لاس رسیدونکی لینک

 
جج صدر ټرمپ ته د حکومتي کارکوونکو د برطرف کولو اجازت ورکړو
تازه خبر

جج صدر ټرمپ ته د حکومتي کارکوونکو د برطرف کولو اجازت ورکړو


د وفاقي حکومت د کارکوونکو په اړه د ټرمپ د تګلارې په ضد په واشنګټن کې مظاهرې هم شوي دي. په دې احتجاج کې یو تن نعره پورته کړې چې استعفا به نه ورکوي
د وفاقي حکومت د کارکوونکو په اړه د ټرمپ د تګلارې په ضد په واشنګټن کې مظاهرې هم شوي دي. په دې احتجاج کې یو تن نعره پورته کړې چې استعفا به نه ورکوي

د وفاقي عدالت یو جج د صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميي ته د وفاقي حکومت کارکوونکو د رېټایر یا په کور ته کښېنولو تګلاره د عملي کولو اجازت ورکړو، په داسې مهال چې ټرمپ د حکومت حجم کمول او فعالیت يې ښه کول غواړي خو د حکومتي کارکوونکو اتحادیې د حکومتي کارمندانو د برطرفۍ مخالفت کوي.

دا فېصله د ريپبلېکن پارټۍ صدر دپاره لاره خلاصولی شي چې خپله تګلاره په چټکتیا نافذ کړي خو د وفاقي حکومت کارکوونکي په بل عدالت کې د دې فېصلې خلاف خواست یا اپیل کولی شي.

د مېساچوسېټس ریاست په باسټن ښار کې د یواېس ډسټرک کورټ جج جورج ټول د شورو، چهارشنبې، په ورځ مخکنی امر تحلیل کړو چې ترمخه يې د صدر ټرمپ د حکومت په تګلاره عملدارمد ځنډول شوی و.

جج دغه امر د وفاقي حکومت د کارمندانو د هغه یونین یا د اتحاديي د خواست په جواب کې کړی و چې د ۸۰۰۰۰۰ نه زیاتو کارمندانو نمایندګي کوي.

جج په خپله فېصله کې وویل اتحاديي څه قانوني بنیاد نه لري چې د حکومت د تګلارې مخالفت وکړي.

د ټرمپ حکومت د وفاق د دوو مېلین نه زیاتو کارکوونکو ته د ريټایر کېدو یا کار نه د لاس په سر کېدو پېښ کش کړی چې ترمخه به يې کارکوونکي څو میاشت تنخا د اخیستلو وروسته د کار نه لرې شي. د امېرېکن فېډرېشن اف فېډرل ګوومنټ اېمپلوایز یا د وفاقي حکومت د کارکوونکو فېډرېشن او نورو تنظیمونو د حکومتي تجویز په ضد عدالت ته خواست کړی و او حکومتي وړاندیز يې غېر قانوني بللی و.

جج وویل د کارکوونکو اتحاديي په فورک نومې امر کې نېغ په نېغه مطلوبه شریکداري نه لري.

د وفاقي حکومت د کارمندانو د انتظام دفتر افس اف پرسنېل مېنېجمنټ د جنورۍ په ۲۸ نېټه فورک اېن د روډ یا په سړک د دوه لاري یا د چوک په عنوان پروګرام اعلان کړی و چې د وفاقي حکومت کارمندانو ته د استعفا ورکولو وړاندیز شوی و.

د وآیت هاوس د یو چارواکي ترمخه د تېرې هفتې د جمعې د ورځ پورې د وفاقي حکومت ۶۵۰۰۰ کارمندانو دغه پېشکش قبول کړی دی.

وایټ هاوس په دې اړه روېټرز خبري ادارې ته په سمدسټي ډول څه دریځ نه دی ښکاره کړی.

د امېرېکن فېډرېش اف فېډرل ګوومنټ اېمپلوایز، ای اېف چي ايي، صدر اېورېټ کېلي فېصله یوه ضربه وبلله. هغه وویل اهمه خبره دا ده چې د عدالت په فېصله کې د حکومتي امر دلاندې د غېرقانونیت په اړه څه نه دي ويل شوي.

د کارکوونکو اتحاديي په خپله مقدمه کې ویلي وو چې حکومتي امر غېرقانوني دی او او پي اېم د دې د نافذ کولو اختیار نه لري.

ټرمپ د صدارت په دویمه دوره کې ارب پتي سرمایه دار ایلان مسک خصوصي حکومتي کارکوونکی او د ډپارټمنټ او ګوومنټ افيشېنسي یا ډوژ نومې انتظام مشر يې ګمارلی دی. ډوژ ته اختیار ورکړی شوی چې د وفاقي حکومت اخراجات راکم کړي چې په کې په ممکنه توګه په زرګونو کارکوونکي برطرف کېدلی شي.

د نهې، سه شنبې، په ورځ ټرمپ یو امر دستخط کړو چې ترمخه يې د حکومتي کامندانو تعداد د کمولو په لړ کې د مسک په اختیاراتو کې اضافه وکړی شوه.

د ډېموکرېټېک پارټي غړي او د حکومت ځېني نور مخالفین په مسک الزام لګوي چې په غېرمناسب توګه يې د حکومت واک اختیار اخيستی دی. د وفاقي حکومت ځینو کارکوونکو د مسک د ګامونو په ضد احتجاجونه هم کړي دي.

تېره میاشت او پي اېم د وفاقي حکومت کارکوونکو ته په یو ایمېل کې وویل که چېرې اوس استعفا ورکړي نو د سږ کال د سېپټمبر د میاشت پورې تنخاګانې او خپل نور مراعات اخلي او که نه غواړي نو کار دې هم نه کوي. کارکوونکو ته ویل شوي وو چې خواهشمند کسان دې د ایمېل په جواب کې ریزاین یا د استعفا ولیکي.

د او پي اېم پېغام د هغه ایمېل عکاسي کوله چې مسک په کال ۲۰۲۲ کې اېکس د اخیستلو وروسته کارکوونکو ته لېږلی و. په دغه پړاو د اېکس نوم ټوېټر و خو چې مسک واخیستلو نو د وېب پاڼې نوم يې اېکس ته بدل کړو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG