لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پي ټي آی احتجاج: د عمران خان، بشرا بي بي او نورو ضد د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کړل شوي


اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف [پي ټي آی] د احتجاج وروسته د ياد ګوند د باني بندي مشر عمران خان، د هغه د مېرمن بشرا بي بي او خېبرپښتونخوا د وزیراعلا علي امین ګنډاپور او نورو ضد د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې درج کړل شوي دي.

د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه، په مقدمو کې د پي ټي آی په مشرانو په پوليسو د حملو، تښتونو او سرکار په کار کې د لاسوهنې مادې او تورونه لګول شوي دي.

پاکستان تحریک انصاف ګوند په 24م نومبر د اسلام اباد په ډي چوک کې د احتجاج اعلان کړی وو، د خپل باني غړي عمران خان د خوشي کولو، 26م اييني بدلون بيرته اخستو سره یې انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو د پلټنو لپاره د خپلواکه کمېشن جوړولو غوښتنې کولې.

د تحریک انصاف ګوند قافلې د خېبرپښتونخوا او ملک د نورو سيمو څخه اسلام اباد ته روانې شوې وې، د خېبرپښتونخوا څخه د قافلو مشري علي امين ګنډاپور او د عمران خان مېرمن بشرا بي بي کوله، خو په لارو کې د خنډانو، رېنجرز او پوليسو سره نښتو وروسته يادې قافلې په 26م نومبر ناوخته ډي چوک ته رسېدلې وې.

مرکزي حکومت د امنيت دپاره په اسلام اباد کې پوځ په ځای کړی او دعوه یې کړې وه چې د پي ټي آی په احتجاج کې شامل يو ګاډی په رېنجرز عسکرو ورخېژول شوی، د درې رېنجرز عسکرو په ګډون یې پينځه اهلکار وژلي وو.

د 26م او 27م نومبر په مينځنۍ شپه کې بیا د تحريک انصاف د احتجاج کوونکو پرضد عمليات شوي، حکومتي وزيرانو ويلي وو، علي امین ګنډاپور او بشرا بي بي احتجاج کوونکي په ځای پرېښودي او تښتېدلي دي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف په پي ټي آی نیوکې کړي چې اسلام اباد کې یې ګډوډی جوړ کړی، او بيا د پوځ د مشر مننه کړې چې د پي ټي آی د لښکر په مخنيوي کې یې د حکومت مرسته کړې ده.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې اېمنسټي انټرنېشنل د تحریک انصاف د مظاهره چیانو ضد د وژونکو عملياتو د رڼو پلټنو غوښتنه کړې ده.

علي امین ګنډاپور پرون بيا په مانسهره کې خبري غونډې ته وويل،"مونږ پرامنه احتجاج کولو، په ما قاتلانه حمله شوې، په سوونو غړي مو وژل شوي او په زرګونو نيول شوي دي، زمونږ احتجاج يو تحريک دی او دا به روان وي".

د پي ټي آی يو بل مشر سلمان اکرم راجه په يو ويډيو بيان کې دعوه کړې، 20 غړي یې وژل شوي او دوی سره د اتوو کسانو پوره مالومات موجود دي.

خو د اطلاعاتو مرکزي وزير عطا تارړ مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، "اسلام اباد ته وسله په لاس شرخوشي راغلي وو، د احتجاج کوونکو لخوا تشدد شوی او وژنې شوي دي، په ټولنيزو رسنیو د وژنو پروپېګنډا کيږي، د مړو ثبوت دې وړاندې کړل شي".

له دغې وړاندې د اسلام اباد پوليسو مشر [آي جي] ناصر رضوي د کمشنر محمد علي رنداوا سره ګډې خبري غونډې ته ويلي وو، اسلام اباد کې د احتجاج په درېو ورځو کې 954 کسان نیول شوي دي.

هغه دعوه کړې په احتجاج کوونکو کې غېر ملکيان هم شامل دي، 19 پرون او 37 افغان وګړي له دغې وړاندې نيول شوي وو.

او د پاکستان د کورنیو چارو وزير محسن نقوي وويل، د 31م دسمبر وروسته به د اسلام اباد حدودو کې افغان وګړي نه اوسي او که پاتې کيږي د مرستيال کمشنر نه به اجازت نامه اخلي.

هغه وويل، اسلام اباد کې حالات نزدې عادي حالت ته راغلي، "علي امين ګنډاپور تښتېدلی او د هغې وروسته بيا پروپېګنډا پيل شوې چې 33 جسدونه په يو روغتون کې او دومره په بل کې دي، د سهار راهسې په روغتونونو ګرځي جسدونه ګوري".

نقوي زياته کړه، د پوليسو سره ټوپکې نه وې، دوی د خپل شرم پټولو دپاره لارې ګوري. "په عزت سره تللي دي دا ورله ډېره ده".

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG