لاس رسیدونکی لینک

 
د ټرمپ حکومت ځینو غېرقانوني کډوالو دپاره د وفاقي حکومت مراعات ختم کړل
تازه خبر

د ټرمپ حکومت ځینو غېرقانوني کډوالو دپاره د وفاقي حکومت مراعات ختم کړل


د فېبرورۍ د ۱۰ نېټې په دې تصویر کې ټرمپ دستخط کړی صدارتي امر یا اېګزېکېټیو ارډر ښيي
د فېبرورۍ د ۱۰ نېټې په دې تصویر کې ټرمپ دستخط کړی صدارتي امر یا اېګزېکېټیو ارډر ښيي

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ یو امر لاس لیک کړی چې ترمخه يې په هېواد کې غېر قانوني غېر ملکیان د وفاقی حکومت د فلاحي مرستو نه استفاده نه شي کولی. دا خبره وایټ هاوس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وکړه چې په امریکا کې د غېرقانوني بهرنیانو خلاف د ټرمپ د حکومت وروستی ګام دی.

وایټ هاوس وویل په صدارتي امر کې ویل شوي چې د غېرقانوني بهرنیانو دپاره دې د ټېکس ادا کوونکو په پېسو چلېدونکي د مراعاتو په پروګرامونه دې په سمدستي ډول ختم کړی شي.

وایټ هاوس دا نه ده واضحه کړې چې د صدارتي امر هدف کوم پروګرامونه دي خو په امریکا کې په غېرقانوني توګه موجود بهرنیان په عمومي توګه د بېړني طبي امداد نه علاوه نورو مراعاتو دپاره اهلیت نه لري او د ۱۹۸۲ د سپریم کورټ د فېصلې ترمخه ماشومان په سرکاري سکولونو کې تر ۱۲ پورې تعلیم ترلاسه کولی شي که په امریکا کې په قانوني او که په غېر قانوني توګه موجود وي.

په صدارتي امر کې ویل شوي چې په ۱۹۹۶ کې په فلاحي پروګرامونو کې د اصلاحاتو وروسته په امریکا کې په غېرقانوني توګه موجود خلک د حکومتي مرستې نه استفاده نه شي کولی خو دا قانون کمزوری کړی شوی دی. صدارتي امر وویل په تېرو څلورو کلونو کې په خصوصي توګه تېر حکومت د دې قانون د اهدافو پښې وهلي چې په نتیجه کې د ټېکس ادا کوونکو په اخراجاتو کې لویه اضافه شوې ده.

د ټرمپ د صدارتي امر د الفاظو هدف پخوانی صدر جوبایډن و چې په حکومت کې يې د پرول اتارټي یا غېر ملکیانو ته په عارضي توګه په امریکا کې د پاتې کېدو اجازت ورکړی کېدو. د دې اجازت نامې دلاندې تر ۹۰۰۰۰۰ پورې کډوالو ته د مېکسیکو دلارې او تر ۵۰۰۰۰۰ پورې د کیوبا، هېټي، نېکاراګوا او وېنزوېلا شهریانو ته په امریکا کې د پاتې کېدو اجازت ورکړی شوی و. ټرمپ په سمدستي ډول دواړه پروګرامونه وتړل.

بایډن د افغانستان او د یوکرېن تر ۳۰۰۰۰۰ پورې کسانو ته پرول یا په امریکا کې په عارضي ډول د پاتې کېدو اجازت ورکړی دی. هغو کسانو ته چې لږ تر لږه د یو کال دپاره پرول ورکړی شي نو هغه اهلیت لروونکي غېر شهریان ګڼل کېږي او پينځه کاله وروسته د امدن په بنیاد مراعاتو دپاره اهلیت ولري چې مېډي کېډ او د ماشومانو د صحت د بيمې پروګرام شامل دی.

ځینو ریاستونو د مراعاتو دپاره د پینځو کلونو د انتظار دغه وخت راکم کړی دی. د ټرمپ په صدارتي امر کې ټولو حکومتي ادارو ته امر شوی چې په مراعاتو هغه اخراجات په نښخه کړي چې د ۱۹۹۶ د فلاحي قانون مطابق نه دي.

صدارتي امر دا هم یقیني کول غواړي چې ریاستي او مقامي حکومتونه د وفاقي حکومت مالي وسایل په داسې تګلارو نه خرچ کوي چې د غېرقانوني مهاجرت او یا غېرقانوني کډوالو ته د پناه ورکولو حوصله افزايي کوي.

ټرمپ د صدارت په وړمبۍ ورځ په خپل دفتر کې د اېميګرېشن یا د مهاجرت په اړه ۱۰ اېګزېکېټیو ارډرز یا صدارتي حکمونه دستخط کړي وو. په دې کې دا حکم هم وو چې د غېرقانوني کډوالو ماشومان به امریکا کې په پېدا کېدو د شهریت حق نه لري خو دا امر عدالت په عارضي ډول ځنډولی دی. مخالفین دا امر د ایین د څلورمې مادې خلاف بلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG