لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانيي شهزاده هېري او د امریکنۍ اداکارې مېگن مارکیل د واده تیاری


د برطانيي شهزاده هېري او د امریکنۍ ټیلې وژن اداکارې مېگن مارکیل واده د دې هفتې په اخېره کې د انگلینډ په ونډسر ښار کې کېدونکی دی
د برطانيي شهزاده هېري او د امریکنۍ ټیلې وژن اداکارې مېگن مارکیل واده د دې هفتې په اخېره کې د انگلینډ په ونډسر ښار کې کېدونکی دی

د برطانيي شهزاده هېري او د امریکنۍ ټیلې وژن اداکارې مېگن مارکیل واده د دې هفتې په اخېره کې د انگلینډ په ونډسر ښار کې کېدونکی دی. واده به د تیرو څو کلونو راهسې د دواړو د شاهي رومان انجام وي چې قیصې یې د ډیر وخت راهسې په مطبوعاتو کې شائع کیږي.

مېگن مارکیل په نړۍ کې د ټېلي ویژن د اداکارۍ د ستوري او فعالې کارمندې په هیڅ شهرت پېدا کړی دی. د واده ورسته به د شهزادگۍ درجه هم ترلاسه کړي. د برطانیې د شاهي خاندان ماهر رېچرډ فیټز ولېمز وايي ""مېگن یو چې د سپین پلار او په پوستکي تورې مور نه پیدا امریکنۍ ده او وړاندې یې یو طلاق شوې فلمي هنر منده پاتې شوې ده. دا هاغه خبرې دې چې له کبله به یې څه موده وړاندې د دې د شاهي خاندان یو زوړ تن سره هم واده نه و شوی. خو اوس دې ته په مثبت ډول هرکلې شوېدی".

د برطانیې شاهي خاندان چې اوس هم ورته په گرده نړۍ کې خلق په درنه سترگه گوري د دې هرکلی کړی دی او ویلي یې دي د میرمن مارکیل د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه د هغې د خاوند د خیراتي کارونو سره سمی خوري.

رېچرډ فټزولیم وايي، "په روانډا، هندوستان او تر دې چې ملگري ملتونو کښې هم دې په ټولنه کښې د ښځو پیاوړه مقام لپاره تل عمري کار کړېدی. دا به اوس د نوي کچې رول لوبوي او په لوړه کچه به خپل غږ پورته کوي".

خو بیا ځیني کسان لکه د "برټش مونارکسټ سوسائیټي" تهامس مېس ارچر وايي دا مبارزه حد لري. تهامس گڼي د مېگن مارکیل دا فطرت چې په ډهاگه هرڅه وايي کیدلې شي چې په شاهي خاندان ښه ونه لگي، ځکه چې د برطانیی شاهي خاندان کښې اوس هم سیاست ته په درنه سترگه نه کتل کیږي.

"شاهي خاندان هرڅه په چپه خوله کوي او هم دغه دوي نه زمونږ طمع هم ده. دا به مېگن ته ډیره گرانه وي چې خپله مبارضه قابو کښې وساتي. شاهي خاندان ته د هغې دې سفر کې مونږ وړاندې نه د هغې تیندکونه لیدلي".

په کال ٢٠١٦ کې یو بل سره یوځای شوي دې جوړې په تیر نومبر کښې د واده اعلان وکړو.

د برطانیې د اولس لپاره د شاهزاده هېري واده د خوشحالۍ زیری دی. د شاهي خاندان تاریخ دا ریچرډ فټز ولیم وايي، "دا د شاهي خاندان وران ماشوم و او اوس د خلقو د سوچ نه زیات ستر شوې".

په پیرس فرانس کښې د شهزادگی ډایانه په گاډي کښې مرگ که یو خواه د برطانیې اولس اولړزو نو بل لوري ته یې دوه ماشومان د مور د مینې نه محرومه کړل. په وروستي وختونو کښې شهزاده هېري د هغې د جنازې په وخت د خپلې سختې ذکر هم کړې و.

تاریخ دان ریچرډ فټز ولیم وايي " دغه یو عجیبه وخت و.بیشکه دغه وخت سخت و. پوځ د هغو ډیره رهنمايي وکړه او بیا هغو خیراتي چارو ته لاس واچو".

په افغانستان کښې وخت تیرول او گرده نړۍ کښې خیراتي کارونه هاغه خبرې وې چې شهزاده هېري پکښې دلچسپي لرله. هېري هم دغه خېراتي چارو په ترڅ کښې په جنگ کښې کنډم شوې پوځیانو لپاره د "انوکټس گېمز" په نوم لوبې اعلان کړې.
د شهزاده هیري او مېگن مرکیل په تعلق کښې یو شمیر خبرو باندې مفاهمت هم شوې. تهامس مېس ارچر وايي مېگن په هېري ډیر قدغنونه ایښودلي.

" هغې د کیلي فورنی په طرز ژوند برطانیې ته راوړی دی. هغې په شهزاده هېري خپل وزن کمول شورو کړي. خوراک یې پې کم کړېدې او غواړي چې دې کمه غوښه اوخوري. د برطانیې داسې کوم اوسېدونکې به وي چې غوښه به یې نه وي خوخه".

دا شاهي وران ماشوم یوې امریکنی ستوري قابو کړیدې. په ملینه خلک به د دوي واده گوري او تر ډېرې مودې به دا یاد وساتي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG