لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د ریپبلکن او ډیموکرېټ ګوندونو د پالیسیانو ځینې مهم ټکي


د امریکې دواړه ګوندونه ریپبلکن او ډیوکریټس پراخه کورني او بهرني پالیسیانې لري. په کورني پالیسۍ کې ریپبلکنان غواړي په بډایو (مالدارو) ټيکسونه کم کړي او د سوداګرۍ او تجارت له لارې اقتصاد ته وده ورکړي. ډیموکریټ ګوند هم غواړي اقتصاد بیرته په پښو ودریږي کوم چې د کورونا وایرس له کبله ځپل شوی خو غواړي انتظامیه پراخه کړي او په مالداره خلکو او لوی شرکتونو ټېکسونه زیات کړي.

جمهوریپاله یا ریپبلکن ګوند غواړي د صحت او روغتیايي پاملرنې سیسټم کې اصلاحات راولي، دارو درمل ډیر ارزانه کړي، د امریکې زیربنا یا انفراسټرکچر جوړ کړي او د هېواد عدلیې او پولیس سیسټمونو کې هم اصلاحات راولي.

د کووېډ-۱۹ د کړکېچ د کنټرولولو او د مرستو بستې یا پیکیجونو په سر دا مهال د دواړو ګوندونو پالیسیانو ترمنځ اختلافات دي ځکه چې ریپبلکنان وايي‌ پیسې دې بې روزګارو ته ورکول شي‌ خو کمې دې کړای شي. ډیموکراټان وايي دغه پیسې یا مرستې دې زیاتې وي.

د بهرني سیاست په اړه دواړه خواوې یا ګوندونه په نړیواله کچه د امریکې مشرتابه ساتلو ته ژمن دي خو ریپبلکنان غواړ‌ي د متوازنه اړیکو له لارې خپل دریځ وساتي نه دا چې د نورو هیوادونو دفاعي لګښت ورکړي.

هغوی غواړي د وسلو، سوداګرۍ او کلایمیټ یا موسمي بدلون په هکله شوي نړیوال تړونونو ته هم له سره کتنه وکړي. په دې لړ کې ډیموکراټان غواړي په پراخه کچه د پخواني ولسمشر اوباما نړیواله اجنډا تعقیب کړي چې دوي ادا کوي ډیر څه پکې شامل دي او د دې وړتیا لري چې د امریکې د متحدینو باور بیرته تر لاسه کړي. ډیموکریټان غواړي ځینې هغه ټرونونه بیرته تصویب کړي کوم چې ریپبلکنانو د اقلیمي بدلون د تړون په څېر ترې وتلي دي.

ولسمشر ټرمپ غواړي چې د ایران سره دې د نوي شرطونو په اساس نوی تړون وشي خو جوبایډن وايي چې د ایران سره به د ۲۰۱۵ کال تړون له سره وکړي کوم چې ولسمشر ټرمپ ختم کړی.

د چین او چین سره د تجارت په هکله د دواړو ګوندونو ترمنځ ډیر توپیر نشته او دواړه غواړي چې په چین ټکسونه زیات کړي تر څو چین دې ته اړ باسي چې له امریکا څخه خپل واردات زیات کړي.

د افغانستان په هکله د جمهوري غوښتونکي او ډیموکراټ ګوند ترمنځ ډیر توپیر نه لیدل کیږي ځکه دواړه باور لري چې د افغانستان شل کلنه جګړه د پوځ له لارې نه شي ختمولی او یواځینی د حل لاره یې د خبرو اترو ده. همداراز ټرمپ غواړي چې خپل ټول امریکايي‌ سرتیري له افغانستانه وباسي او ځکه یې هم د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې یې د طالبانو سره په قطر کې یو تړون لاسلیک کړ او د سولې خبرې لا دوام لري.

د پاکستان او هند په هکله د دواړو ګوندونو پالیسۍ د حالاتو سره تړلي دي او دواړه غواړي چې ښې اړیکې وساتي په ځانګړي ډول د هند سره.

د فلسطین په هکله د جوبایډن پالیسۍ ډیره واضح نه ده خو دواړه ټرمپ او بایډن په دې باور لري چې د اسراییل او فلسطین شخړې د هوارولو سیاسي او د خبرو اترو د لارې کیږي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG