لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اېف بي ای: صدر ټرمپ ته نزدې ډزې د هغه د وژلو هڅه ښکاري


د دریو امریکايي چارواکو په وینا، یو سړي د AK ډول ټوپک نه د فلوریډا په ویسټ پام بیچ کې د پخواني صدر ډونالډ ټرمپ په ګالف کلب (میدان) ډزې کړي دي. د ډزو په وخت ښاغلي ټرمپ د ګالف لوبه کوله او وايي هغه روغ رمټ دی.

دا پېښه د اتوار/یکشنبې په ورځ د غرمې وروسته نزدې دوه بجې شا اوخوا شوې ده. د امریکا استخباراتي اداره اېف بي ای وايي په ظاهره دغه ډزې د هغه د وژنې یوه هڅه وه او وايي پلټنې به کوي.

چارواکو وویل چې دغه کس د ډزو وروسته وسله غورځولې او په SUV موټر کې وتښتید خو وروسته ونیول شو. چارواکو ته نوره اجازه نه وه چې د روانو تحقیقاتو په اړه بحث وکړي او د نوم نه ښودلو په شرط یې اسوشیټیډ پریس سره خبرې وکړې.

چارواکو وسله هم په خپله قبضه کې اخستې ده.

دا په دواو میاشتو کې دوېم ځل شو چې د راتلونکو صدارتي ټاکنو امېدوار ډانلډ ټرمپ د وژلو هڅه کېږي. د دې وړاندې د جولايي په میاشت کې په فېلاډلفیا ایالت کې یوې جلسې ته وینا په وخت هم یو تن په هغه ډزې کړې وې. نوموړی په هغه حمله کې په غوږ لګېدلی وو، او چارواکو حمله کونکی په ځای وژلی وو.

چارواکي وایي د ټرمپ د راتګ په وخت تل لوبغالی د څه وخت لپاره تړل کېده ځکه چې ترڅو دغه ساحه د ټرمپ د لوبې کولو لپاره خوندي وي. په دې لوبغالي کې لوبغاړي د بهر څخه ښکاري، دا ساحه پراخه وي، نو خفیه ادارې همیشه د ده د راتګ څخه دمخه لوبغالی خوندي کوي، او دوی د زغره والو نقلیه وسایلو په مرسته په ساحه کې حفاظتي تدابیر نیسي، چې دوی وکولای شي په اضطراري/بېړني حالت کې (په موقعه) د ټرمپ حفاظت وکړی شي.

ټرمپ د دې اونۍ په پای کې د لوېديځ ساحل له ایالتونو، لاس ویګاس او یوټا ته د کمپاین له دورې وروسته فلوریډا ته راستون شوی و. هغه ډېر وخت سهار د ګالف لوبه کوي، هغه په فلوریدا کې خپل درې لوبغالي لري، چې ترمپ اکثر هلته ورځي.

په پخوانی صدر د جولای په میاشت کې د شوې قاتلانه حملې وروسته، د هغه د حفاظت اقدامات نور پیاوړه کړی شوې وو. کله چې هغه په نیویارک ټرمپ ټاور کې و نو د دغه ودانۍ نه یو اړخ ته ټرکونه اودرولی شوې و. او دغه شان کله چې هغه اوس بهر جلسه کوي نو هغه د بلټ پروف (یا د مرمیو/ګولیو نه خوندي) شیشو شاته تقریر کوي.


‎ټرمپ د ننۍ پېښې وروسته خپل کور مار ای لاګو کلب ته بوتلل شویدی.
‎په سپینه ماڼۍ کې صدر بایډن او نایب صدرې میرمن کامیله هارس ته د پیښې په اړه معلومات ورکړل شوي او د تحقیقاتو په اړه وخت په وخت خبریږي. د وائټ هاوس ترمخه دواړه مشران مطمئن دي چې ښاغلی ټرمپ بچ دی.

‎په صدراتي زغل کې د هغه سیاله او د امریکا نائب صدری میرمن کامیله هارس په خپل یو بیان کې ویلي هغه خوشحاله ده چې ټرمپ روغ رمټ دی او زیاتوي چې تشدد د امریکا په سیاست کې ځای نه لري.


سېنیټر لنډزی ګراهم کوم چې د ټرمپ د کانګریس د ملګرو څخه یو کلک ملګری دی د ایکس یا پخواني ټویټر په یو پوسټ کې ویلي پخواني صدر سره یي د پيښې به اړه خبرې اترې شویدي او د ښاغلي ټرمپ حوصله په ځای وه او د هغه په ټکو، ټرمپ د هغه قوي تنانو څخه یو دې کوم چې زه پیژنم.

د مارټن کاونټۍ شیرف ولیم شنائیډر ترمخه د وفاقي تحقیقاتي ادارې ایف بي ايي، سیکرټ سروس او د پالم بیچ کاونټۍ شیرف دفتر نه د احکامات ترلاسه کیدو سمدستي پس یې ملزم ګرفتاره کړیدی.

د ښاغلي شناېیډر ترمخه پولیسو د پیښې سمدستي پس د پام بیچ کاونټي او سېنټ لوسي کاونټي لار باندې ناکه بندي وکړه.


‎د هغه په ټکو په سړک ولاړ پولیسو یو مشکوک ګاډې ولیدو د چا نمبر پلیټ چې د پولیسو د ملزم په اړه معلوماتو سره سمون خوړلو ولیدو او د ګاډي اودرولو کې بریالي شول او ملزم یي ګرفتاره کړلو.
‎د شنائیډر په وینا ګرفتاره تن سره وسله نه وه. او د نیولو په وخت قلار و او دا تپوس یي هم نه کاو چې ولې نیول کېږي.

د ټرمپ او وېنس انتخابي کمپاین دفتر نه د نائب صدر څوکۍ لپاره ریپبلکن امیدوار جی ډي وېنس امنیتي وضیعب په اړه پوښتنې وشوي خو هغه په دې اړه څه معلومات لا تر دې دمه نه دي ورکړی.

ټرمپ به د ګل په ورځ په ټولینیز رسنیو ایکس باندې د خپل زامنو لخوا شورو کړلی شوې کرپټو کرنسۍ باندی خبرې کولې. تمه وه چې هغه به دا خبرې فلوریډا کې د خپل کور مار اې لاګو نه وکړي. د
‎سه شنبې یا نهې په ورځ به هغه فلنټ، مشي ګن کې خپلې پخوانۍ مطبوعاتي سیکرټري او د ارکنساس ګورنرې سارا هکبي سره جلسه کوله او د شورو یا چهارشنبې په ورځ به هغه د نیویارک لانګ ائیلېنډ کې خپل کمپاین مخ په وړاندې بوتو.

‎د روانی اونۍ په اخر کې به هغه په واشنګټن ډي سي کې د اسرایل امیریکن کاونسل ملي سرمشریزې شورا یا کونسل ته وینا کوي او د خالي یا شنبې به ورځ به هغه ولمنګټن شمالي کیرولائینا ایالت ته دوره کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG