لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو خبرداری: که طالبان په رسمیت وپېژندل شوو نو د ښځو د حقونو بحران به نور خراب شي


په کال 2021 کې په افغانستان د بیان واکمنېدو نه پس طالبانو د جینکو په تعلیم او ښځو په کار روزګار پابندۍ لګولي دي. جینکۍ د شپږم ټولګي نه پورته تعلیم نه منع کړی شوي دي
په کال 2021 کې په افغانستان د بیان واکمنېدو نه پس طالبانو د جینکو په تعلیم او ښځو په کار روزګار پابندۍ لګولي دي. جینکۍ د شپږم ټولګي نه پورته تعلیم نه منع کړی شوي دي

د ملګرو ملتونو یوه څېړنه چې معلومات يې د جمعې په ورځ څرګند کړی شوي دي ښيي چې د افغانستان 67 فیصد ښځې دا ویره لري چې که چېرې د طالبانو حکومت په رسمیت و پېژندل شو نو د مېرمنو د حقونو بحران به نور هم خراب شي.

د ملګرو ملتونو دغه رپورټ په داسې حال کې مخې ته راغلی چې د افغانستان دپاره د یو شمېر ملکونو خصوصي استازي او د سیمه ایزو تنظیمونو چارواکي د ملګرو ملتونو په انتظام په یوه غونډه کې په دوحه، قطر، کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ غونډه کوي چې طالبانو سره د ښکیلتیا په دریځ غور وکړي.

طالبانو بلنه ته ورکړی شوې خو په دوه ورځنۍ غونډه کې شرکت یې دې سره مشروط ګری چې د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس دې ناستې د طالبانو هرکلی د افغانستان د رسمي استازو په څېر وکړي. ګوټېرېس به د غونډې کوربتوب کوي.

طالبانو د پېژندل کېدو په اړه د افغان مېرمنو د رایو رپورټ د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې یو اېن وېمېن، انټرنېشنل ارګنایزېشن فار مایګرېشن او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي دفتر یوناما په شریکه تیار کړی.

رپورټ وايي طالبانو په سمیت د پېژندل کېدو په امکان د پوښتنې په جواب کې افغان مېرمنو د ویرې او تشویش اظهار وکړو.

د رپورټ ترمخه په موجوده حالاتو کې په د طالبانو حکمت منل کېدل به د ښځو د حقونو بحران نور زیات کړي او طالبان به په ښځو او جینکو موجوده قدغنونه نور قوي او پراخه کړي.

د رپورټ د موندنو بنیاد هغه مرکې دي چې د ملګرو ملتونو مختلفو څانګې د جنورۍ د 27 نېټې نه د فېبرورۍ د اتمې نېټې پورې د افغانستان په 34 ولایتونو کې ښځو سره د انټرنېټ دلارې او مخامخ په مخامخ کړي دي.

په کال 2021 کې په افغانستان د بیان واکمنېدو نه پس طالبانو د جینکو په تعلیم او ښځو په کار روزګار پابندۍ لګولي دي. جینکۍ د شپږم ټولګي نه پورته تعلیم نه منع کړی شوي دي. په ښځو د طالبانو بندیزونه یو بنیادي سبب ګڼل کېږي چې نړیوالې ټولې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ملګرو ملتونو رپورټ وايي افغان مېرمنو د نړیوالې ټولنې نه غوښتنه کړې چې ترڅو طالبان په ښځو بندیزونه لېرې نه کړي پکار نه ده چې حکومت یې وپېژندل شي. افغان ښځو دا خبرداری هم کړی چې د طالبانو د تېر وختونو دریځ ښيي چې د موجوده حالاتو ښه کولو اعتماد پې نه شي کېدلی.

د ملګرو ملتونو په څېړنه کې برخه اخیستونکو افغان مېرمنو وویل ښځو د حقونو صورتحال بهتر کولو دپاره نړۍ سره غوره لار دا ده چې افغانستان سره نړیوال امداد ښځو دپاره حالات د ښه کولو سره وتړل شي او ښځو دپاره موقعې برابرې کړی شي چې نېغ په نېغه طالبانو سره خبرې وکړي.

طالبان ښځو د حقونو په اړه نړیوال تشویش ردوي، ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي او وايي ښځو د تعلیم او کار روزګار دپاره به د اسلام او افغان دود دستور سره سم حالات برابروي.

د انساني حقونو نړیوال تنظیم اېمنېسټي انټرنېشنل د جمعې په ورځ په یو بیان کې وویل په افغانستان کې په تېرو څو میاشتو کې په ښځو او جینکو امتیازي قدغنونه او د سماجي ژوند نه ښځو د لرې کولو کوښښونه زیات شوي دي.

ادارې وویل د دوحه غونډې ګډون وال دې په طالبانو ټینګار وکړي چې په ښځو پابندۍ ختمې کړي او هغه کسان ازاد کړي چې طالبانو په "غېرقانوني" ډول نیولي دي.

اېمنېسټي انټرنېشنل او نهو نورو تنظیمونو تېره هفته ګوټېرېس ته په خط کې غوښتنه وکړه چې د دوحه په غونډه کې دې د افغانستان د شهري حقونو فعالانو او د انساني حقونو ښځینه فعالانو ګډون یقیني کړي او د غونډې د بحث مرکزي ټکی دې د ښځو حقونه وي.

د افغانستان لپاره د امریکې مخکینی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد چې طالبانو سره د امریکې د سولې په معاهده کې يې اهم کردار ادا کړي، ویلي طالبانو په دوحه کې له امریکا سره د خپلو ژمنو خلاف د افغانو نجونو او ښځو پر تعلیم او کار بندیز ولګولو. هغه دا هم ویلي کې د افغانستان پخواني صدر اشرف غني له کابله نه و وتلی طالبان به کابل ته نه وو ننوتلي او حکومت به په جمهوري طریقه سپارل شوی وو.

د امریکا حکومت، طالبانو او اشرف غني تر اوسه د خلیلزاد تازه څرګندونو ته څه جواب نه دی ویلی.

زلمي خلیلزاد د فرورۍ پر 15مه د دوحې تړون تر څلورمې کلیزې دوې اوونۍ وړاندې د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ غونډې ته حاضر شو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG