لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او د شمالي کوریا د سرمشریزې نېټه لا تر اوسه پرځای ده


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، په سینګاپور کې د راتلونکې میاشتې د سرمشریزې په اړه پرېکړه اوس شمالي کوریا پورې اړه لري.

ددغې سرمشریزې په اړه د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ویلي: ٫٫ دا خبرې کیدای شي ډېرې ښې وي خو بیا هم چې هر ډول وي نو وی به. مونږ به د سینګاپور د خبرو په اړه په راتلونکې اونۍ کې پوه شو. خو کچېرې مونږ ولاړ شو نو زه فکر کوم چې دا به د شمالي کوریا لپاره ډېر ښه وي.٬٬

ځینې وکیلان بیا ددغې سرمشریزې پایلو ته د شک په سترګه ګوري.

جمهوري غوښتونکی سناتور جېف فلېک وايي: ٫٫ داسې سرمشریزه تل که د کلونو نه وي نو د میاشتو میاشتو خبرو او مذاکراتو وروسته جوړیږي نو ځکه زه ورته د شک په سترګه ګورم چې دا سرمشریزه دې دومره ژر کومه پایله ولري. دا هم امکان لري چې اوس هم یو څه وخت پاتې دی چې په ځینو څېزونو باندې مخکې تر مخکې خبرې وشي.٬٬

که څه هم ځینې له دغې لیدنې سره د ټرمپ د لیوالتیا په اړه اندېښنه لري خو ډیموکراټ سناتور کریسټوفر کونز وايي: ٫٫ کېم جان اون د خپل پلار او نیکه په څېر ډېر ښه مذاکره کونکی دی له همدې امله ددغو خبرو په اړه کله مخکې او کله شاته ددې لپاره قدم ږدي چې ددغې سرمشریزې په اړه د ټرمپ ژمنتیا و ازمايي.٬٬

ځینې کارپوهان بیا وايي، چې د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو مخکې له مخکې په دې مسله باندې له کار کولو سره، دې سرمشریزې ته بیا هم هیلې پاتې کیږي.

د اټلانټیک کاونسل څخه رابړت مېنینګ وايي: ٫٫ مایک پمپیو شمالی کوریا ته دوه ځله تللی. هغه له کېم جان اون سره په ساعتونو ساعتونو خبرې کړیدي نو زه فکر کوم چې په ځینو برخو کې به سره موافقې ته رسېدلي وي. په سرمشریزه کې به هم له یوه بله سره دلیل وویل شي خو تر ټولو سخته برخه په شویو خبرو باندې عملی کول دي.٬٬

پمپیو شمالی کوریا ته تر سفر مخکې ویلي وه چې امریکا غواړي شمالي کوریا په رښتینې توګه غیر اټومي شي او که داسې وشي نو شمالي کوریا به په بدل کې له امریکا څخه اقتصادي مرستې ترلاسه کړي.

اوس دواړه هېوادونه له یو او بله سره تر موافقې کولو پرته نورې ډیرې کمې لارې لري.

که د امریکا د ولسمشر او د شمالي کوریا د رهبر ترمنځ دا سرمشریزه ترسره شي نو دا به د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ داسې خبرې وي چې په تېرو لسګونو کالو کې یې ساری نه لیدل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG