د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ یو نوی صدارتي فرمان لاسلیک کړی چې په بنیاد به یې په ګوانتانامو بې کې له امریکې د شړل شویو کډوالو د اوسېدو لپاره یو لوی کېمپ چمتو کېږي.
دا حکم به د دفاع وزارت او د هوم لېنډ یا کورني امنیت وزارت ته لارښوونه وکړي چې په ګوانتانامو بې کې د 30,000 کډوالو لپاره یو مرکز په بیړني ډول چمتو کړي.
صدر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ په 29مه په امریکا کې د مېشتو غیرقانوني کډوالو د نیولو لپاره د "لاکین رایلي قانون" په نوم صدارتي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې به یې هغه ناقانونه کډوال بندیان کېږي چې په امریکا کې په جرمونو تورن شوي وي.
دا قانون د 22 کلنې لاکین رایلي په نوم دی چې د امریکې په جورجیا ایالت کې د نرسنګ زده کوونکې وه او د 2024م په فرورۍ کې د وینزویلا شهري جوز انتونیو ابارا و وژله. جوز ایبارا په غیرقانوني توګه په امریکا کې ژوند کاوه.
د کیوبا په ګوانتانامو بې کې د امریکا سمندري اډه لا دمخه د کډوالو د ساتلو یو ځای لري، چې د بهرنیو مشکوکو ترهګرو لپاره له اعلی حفاظتي امریکایي زندانه جلا دی چې له لسیزو راهیسې کارول کیږي.
د ټرمپ د سرحدي چارو مشر ټام هومېن د چارشنبې- شورو په ورځ وویل، انتظامیه به یې د کډوالو د ساتنې له مخکې موجود ځای پراخ کړي او د مهاجرت او کسټم د انتظام د چارو اداره به یې سمبالوي.
صدر ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ په سپینه ماڼۍ کې وویل، "نن زه یو صدارتي فرمان هم لاسلیک کوم او دا به د دفاع او کورني امنیت وزارتونو ته لارښوونه وکړي چې په ګوانتانامو بې کې د 30,000 کسانو کډوالو د ساتنې ځای چمتو کول پیل کړي".
صدر ټرمپ وویل دا مرکز به د هغو "تر ټولو بدو مجرمو غیرقانوني" بهرنيانو د نیولو لپاره وکارول شي چې د ده په وینا د امریکا خلکو ته خطر دي:
"ځینې یې دومره بد دي چې موږ حتی په هیوادونو باور نه کوو چې دوی وساتي ځکه موږ نه غواړو دوی بیرته راشي، نو موږ به یې ګوانتانامو ته واستوو. دا به سمدستي زموږ ګنجایش دوه چنده کړي".
له دې اعلانه سمدستي وروسته صدر ټرمپ یو یادداشت لاسلیک کړ، چې پکې د کډوالو شمېر نه وو ذکر شوی، خو په ګوانانامو کې د کډوالو لپاره په ځانګړي شوي مرکز کې یې د "اضافي ساتنځای" غوښتنه وکړه.
د ټرمپ د سرحدي چارو مشر ټام هومېن د چارشنبې- شورو په ورځ له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د ګوانتانامو دغه مرکز به "له بدترینه بدترینو" کسانو لپاره وکارول شي.
د امریکې د هوم لېنډ یا کورني امنیت وزیر کریسټي نوم څخه وپوښتل شول چې د دې مرکز لپاره به څومره پیسو ته اړتیا وي، هغه وویل اداره یې په دې اړه په کانګرس کې د پخلاینې او د بودیجې له ځانګړي کوونکو سره کار کوي.
د ګوانتانامو بې زندان په 2002م کې د امریکې د هغه وخت د صدر جارج ډبلیو بوش په امر د 2001l کال د یوولسم ستمبر له بریدونو وروسته د بهرنیو مشکوکو وسلوالو د نیولو لپاره جوړ شو. دا مهال په دې زندان کې یواځې 15 بندیان پاته دي.
تر ټرمپ مخکې دوو ډیموکرېټیک ولسمشرانو بارک اوباما او جو بایډن هڅه وکړه چې د ګوانتانامو زندان بند کړي، خو یواځې یې د بندیانو د شمېر کمولو توان درلود، مګر ټرمپ ژمنه کړې چې دا زندان به خلاص وساتي.
د کیوبا صدر میګویل ډیاز کېنیل د ټرمپ پلان "د وحشت عمل" بللی دی او پر خپل ایکس یې په یو پوسټ کې لیکلي، د امریکا نوي حکومت "د کیوبا په غیرقانوني قبضه شوې خاوره کې د ګوانتانامو په سمندري اډه کې د زرګونو مهاجرینو د بندولو اعلان کوي چې په زوره یې شړلي دي".
د کډوالو د حقونو ډلو د ګوانتانامو د کډوالو مرکز د بندېدو غوښتنه کړې او له کانګرسه یې غوښتي چې په دې مرکز کې له کډوالو سره د هغه ناوړه چلند پلټنې دې وکړي چې دعوه یې کېږي.
د امریکا چارواکي اوس هره ورځ په سلګونو بې اسناده کډوال نیسي او بیرته یې خپلو هیوادونو ته لېږي، په دې اقدام سره د صدر ډانلډ ټرمپ هغه ژمنه عملي کوي چې د صدارتي کمپېن په وخت کې یې ویلي، هغه کډوال به ټول وباسي چې په غیرقانوني توګه امریکې ته داخل شوي دي.
د امریکې د صدر مرستیال جې ډي وېنس د یکشنبې- اتوار په ورځ د سي بي ایس نیوز په "فېس دي نېشن" خپرونه کې وویل، "موږ به د کډوالۍ [ایمیګرېشن] د قوانینو په عملي کولو پیل کوو."
د امریکې د ایمیګرېشن او کسټمز د عملي کولو د ادارې (ای سي اي) او سپینې ماڼۍ د شمېرو له مخې، د ټرمپ د نوې ادارې په لومړیو ورځو کې تر 1,000 زیات کډوال نیول شوي او په سلګونو تېره اوونۍ د ګواټیمالا په ګډون نورو هیوادونو ته راستانه کړی شوي دي.
یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.
Forum