د پاکستان د پښتونخوا اؤ سیند صوبو څخه د پولیو دوه نورې پېښې مخې ته راغلې دي چې دې سره پاکستان کې د روان کال په مهال د پولیو د رامنځته شوؤ پېښو شمېره 48 ته رسېدلې ده.
په اسلام اباد کې د صحت د قامي ادارې د پولیو د مخنیوي ریجنل ریفرنس لیبارټرۍ سرچینو ویلي په خېبر پښتونخوا کې د پولیو تازه پېښه له ډيره اسماعیل خان اؤ په سیند صوبه کې له ګوټکي څخه ریکارډ شوې ده.
تر دې وړاندې هم د روانې میاشتې په پیل کې د ډيره اسماعیل خان څخه د پولیو یوه پېښه مخې ته راغلې وه اؤ ددې تازه پېښې د تصدیق سره سږکال ډيره اسماعیل خان نه د پولیو مخې ته د راغلو پېښو شمېره دریوؤ ته رسېدلې ده.
پاکستان کې د روان کال په اوږدو کې د پولیو وایرس خوریدو کچه په چټکتیا سره په بره تللې ده اؤ د پولیو تر ټولو زیاتې 23 پېښې په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلې دي.
همدا شان په په خېبر پښتونخوا کې 10، په سیند صوبه کې 13،په اسلام باد اؤ پنجاب صوبه کې یوه، یوه د پولیو پېښه ریکارډ شوې ده.
په پاکستان کې د پوليو ناروغۍ په ضد د تيرو ديرشو کلونو راهيسې مبارزه روانه ده خو پاکستان لا تر اوسه د دې ناوړه وايرس په ختمولو کې نه دی بريالی شوی.
پاکستان کې د 28م نومبر څخه د اکتوبر تر دريمې نيټې پورې د ټول هيواد په کچه د پوليو ضد څاڅکو ورکولو مهم سرته رسېدلی او دغه کمپاين کې د خيبر پښتونخوا اورکزئ ، کوهاټ او شمالي وزیرستان کې په پوليو ټيمونو یو شمیر بريدونه شوي دي.
څيړونکی وايي وړاندې نه ترهګرۍ ځپلې صوبه خېبر پښتونخوا کې نه يواځې په پوليو ډلو بريدونه بلکې د ځينې خلکو لخوا په حکومت او په ویکسینو بې باورې هم د پولیو د مخنیوي مخې ته لوي خنډ دی .
پاکستان کې د پوليو مخنيوي چارواکي وايي د هيواد 76 ضلعي په پولیو وايرسو ککړې شوي دي .
د صحت نړیوالې ادارې (ډبلیو ایچ او ) پاکستان کې د پوليو د پېښو په زیاتېدو ژوره اندېښنه ښودلې او خبرداری یې ورکړی چې له پاکستان څخه پوليو وايرس نورو هېوادونو ته د انتقالېدو فوري خطر شته.
په پاکستان کې 1994 کال راهیسې د پوليو مخنيوي پروګرام روان دی، او دعوه کوي چې د دې پروګرام له امله په هېواد کې د پوليو پېښو کچه 99 سلنه کمه شوې. خو بيا هم، له افغانستان وروسته پاکستان په نړۍ کې يوازينی هغه هېواد دی چې لا هم پکې د پوليو پېښې په دوامداره توګه رپورټ کیږي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي سیمو کې اوس هم ځای پځای د پولیو وېکسین نه انکار موجود دی، او دې خبرې د پولیو ضد هڅې زیانمنې کړې دي.
د سرحدي کرښې دواړو غاړو ته تندلاري د وېکسین په ضد هلې ځلې کوي او د وېکسین په کارمندانو او د هغو په محافظانو یې د تشدد نه ډکی حملې کړې دي چې پکې په سلګونو پولیس اؤ د پولیو د مخنیوي فعالان وژل شوي دي.
Forum