لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه وایي په یوه لسیزه کې په ټوله نړۍ کې د ماشومانو سکولونو ته د لېږلو کچه یوازې یو فیصدي لوړه شوې ده


File Photo
File Photo

د ملګرو ملتونو تعلیمي،ساینسي،اؤ کلتوري ادارې یونیسکو ویلي په تېرو لسو کالو کې د هغو ماشومانو شمیره کې صرف یو فیصدي کمی راغلی چې له سکولونو بهر دي.

یونیسکو پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي چې د نړیوالو وعدو باوجود په نړۍ کې له 25 کروړو څخه زیات ماشومان اؤ زلموټي د سکولونو له تعلیم بې برخې دي.

په پاکستان کې تعلیمي څېړنې ښیي چې ددې هیواد دننه شاوخوا 2 کروړه (20 میلیونه) ماشومان له سکولونو بهر دي، چې دا د نړۍ په کچه یو له لوړو شمېرو څخه ده.

د ملګرو ملتونو د ادارې "ګلوبل ایجوکیشن رپورټ 2024" کې ویل شوي چې د کال 2015م راهسې د کال 2022م په منځومانه کې په نړیواله کچه سرکاري تعلیمي لګښتونو کې د جي ډي پي د 0.4 فیصدي پواینټونو کمی رامنځته شوی دی.

رپورټ وایي چې د پینځوؤ کالو په عمر د ماشومانو سکولونو کې د داخلولو کچه په تېره یوه لیسزه کې په 75 فیصدي ولاړه ده اؤ په نړیوال کچ 25 کروړه اؤ 10 لکه ماشومان اؤ ځلمي له سکولونو بهر دي چې دا له کال 2011 راپدیخوا یوازې یو فیصدي کموالی ښیي.

رپورټ ښیي چې کوم ماشومان په نړۍ کې له سکولونو بهر دي هغې کې 12 کروړه اؤ 90 لکه هلکان اؤ 12 کروړه اؤ 20 لکه جینکۍ شامل دي.
لاکھ لڑکیاں شامل ہیں۔

د رپورټ له مخې په مجموعي سرکاري لګښتونو کې د تعلیم برخه 0.6 فیصدي پواینټونه راکمه شوې چې په کال 2011م کې له 13.2 فیصدي څخه راټيټه شوې اؤ په کال 2022م کې 12.6 فیصدي باندې ودردېدلې ده۔

رپورټ کې ویل شوي چې د اب و هوا بدلون د بنیادي رغاوڼې یا ډهانچې اؤ نصاب لپاره چیلنج دی اؤ په نړیواله کچه په څلورو کې یو پرایمري سکول د څښلو پاک اوبو، صفایۍ اؤ روغتیایي اصولو ته لاس رسی نه لري.

رپورټ کې سپارښتنه شوې چې حکومتونه باید د سیوا شوې تودوخې اؤ قدرتي افتونو نه د سکولونو خوندي ساتلو لپاره لا نوره سرمایه ګزاري وکړي.

پاکستان کې د ماشومانو د زده کړو صورتحال:

په پاکستان کې د تعلیمي څیړنو له مخې شاوخوا 25 څخه تر 28 میلیونو پورې ماشومان سکولونو ته نه ځي.

دا شمیره د هغو ماشومانو د مجموعي شمېرې 44 فیصدي جوړیږي چې عمرونه یې د 5 څخه تر 16کلونو پورې دي.

په پېښور کې د تعلیمي چارو ماهر انوار الله خان وي او اې ډیوه ته وایي کوم ماشومان چې په پاکستان اؤ بیا په ځانګړي ډول خېبر پښتونخوا کې له سکولونو بهر دي هغې کې زیاتره په بیوزله کورنیو پورې تړاو لري .

نوموړی وایي زیات شمیر ماشومان د اقتصادي ستونزو او تعلیمي اسانتیاؤ د کمښت له کبله له زده کړو محروم پاتې شوي دي اؤ په خاصه توګه په کلیوالو سیمو کې د جنسیت له اړخه هم زیاتره نجونې د ټولنیزو او کلتوري ستونزو یا بندیزونو له امله له سکولونو بهر پاتې دي.

نوموړی وایي په پاکستان کې حکومت په دې وروستیو کې د تعلیمي بیړني حالت اعلان کړی دی خو د دې ستونزې د حل لپاره د پام وړ اقدامات لاهم پکار دي.

د نړیوالو ادارو او راپورونو په وینا، پاکستان په نړۍ کې د هغو هیوادونو په سر کې دی چې زیاتره ماشومان یې له تعلیمه بې برخې دي​.

پښتونخوا کې د سکولونو نه بهر 47 لکه ماشومان:

بیلا بیل څېړنیز اؤ مطبوعاتي رپورټونه ښیي چې په خېبر پښتونخوا کې د سکولونو څخه د بهر ماشومانو شمېر نزدې4.7 ميليونه دی.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم ډپټي سیکرټري شازیه عطا په دې وروستیو کې ډيوه سره خبرو کې ویلي، دوي غواړي چې ماشومانو ته یو خوندي چاپیریال ورکړي اؤ د هغې لپاره هڅې کوي.

د هغې په خبره"مونږه په داسې وضعیت کې یو چې د لاس رسي فرصتونه به په بشپړ ډول خپلو ماشومانو ته ورکوؤ. او داسې ماحول شته. بلکل مونږ دا منو چې زمونږ ماشومانو ته ایکسس (لاسرسي) کې ایشو ده. خو د هغې د پاره په ایکسس باندې محکمه ډیر زیات کار کوي. نو مونږه بلکل خوندي ماحول ماشومانو ته ورکوؤ او مونږ د هغې د پاره هر قدم اوچتوو".

د پښتونخوا د تعليم محکمي چارواکي وايي دا وخت په صوبه کې نژدي 4.7 میلينه ماشومان له سکولونو بهر دي د 5 او 16 کالو د عمر ترمنځه دا ماشومان 70فيصدي جينکۍ دي اؤ د دي مطلب دا دی چې په صوبه کې دا وخت دري ميلیونه جينکۍ سکولونو ته د سره ځي نه او په پخوانیو قبايلي سیمو کې په ځانګړي توګه 10 لکه یا یو میلیون جينکۍ د تعليم نه محرومه دي۔

د خېبر پښتونخوا په ډيرو قبايلي ضلعو کې د ترهه ګرۍ په پېښو کې ويجاړ شوي او په بمونو الوځول شوي د جينکو سکولونه لا هم حکومت بېرته نه دي جوړ کړي او شمالي او سويلي وزيرستان مومند، خيبر، اورکزو او باجوړ ضلعو کې اکثره جينکۍ په شخصي توګه پرانستل شوؤ سکولونو کې زدکړي کوي۔

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په چمن کې د سکولونو د زده کونکو تعلیمي میله ترسره شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG