی سرتېری د ۲۰۲۱ د اګست په ۳۰مه ووت.
د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو ځای په افغانستان کې «اسلامي جمهوریت» نسکور شو، طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه نېټه بیا واک ته ورسېدل او په افغانستان کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسېده.
په تېرو دوو لسیزو جګړو کې د امریکا ۲۴۶۱ سرتېري ووژل شول او ۲۰زره نور یې ژوبل شول. د اسوشیتډپرس خبري اژانس د راپور په اساس، په دغې مودې کې ۳۸۴۶ امریکايي قراردادیان هم وژل شوي او ۸۳۲زره امریکایي پوځیانو په افغانستان کې دندې ترسره کړې.
له القاعدې سره د طالبانو اړیکې
سره له دې چې طالبانو د دوحې په تړون کې ژمنه کړې چې له ټولو ترهګرو ډلو سره روابط پرې کوي، خو د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو او نړیوالو معتبرو رسنیو د راپورونو په اساس، طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او لا هم له القاعدې سره نژدې روابط لري.
د ملګرو ملتونو په بندیزونو باندې د نظارت ډلې د روان کال د جولاۍ په ۱۰مه نېټه یو راپور خپور کړ او خبرداری یې ورکړ چې افغانستان به د القاعده او داعش ډلو په څېر د ترهګرو ډلو په موجودیت سره د ناامنۍ سرچېنه پاتې وي.
په راپور کې ویل شوي دي چې دا ډلې د پټنځایونو د موندلو او یا هم د طالبانو د کمزورتیا څخه ګټې اخیستو د لارو چارو په موندلو سره له د نا امنۍ لامل شي او هغوی «افغانستان یو سوله ایز او دوست ټاټوبی» یادوي.
راپور وايي: «د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې د مېشتو ځینو ترهګرو ډلو سره د طالبانو نرم چلند ګاونډیو هېوادونو ته د ترهګرۍ د انتقال شرایط برابروي.»
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یو راپور کې ویلي وو چې طالبانو له القاعدې سره خپل روابط ساتلي او په افغانستان کې د القاعدې لوړ پوړي غړي موجود دي.
په راپور کې راغلي دي چې القاعدې په افغانستان کې اته مرکزونه جوړ کړي، چې څلور یې په غزني، لغمان، پروان او اروزګان کې دي. راپور وايي چې القاعده په پنجشیر کې هم د وسلو یوه زېرمه لري.
طالبانو په افغانستان کې د القاعدې موجودیت رد کړی او په دې اړه راپورونه «ناسم» او «پروپاګند» بللي دي.
یادونه: دا خبر د وي او ای اشنا څانګې څخه اخیستل شوی دی
Forum