لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: د ترهګرۍ ضد ځواک وایي خضدار کې یې په عملیاتو کې "دوه ترهګر" وژلي


د ترهګرۍ ضد محکمې ځواکونو (سي ټي ډي) دعوه کړې چې د ناکراره صوبې بلوچستان په خضدار سیمه کې یې د ترهګرو په ضد عملیات کړي چې پکې دوه وسله وال وژل شوي.

د سي ټي ډي ویاند پخپل یو بیان کې ویلي چې دا عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس د جمعې په ورځ په سیمه کې شوي اؤ وایي په دغه مهال د ترهګرو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ نښته هم شوې ده.

د ویاند د دعوې له مخې په نښته کې د وژل شوؤ ترهګرو له ولکې څخه وسلې، چاودیدونکي مواد، لاسي بم اؤ نور مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د سي ټي ډي په بیان کې د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو مخې ته نه ده راوړل شوې.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو لړۍ زیاته چټک شوې چې دې بریدونو کې زیاتره امنیتي ځواکونه په نخښه کړل کیږي خو امنیتي ځواکونه هم وخت ناوخته د استخباراتي معلوماتو په اساس عملیاتو کې د ترهګرو د وژلو دعوې کوي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اينډ سيکيورټي سټډيز د رپورټ ترمخه تېره د اکتوبر په مياشت کې د پاکستان دننه ترهګریزو بریدونو کې 198 کسان وژل شوي چې پکې 98 ترهګر ، 62 امنيتي چارواکي او 38 عام وګړي وو.

د پکس رپورټ وایي د اکتوبر میاشت کې په مجموعي حملو کې 87 فيصدي په خيبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 117 کسان وژل شوي اؤ همدا شان په بلوچستان کې بیا په دې میاشت کې په 24 بريدونو کې 56 کسان وژل شوي دي.

د رپورټ له مخې په پنجاب صوبه کې په 6 پېښو کې 19 کسان وژل شوي چې ټول ترهګر وو.

د پاکستان د پوځ د ویاندې ادارې آي ایس پي ار هم تر دې وړاندې دعوه کړې وه چې سږکال پوځ په ګرد هیواد کې د ترهه ګرو په ضد دیارلسو زرو نه زیات واړه اؤ غټ عملیات کړې دي اؤ په دې کې 239 ترهه ګر وژل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG