لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پر ډانلډ‌ ټرمپ د مرګوني برید تر هڅې وروسته هغه بیا انتخابي کمپېن پیل کړی


د امریکې مخکیني صدر او په راتلونکو صدارتي انتخاباتو کې د ریپبلکن ګوند نوماند ډانالډ ټرمپ د ډزو له هغې پېښې وروسته چې دوې ورځې وړاندې یې په فلوریډا کې د وژنې ناکامه هڅه وشوه یو ځل بیا انتخاباتي هلې ځلې پیل کړې او میشګن ایالت ته یې سفر کړی دی.

د ټرمپ ډیموکرېټ سیالې کاملا هېرس هم بیرته خپل کمپېن پیلوي او ټاکل شوې ده چې نن د سه شنبې- نهې په ورځ د تورپوستو خبریالانو د ملي اتحاد (این اې بي‌ جې) پوښتنو ته د جواب لپاره پینسلوېنیا ته لاړه شي.

د پینسلوېنیا غونډه او له یوې هسپانوي میډیا سره یوه بله مرکه چې د دوشنبې- ګل په ورځ ریکارډ شوې د سه شنبې- ګل په ماښام به خپره شي او دا به لومړی ځل وي چې کاملا هېرس پر ټرمپ باندې د برید هڅې ته په شخصي توګه غبرګون وښيي.

په مشیګن کې د ټرمپ او په پینسلوېنیا کې د هېریس انتخاباتي غونډې په داسې وخت کیږي چې دواړه نوماندان په شپږو هغو مهمو ایالتونو کې د رایه ورکوونکو د زیاتولو هڅه کوي چې د هیواد په الیکټرل کالج سیسټم کې د ګټلو لپاره خورا مهم دي.

د ریپبلکن ګوند نوماند او مخکینی صدر د یکشنبې- اتوار په ورځ په فلوریډا کې خپل د ګالف لوبې په میدان کې وو چې یو وسلوال هلته ډزې وکړې او وروسته د پټو خدمتونو ادارې کارکوونکو هغه د پېښې له ځایه بل ځای منتقل کړ.

امنیتي چارواکو ویلي چې مشکوک برید کوونکي په یواځې ځان د ټرمپ د وژلو پرېکړه او هڅه کړې وه، خو ټرمپ غوښتل چې په دې پېښه کې صدر جوبایډن او د هغه مرستیاله کمالا هېرس ښکېل کړي.

په دوو میاشتو کې دننه پر ټرمپ د وژونکي برید د هڅې دې پېښې ته سیاسي اړخ ورکولو هغه هم د انتخاباتو په را نیژدې کېدو سره په امریکا کې سیاسي کړکېچ زیات کړی دی.

بایډن او هېرس دواړو د ټرمپ د وژنو څرګنده هڅه په جلا بیانونونو کې غندلې ده، د مېرمن هېرس په وینا "تشدد په امریکا کې ځای نه لري".

خو ټرمپ دعوه کړې چې د بایډن او هېرس بیانونه "پر ما د ډزو سبب کیږي، ځکه چې زه یواځینی څوک یم چې هیواد وژغورم".

پر ټرمپ د برید پېښې ته سیاسي رنګ ورکول او حتی د کمپېن پر لاره هم هغه کاملا هېرس "بده" ګڼلې بللې چې وایي امریکا په یو "ناکام هیواد" بدلوي او دغو لفظي بریدونو په اوو اونیو کې کېدونکو ټاکنو مخکې سیاسي ناارامي نوره هم زیاته کړې ده.

د امریکې د سفوک پوهنتون او د یو ایس اې ټوډې ورځپاڼې یوه نوې نظرپوښتنه ښیي چې کاملا هېرس به په پینسلوېنیا کې پر ټرمپ باندې لږ برتري لري. سروې ښیي هېریس 49 فیصده او ټرمپ 46 فیصده ملاتړ لري.

د جولای په ۱۳ نېټه یو وسله وال په پېنسېلوېنیا ریاست کې د جلسې په موقع په ټرمپ ډزې وکړې چې له امله يې په جلسه کې یو تن ووژل شو او ټرمپ معمولي او دوه نور کسان زیات زخمیان شول. وسله وال تن د سيکرېټ سروېس په جوابي ډزو ووژل شو.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي‌ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG