د پاکستاني طالبانو [تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي] مشر وايي د ايي اېس ايي د پخواني مشر او د پېښور کور کمانډر جنرل فېض حميد په مشرۍ کې د حکومت سره مذاکرات دوام لري خو په دغو خبرو کې تراوسه کوم خاص پرمختګ نه دی شوی .
د ټي ټي پي د مشر ابو منصور عاصم چې په نور ولي مسید پېژندل کيږی تازه مرکه يې مخې ته راغلې چې پکې هغه د پاکستان د حکومت سره د خبرو په اړه وايي، د دوی مهمه غوښتنه د فاټا انضمام بيرته اخستل دي او دوی د دغه غوښتنې څخه نه شي په شا کېدی.
هغه وايي دا مذاکرات په افغانستان کې د واکمنو طالبانو په سهولت کارۍ کې نه بلکې د طالبانو په مينځګړيتوب کې کيږي، تراوسه پکې کوم پرمختګ نه دی خو که پاکستان د سنجيدګۍ مظاهره وکړي د پرمختګ تمه کېدی شي.
هغه ويلي ځيني کسان يې خوشي کړی شوي خو د ملګرو پرضد يې چاپې وهل کيږي او دا عمل مذاکرات اغېزمنولی شي.
د ټي ټي پي مشر ويلي هغه غوښتنې چې د دوی تحریک حيثيت اغېزمنوي هغه ورته بيخي د منلو وړ نه دي، او زیاته کړې يې ده که مذاکرات ناکامه کیږي دوی به خپل وسله وال عمليات جاري ساتي.
د ټي ټي پي د مشر تازه ويډیو د مطبوعاتو سره په داسې حال کې شريکه کړی شوې چې په وروستيو کې د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي لخوا د يو بل ضد مخالفه بيانونه هم مخې ته راغلي دي.
څيړونکی او خبريال حقنواز خان وايي، د ټي ټي پي مشر ابومنصور په تازه خبرو کې خپلې غوښتنې په ښکاره ډول وړاندې کړي، او عموما په مذاکراتو کې اول داسې سختې خبرې کيږي او بيا وروسته دا خبرې نرميږي او حل طرفته ته ځي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، د هغه په نظر په دې خبرو کې چې افغان طالبان مينځګړيتوب کوي، که چرته دا مذاکرات ناکاميږي نو دا به د افغان طالبانو دپاره هم يو مشکل وخت وي.
حقنواز خان وايي، د هغه په نظر کوشش به کيږي چې دا خبرې کامیابې شي، خو مشکلات شته او دا خبرې دومره اسانې نه دي دا به وخت اخلي. هغه زیاته کړه د پخوا په نسبت حالات بدل دي، او افغان طالبان هم خواهش لري چې دا مسله د خبرو د لارې هواره شي.
خبريال احسان ټيپو وايي، د ټي ټي پي د مشر د خبرو نه مالوميږي چې مذاکرات روان دي او په دې کې خوندوره خبره د افغان طالبانو مينځګړيتوب دی، او ښکاري چې دا مرکه د کورنيو چارو د وزیر رانا ثنالله په ځواب کې شوې ده نو ټي ټي پي د پاکستان په مقابله کې روانه ده.
د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو د زده کړو د څانګې مشر پروفېسر استاز عبدالشکور وايي، د هغه په نظر د ټي ټي پي د مشر د خبرو نه داسې معلوميږي چې دا خبرې سم لوري ته نه دي روانې، خو که دا مذاکرات کاميابيږي نو ډېرې مسلې به حل شي، خو هغه نه ګڼي چې عملا به داسې وشي.
هغه وويل، د دې حده پورې دا خبره سمه ده چې د نور کله په نسبت ځل له مذاکرات بدل ښکاري، خو نوموړی زیاتوي که دا مذاکرات ناکامه کيږي او د افغان طالبانو لخوا په ټي ټي پي فشار زیاتيږي نو په دغه منطقه کې داعش هم شتون لري او که ټي ټي پي بيا د داعش سره ملګرتيا کوي نو دا به بيا ډېر خطرناک وي.
خبريال رفعت اورکزي وايي، د ټي ټي پي مشر او د پاکستان حکومت د فاټا د حيثيت په خبره دواړه کلک ولاړ دي، نو يوه خو دغه مهمه مسله ده، او دا نورې مسلې هم لري.
هغه وويل د دواړو فريقېنو لخوا سختې غوښتنې مخې ته راغلي خو که دوی د خبرو کولو فېصله کړي وي نو بيا به دواړوه فريقه په خپلو غوښتنو کې نرمي کوي او که دوی نرمي نه کوي نو بيا د دې مذاکراتو کاميابېدل ګران دي.
د ټي ټي پي د مشر تازه ويډیوي بيان په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزير رانا ثنا الله په وروستيو کې ویلي، د ملي امنيتي کمېټۍ په غونډه کې د تحريک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] سره د خبرو په اړه جامع بحث شوی او په هر اړخ پرې خبرې شوي دي، خو نه به پوځ د قبايلي سيمې څخه ويستل کيږي، نه به قبايلي سيمه بيرته د فاټا حیثيت ته بوتلل کيږي او چا ته به د وسلې اجازه هم نه ورکول کيږي.
د پاکستان يو شخصي ټيلي ويژن سره په خبرو کې نوموړي ويلي وو، د پوځ د قبايلي سيمې نه په بيرته ستنولو خبره نه ده شوې، نه د ايين پاکستان نه لرې په کومه غوښتنه به خبره کیږي او نه به فاټا بيرته بحالولی شي، او د نيول شوو کسانو قضيو ته به کتل کيږي، او که څوک بيرته راځي نو وسله به ږدي او راځي به او د قانون لاندې به ژوند کوي.
په درېم جون د ملاکنډ او قبايلي ضلعو د 50 پورې مشران کابل ته د ټي ټي پي سره خبرو دپاره تللي وو او دغو مشرانو ويلي وو چې ټي ټي پي ورته د نورو غوښتنو سره مهممه غوښتنه د فاټا زوړ حيثيت په ځای کول ویلي وو، او دوی ورته بيا د نورو خبرو دپاره د وخت ورکولو ويلي وو.
د پاکستان حکومت له دې وړاندې منلې چې د ټي ټي پي سره د تير اکتوبر په میاشت کې د خبرو دا لړۍ پېل شوې وه، په هغو ورځو کې ټي ټي پي د يوې میاشتې ډز بندي کړې او بيا د دغه ډز بندۍ وروسته په امنيتي ځواکونو بريدونه هم سېوا شوي وو.
خو په وړوکي اختر کې بيا ډز بندي شوې کومه چې تراوسه پورې روانه ده، خو په دې مينځ کې هم د بدامنۍ پېښې رامنځته کيږي او د پاکستان پوځ د ترهګرو پرضد وخت په وخت د عملياتو دعوې هم کوي.