د نړۍ مشران به غلطي کوي که چیرې دوی دا نتیجه اخذ کوي چې د امریکا د صدر ډونلډ ټرمپ لخوا د امریکا نړیوال پوځي حضور ته بیا کتنه د واشنګټن په شا تګ معنه کوي. دا خبره د د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګست کړې ده.
د تیرې میاشتې د سوګند اخیستو وروسته په خپل لومړی نړیوال سفر کې هېګست د نهې یا سه شنبې په ورځ د جرمني په سټټګارټ کې چې د امریکا د اروپا کمانډ او د افریقا کمانډ مرکزونه لري خبریالانو سره خبرو کې وویل: "موږ به تیروته وکړو که چېری ځاي ځواک ته کتنه ونه کړو خو دا به غلطه مفروضه وي چې ووایو امریکا یو څه پریږدي یا امریکا ترې په شا کیږي.
هغه زیاته کړه، نه، امریکا هوښیار ده چې وڅاري، پلان جوړ کړي، لومړیتوبونه وټاکي او هلته طاقت ښکاره کړي چېرته چې د شخړو مخنیوی ته اړتیا وي،،.
دا څرګندونې په بروسلز کې د نېټو د دفاع وزیرانو او د یوکراین د دفاعي رابطې د ډلې د چهارشنبې او پنجشنبې له مهمو غونډو مخکې شوې، چې د شاوخوا ۵۰ هېوادونو یوه ډله چې د روس د ځپلو په برخه کې یې د یوکراین د ملاتړ ژمنه کړې ده.
د امریکا دفاعي چارواکو وویلي چې هېګست نېټو په اتحایانو باندې د دفاعي لګښتونو د زیاتولو فشار زیاتولې شي.
هیګسیت وویل: "اروپایي براعظم د هر ډول تیري څخه باید ازاد وي. خو دا باید په ګاونډ کې هغه کسان وي چې په انفرادي او ډله ایزه دفاع کې خورا پانګونه کوي. او دا د عام فهم خبره ده.
هغه وویل: تاسو د خپل ګاونډ دفاع کوئ، او امریکایان به ستاسو سره په دې دفاع کې مرسته وکړي.
خو دا معلومه نده چې ایا امریکا به په ټوله اروپا کې خپل قوي پوځي موجودیت وساتي.
هېګست وویل چې "په یوکراین کې د ګړندۍ سولې تړون د پاره د صدر ټرمپ هڅې کولی شي امریکا ته دا فرصت ورکړي چې خپل وسایل د چین د زیاتیدونکي ګواښ سره د مقابلې لپاره د هند ارام سمندر/ انډوپېسفک ته واړوي.
د چین ګواښ
هېګست خبریالانو ته وویل: په دې کې هیڅ شک نشته چې د کمیونسټ چین اهداف خورا پراخه دي.
ښاغلي وویل، د نړۍ په اړه د دوی نظر زمونږ د نظر نه ډير جدا دی، او څوک چې دا مشري لري د 21 پیړۍ لپاره به لهجه برابروي.
هغه بیجینګ هم وغنده چې په لاطیني امریکا او په ټوله افریقا کې ناوړه نیتونو لري.
هغه وویل: د امریکا دریځ، د اتحادیانو او شریکانو سره په دې ځای شریکول د سیالۍ لپاره مهم دی.
په افریقا کې ترهګري
هېګست دا امکان هم پریښود چې امریکا کولی شي په افریقا، په ځانګړي ډول سومالیا کې، خپل پوځي حضور وساتي، سره له دې چې صدر ټرمپ په خپله لومړۍ واکمنۍ کې له دغه هېواد نه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه کړې وه.
هېګست وویل: افریقا د اسلامپالو سره د جګړې لومړۍ کرښه ده. ښاغلي وویل ، موږ به هغوی ته اجازه ورنه کړو چې هلته پښې ټینګې کړي، او په ځانګړي ډول که دوي په امریکا د برید نیت ولري.
امریکا اوس مهال په سومالیا کې شاوخوا 500 ځانګړي ځواکونه لري چې د داعش ترهګرې ډلې او په سومالیا کې د القاعدې سره تړلې الشباب په وړاندې د حکومتي ځواکونو سره مرسته کوي.
هېګست وویل، زه غواړم په دغه ځاي کې موجود کمانډرانو نه واورم، خو تر ټولو مهم، هغه زیاته کړه ، په داسې حال کې چې امریکا به د اړتیا په صورت کې ځواکونه وساتي، خو د بره نه د ترهګرۍ سره په اغیزمنه توګه مبارزه ته ترجیح ورکول کیږي.
د دې میاشتې په پیل کې، امریکا د هوایي برید د لارې په سومالیا کې د داعش یو لوړ پوړې پلان کونکې وژلی.
دفاعي لګښتونه
هېګست د نهې/ سه شنبې په ورځ دا ژمنه هم وکړه چې د امریکا د دفاعي لګښتونو ډیر اغیزمن کولو لپاره به لارې چارې ولټوي، او ویې ویل چې هغه به د ایلون مسک مرستې ته ښه راغلاست ووایي. ایلان مسک ارب پتي دی او د صدر ټرمپ په حکومت کې د ښه حکومت دارۍ د پاره جوړه محکمه ډاج رهنمایي کوي.
هغه وویل: زه هیله لرم چې ایلون ډیر زر پنټاګون ته راشي، زیاته یي کړه، په مرکزي دفتر کې ضایع، بې کاري، زیاته شمیره شتون لري چې باید حل شي.
د مثال په توګه، هېګست د پنټاګون پروګرامونو ته اشاره وکړه چې د اقلیم بدلون په نښه کولو تمرکز کوي.
هغه وویل: د دفاع وزارت د اقلیم د بدلون د سوداګرۍ لپاره نه دی، چې نړیوال ترموسټيټ ټیک کوي، موږ د جګړې د مخنیوي او ګټلو په سوداګرۍ کې یو.
هغه زیاته کړه، د ضایع د کمولو هڅې به هرصورت کې د امریکا اپریشنل او ټیکټيکل وړتیاوو ته زیان ونه رسوي.
د صدر ټرمپ حکومت د نېټو غړو څخه غوښتنه کوي، چې ډیر یې د امریکا نه کم په دفاع مصرف کوي. چې په دفاع بجټ دي د د جي ډي پي پنځه فیصده برخه کړي.
Forum