لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي او چینايي چارواکو د نشیي توکي فېنټېنل د مخنیوي په موضوع خبرې وکړې


په بينجېنګ کې دوه ورځنۍ خبرې د نشۍ توکو د مخنیوي دپاره د دواړو ملکونو د ورکنګ ګروپ یا د کاري ډلې دا وړمبی ملاقات هم و
په بينجېنګ کې دوه ورځنۍ خبرې د نشۍ توکو د مخنیوي دپاره د دواړو ملکونو د ورکنګ ګروپ یا د کاري ډلې دا وړمبی ملاقات هم و

امریکې ته د فېنټېنل نومې نشۍ توکې د مخنیوي په موضوع امریکايي او چینايي چارواکو د نهې، سه شنبې، په ورځ په بېجينګ کې مذاکرات وکړل. دا خبرې د نړۍ د دواړو لویو اقتصادي قوتونو په لانجمنو تعلقاتو کې د همکارۍ څرګندونه هم کوي.

په بينجېنګ کې دوه ورځنۍ خبرې د نشۍ توکو د مخنیوي دپاره د دواړو ملکونو د ورکنګ ګروپ یا د کاري ډلې دا وړمبی ملاقات هم و.

په مذاکراتو کې زیاته توجه د افیمو په شان په کیمیاوي نشۍ توکي فېنټېنل وه چې په امریکا کې يې وبايي شکل اختیار کړی دی او د دې ځینې اجزا په چین کې جوړېږي.

د چین صدر شي جېن پېنګ د تېر کال د نومبر په میاشت کې د امریکې په سان فرانسېسکو ښار کې د صدر جویایډن سره ملاقات کې رضامند شوی و چې د نشۍ توکیو د سمګلېنګ په شمول به په ځینو برخو کې د امریکې سره همکاري بیا شروع کړي. د تجارت، ټېکنالوجۍ، تایوان او د انساني حقونو په شان په لویو مسلو د امریکې او چین په تعلقاتو کې د تاوتریخوالي په مهال د شي او بایډن ترمنځ مفاهمت یو ورکوټی ګام و.

امریکا غواړي چې چین د هغه کیمیاوي مادو په برامداتو قدغنونه ولګوي چې په مېکسیکو کې ترې فېنټېنل جوړ شي او بیا دغه فېنټېنل امریکې ته په غېر قانوني توګه یوړل شي.

د امریکايي چارواکو سره د ملاقات په اړه د چین د عامه امنیت وزیر وانګ ژاوهونګ وویل دواړو خواو ژورې او د عملي کېدو وړ خبرې وکړې.

د امریکايي پلاوي مشرې جېن ډېسکل چې په وایټ هاوس کې د قومي سلامتیا نایب مشیره هم ده، وویل بایډن یو لوړ رتبه پلاوی چین ته رالېږلی چې دا ښکاره کړي چې دا مسله د امریکايي ولس دپاره څومره اهمیت لري.

یو وخت و چې امریکې ته به د ټولو نه زیات فېنټېنل د چین نه وړلی شول خو په ۲۰۱۹ کې چین د دې د مخنیوي دپاره ګامونه واخیستل او په لویه پېمانه یې فېنټېنل ونیول. اوس امریکا غواړي چې چین د هغه خام مال په برامداتو هم بندیز ولګوي چې فېنټېنل ترې جوړېږي.

د ناروغو د مخنیوي امریکايي ادارې سېنټرز فار ډېزیز کنټرول اېنډ پريوېنشن ترمخه په کال ۲۰۲۲ کې د یو لک نه زیات امریکايان د نشۍ توکو د زیاتوالي له امله مړه شوي او د دریو څخه دوه کسان د فېنټېنل او یا د نورو کیمیاوي نشۍ توکو دلاسه مړه شوي دي.

په دوه اړخیزه تعلقاتو کې د تاوتریخوالي له امله چین د دې نه مخکې د نشۍ توکو په مخنیوي کې مرستې دپاره د امریکې خواستونه رد کړي وو او په جواب کې به يې وېل چې امریکا کې د خپل کور دننه مسله په کور حل کړي او په چین دې الزام نه پورې کوي.

د فېنټېنل په اړه د امریکې او چین همکاري پس له دې شروع شوه چې امریکې د چین د ساینس په یوې اداره پابندۍ ختمې کړي. د امریکې د تجارت وزارت په سېنکیانګ کې د انساني حقونو د مبینه خلاف ورزیو په سر لګولي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG