لاس رسیدونکی لینک

 
ټرمپ وايي توقعو کوي چې د چین صدر به د امریکې دوره وکړي، خو د دورې وخت يې نه دی څرګند کړی
تازه خبر

ټرمپ وايي توقعو کوي چې د چین صدر به د امریکې دوره وکړي، خو د دورې وخت يې نه دی څرګند کړی


ټرمپ وویل د صدر شي په شمول به بالااخېر نور رهبران د امریکې دورې کوي
ټرمپ وویل د صدر شي په شمول به بالااخېر نور رهبران د امریکې دورې کوي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل توقعو کوي چې د چین صدر شي جېن پېنګ به د امریکې دوره وکړي، خو ټرمپ د چینايي صدر د ممکنه دورې وخت و نه ښودلو.

ټرمپ په ایرفورس ون نومې صدارتي هوايي جهاز کې خبریالانو ته دا هم وویل دا ممکنه ده چې امریکا او چین د تجارت نوي معاهده وکړي. ټرمپ اعلان کړی چې امریکې ته د چین په درامداتو به نوي ټېکسونه لګوي خو که چېر هغه د صدر شي سره ملاقات کېږي نو ممکنه ده چې دغه مجوزه ټېکسونه وځنډول شي.

ټرمپ وویل د صدر شي په شمول به بالااخېر نور رهبران د امریکې دورې کوي.

شي په وروستي ځل د کال ۲۰۲۳ د نومبر په میاشت کې د امریکې پینځمه دوره کړې وه او د مخکني صدر جوبایډن سره یې ملاقات کړی و. د شي او د بایډن په ملاقات کې دواړو ملکونو معاهده کړې وه چې پوځونه به يې د یو بل سره رابطه کوي چین به د نشۍ توکي فېنټېنل د پېداوار مخنیوی وکړي.

د جنورۍ په ۲۰ نېټه د صدارت د سوګند پورته کولو نه مخکې ټرمپ او شي په ټېلې فون د ټېک ټاک، تجارت او د ټایوان په شان په شمېر مسلو خبرې اترې کړې وې.

ټرمپ د شورو، چهارشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل هغه د ټېک ټاک په اړه د چین سره خبرې کوي. د ټرمپ حکومت کوښښ کوي چې د ټېک ټاک باني کمپني بایټ ډېنس دا اېپ خرڅ کړي او د دې دلارې په امریکا کې د بندیز نه بچ شي. ټېک ټاک په امریکا کې په مېلینونو صارفین لري.

ټرمپ تېره هفته وویل د صدارت وروسته يې هم د شي سره خبرې کړي دي خو په دې اړه څه تفصیلات وړاندې نه کړل. د چین خارجه وزارت په لړ کې د څه وېلو نه ډډه وکړه.

د تېرو څو کلونو راهسې د ټېکسونو، سایبرسېکیورټي، ټېک ټاک، ټایوان، هانګ کانګ، د انساني حقونو او د کرونا وایرس د شروعاتو په شان د مسلو په سر د واشنګټن اود بيجېنګ تعلقات د تاوتریخوالي ښکار دي.

په یوکرېن کې د جنګ په اړه ټرمپ خبریالانو ته وویل هغه جنګ د ختمولو دپاره روس سره معاهده کولی شي.

ټرمپ وویل فکر کوي چې روس هم په یوکرېن کې جنګ خاتمه غواړي. ټرمپ زیاته کړه چې روس په یوکرېن کې په لویه علاقه نیولې ده او تاش مثال یې ورکړو چې روس سره د ګټې پتي یا پاڼې شته.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG