لاس رسیدونکی لینک

 
د امریکا او روس چارواکي د اوکراين په جګړې او دوه اړخيزه اړيکو بحث کوي
تازه خبر

د امریکا او روس چارواکي د اوکراين په جګړې او دوه اړخيزه اړيکو بحث کوي


د امریکا او روس لوړ پوړو چارواکو د نهې، سه شنبې په ورځ سعودي عرب کې د دوه اړخيزه اړيکو او اوکراين او روس ترمنځ جګړې په سر خبرو دپاره ليدنې پيل کړي دي.

د دواړو خواو د ليدنو څخه تمه کيږي، چې دا خبرې لومړی قدم دی، او د دې لارې به د صدر ډانلډ ټرمپ او صدر ولاديمير پيوټن ترمنځ نېغ په نېغه خبرو ته چوکاټ برابر شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير مارکو روبيو د امريکايي پلاوي مشري کوي، هغه سره د ملي امنيت سلاکار مايک وېلټز او د مينځني ختيځ استازی سټيو ويکووف هم مل دي.

د روس لخوا د بهرنیو چارو وزیر سرګۍ لاروف او د پيوټن لوړ پوړی مرستيال يوري اوشاکوف پلاوي کې شامل دي.

د اوکراين مشران دغو خبرو ته نه دي بلل شوي.

د اوکراين صدر ولاديمير زېلنسکي به د شورو، چارشنبې په ورځ د اوکراين دپاره د امریکې د استازي کېت کيلوګ کوربه وي.

د امریکې او روس اړيکو او لیدنو په يورپي مشرانو کې اندېښنه راپارولې او ويلي يې دي، د اوکراين د راتلونکې په اړه خبرو کې اوکراين شاملول پکار وو، او يورپي هيوادونو له په کې کردار پکار وو کوم ته چې دوی د خپل امنيت په لړ کې د پرمختګ په نظر ګوري.

د فرانس صدر ايمانويل مېکرون په دغه لړ کې پېرس کې د يورپي مشرانو غونډه بللې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG