لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکې او روس چارواکي د اوکراین په اړه د سولې د خبرو پیلولو لپاره په سعودي کې سره ویني
تازه خبر

د امریکې او روس چارواکي د اوکراین په اړه د سولې د خبرو پیلولو لپاره په سعودي کې سره ویني


د منځني ختیځ لپاره د امریکې ځانګړی استازی سټیو ویټکوو، خارجه وزیر مارکو روبیو او د ملي‌ امنیت سلاکار مایک والټز
د منځني ختیځ لپاره د امریکې ځانګړی استازی سټیو ویټکوو، خارجه وزیر مارکو روبیو او د ملي‌ امنیت سلاکار مایک والټز

د امریکې څو لوړپوړي‌ چارواکي د یکشنبې- اتوار په ورځ سعودي عرب ته تللي چې په راتلونکو ورځو کې د روس له سفارتکارانو سره د اوکراین خلاف د ماسکو د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي، خو د امریکې بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دې برخه کې د سمدستي پرمختګ امکانات کم وبلل.

صدر ډانلډ ټرمپ د یکشنبې- اتوار په ورځ بیا په تکرار سره ویلي، ډېر ژر به د اوکراین جګړې د ختمولو لپاره د روس له صدر سره وویني. ټرمپ خبریالانو ته وویل ، نه یواځې د روس بلکې د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي هم د جګړې بندېدل غواړي.

خو د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د یکشنبې- اتوار په ورځ له سي بي ایس نیوز سره په یوه مرکه کې وویل، "د سولې په لور عمل د یوې غونډې خبره نه ده."

روبیو وویل، "موږ به په راتلونکو ورځو او اونیو کې وګورو چې آیا ولادیمیر پوټین د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره په داسې خبرو اترو کې دلچسپي لري چې دوامداره او منصفانه وي".

تر دې مخکې د امریکې یو اعلی حکومتي چارواکي د فرورۍ په 15مه ویلي وو، ټاکل شوې چې د صدر ډانلډ ټرمپ د کابینې د لوړې کچې یو پلاوی به په سعودي عرب کې د روس له استازو سره وویني چې د اوکراین او روس د جګړې ختمولو لپاره خبرې اترې پیل کړي.

د امریکا د حکومت دې چارواکي دا نه دي ویلي چې دا ملاقات به کله کیږي خو وایي د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د امریکې ځانګړی استازی سټیو ویټکوو به په دغو خبرو کې ګډون وکړي.

د امریکایي چارواکو په وینا د اوکراین او روس لپاره د ټرمپ استازی کیت کیلاګ په دې پلاوي کې نه دی شامل، خو د امریکې د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په سعودي عرب کې د امریکايي او روسي چارواکو د لیدنې د پلان په اړه رسمي بیان لا نه دی خپور کړی.

د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د جمعې په ورځ په جرمني کې د امریکې له مرستیال ولسمشر جې ډي وینس سره ولیدل او ویې ویل اوکراین په سعودي عرب کې خبرو اترو ته نه دی ور بلل شوی او زیاته یې کړې چې کیف تر څو له خپلو سټرېټیجیکو شریکانو سره مشوره نه وي کړې له روس په خبرو کې برخه اخلي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د فرورۍ په 15مه په یو بیان کې ویلي چې مارکو روبیو د شنبې- خالي په ورځ د روس د بهرنیو چارو له وزیر سرګې لاوروف سره په ټیلیفون خبرې کړې دي.

په بیان کې راغلي چې ښاغلي روبیو په دغو خبرو کې یو ځل بیا په اوکراین کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د صدر ټرمپ ژمنه تکرار کړې ده او په دوه اړخیزو موضوعاتو د ګډ کار کولو په فرصتونو یې بحث کړی دی.

سعودي عرب د جمعې په ورځ په اوکراین کې د سولې په اړه د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ او د روسي صدر ولادیمیر پوټین د وروستیو خبرو ستاینه کړې ده او وایي په ریاض کې د دواړو مشرانو د ممکنه لیدنې کوربتوب ته تیار دی.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت پر خپله رسمي ایکس پاڼه باندې په یو بیان کې ویلي وو، "سعودي عرب د 2025 کال د فرورۍ په 12مه د امریکې د صدر ډنلډ ټرمپ او د روسي فیډرېشن د ولسمشر ولادیمیر پوټین تر منځ د ټیلیفوني خبرو ستاینه کوي".

د بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې د دواړو ولسمشرانو دا ګام هم ستایلی وو، چې وایي کېدای شي په سعودي عرب کې سره وویني، خو ددې غونډې د جوړېدلو او کره نېټې په اړه یې نور تفصیل نه دی ورکړی.

د امریکې ډانلډ ټرمپ د چارشنبې- شورو په ورځ له پوټین سره له ټیلیفوني خبرو وروسته په سعودي عرب کې له هغه سره د لیدو موضوع یاده کړه. ټرمپ خبریالانو ته وویل چې له پوټین سره "لومړی ملاقات ښايي په سعودي عرب کې وکړي".

خو د اوکراین صدر ولادیمیر زلنسکي د زیارت- پنجشنبې په ورځ وویل،که امریکا او روس د کیف له ګډون پرته په دوه اړخیز ډول دا فیصله وکړي چې د اوکراین خلاف د ماسکو جنګ دې څه قسم ختم کړی شي، نو دا به اوکراین ته هېڅ د قبول وړ نه وي.

د امریکې د استازو اېوان غړي مایکل مکال د مونیخ د امنیتي کانفرانس په څنډه کې وویل، په سعودي‌ کې د خبرو اترو هدف دا دی چې د زلنسکي، ټرمپ او پوټین په ګډون یوه غونډه جوړه شي "چې اخر سوله راشي او دا شخړه پای ته ورسیږي."

د اوکراین لپاره د ټرمپ استازي کیت کېلګ وویل، یورپ به په د سعودي د خبرو په مېز څوکۍ ونه لري. کیت د مونیخ کانفرانس ته وویل امریکا به په خبرو اترو کې د منځګړي په توګه او روس اوکراین به د دوو مخکښو لوبغاړو په توګه رول تر سره کړي.

یادونه:- د رپوټ زیات معلومات له رویټرز خبري ایجنسۍ اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG