لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او برطانيه وايي ایران روس ته په یوکرېن کې د استعمال دپاره مېزایل ورکوي


Sekrete d Eta Antony Blinken (a dwat) pandan yon konferans pou lapres ak Sekrete Afe Etranje Britanik David Lammy nan Lond, 10 Sept. 2024.
Sekrete d Eta Antony Blinken (a dwat) pandan yon konferans pou lapres ak Sekrete Afe Etranje Britanik David Lammy nan Lond, 10 Sept. 2024.

امریکې او برطانيې د نهې- سه شنبې، په ورځ په رسمي توګه الزام ولګولو چې ایران روس ته په یوکرېن کې استعمال دپاره د نږدې فاصلې بېلېسټېک مېزایل ورکوي، دواړو ملکونو وویل داسې اقدامات به کوي چې ماسکو ته مېزایل په ورکولو کې ککړو خلکو ته سزا ورکړی شي.

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن برطانيې ته د سفر په مهال په لندن کې د برطانيي خارجه وزیر ډېوېډ لېمي ترڅنګ وېنا کې وویل د ایران په ضد د پابندیو اعلان به د نهې، سه شنبې، په ورځ وکړی شي.

بلېنکن وویل بېلېسټېک مېزایل روس ته رسېدلي دي او امکان دی چې په اینده هفتو کې به په یوکرېن کې د یوکرېنیانو خلاف استعمال کړی شي. هغه زیاته کړه چې روس ته د ایراني مزایلو رسد روسي ځواکونو ته دا صلاحیت ورکوي چې دغه وسله د جنګ د محاذ نه د لرې هدفونو په ضد استعمال کړي.

بلېنکن او لېمي به د شورو، چهارشنبې، په ورځ په شریکه د یوکرېن دوره کوي او د یوکرېن دفاع مضبوطولو په موضوع به د صدر ولادېمير زېلېنسکي او د نورو یوکرېني چارواکو سره خبرې کوي. روس کوښښ کوي چې د هېواد په کرسک سیمه کې د یوکرېن د پېش قدمۍ مخه ونېسي. یوکرېني ځواکونو په کرسک کې په سلګونو میله علاقه نیولې ده.

د امریکې صدر جوبایډن یوکرېن ته اجازت ورکړی دی چې د امریکې ورکړی شوي وسله په خپله دفاع کې په محدوده کچه علاقه کې د روس دننه استعمالولی شي. خو یوکرېن خپله وسله په روس کې دننه د هدفونو په ضد استعمالوي او د نهې، سه شنبې، په ورځ د یوکرېن په حملو کې د روس دننه د تر ماسکو پورې سیمې وویشتل شوې.

یوکرېن سره د ملاتړ د اظهار دپاره کییف ته د بلېنکن او لېمي د مشترکه سفر وروسته به د برطانيي وزیراعظم کېير سټارمرد جمعې په ورځ په وایټ هاوس کې د امریکې صدر جوبایډن سره ملاقات کوي چې په کې به د یوکرېن په مرسته هم خبرې کېږي.

روس ته د ایراني مېزایلو د انتقال په اړه خبرې د تېرې هفتې په اخېره کې مخې ته راغلې. د دې ترڅنګ داسې رپورټونه هم وویل د امریکې استخباراتي معلوماتو دې خبرې ته اشاره کوله چې روس ته د ایراني مېزایلو انتقال دوام لري.

لېمي روس ته د ایران د مزایل په ورکړی کېدو د تشویش اظهار وکړو او دا يې د تاوتریخوالي زیاتېدو وبلل.

ایران د دې خبرې تردید کړی چې روس ته په یوکرېن کې استمعال دپاره وسله ورکوي.

په متحده قومونو یا ملګرو ملتونو کې د ایران مېشن په یو وروستي بیان کې وویل ایران د یوکرېن په شخړه کې بوختو فريقېنو ته وسله ورکول غېر انساني کار ګڼي ځکه چې د دې له امله انساني تلفات زیاتېږي، بنیادي سهولتونه تباه کېږي او د جنګ بندۍ دپاره مذاکرات لرې کېږي.

د امریکې د استخباراتي ادارې سي ايي ای مشر وېلیم برنز چې د خالې، شنبې، په ورځ یې د برطانوي همکارانو په یو ځای وېنا کوله، د روس، چین، ایران او د شمالي کوریا زیاتېدونکي دفاعي تعلقات يې د تشویش وړ وبلل، او ویې وېل دا نه یوازې یوکرېن بلکې په منځني ختیځ کې د مغربي ملکونو اتحادیان هم د خطر سره مخامخ کوي.

وایټ هاوس وخت په وخت داسې استخباراتي معلومات شایع کړي چې ښایي شمالي کوریا په یوکرېن کې د استعمال دپاره روس ته ګوله بارود او مېزایلې ورکړې دي او تهران ماسکو ته حمله کوونکي ډرون ورکړي او روس سره يې د ډرون کارخانه په جوړولو کې مرسته کړې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG