لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې لسگونه هغه گاډي چې افغان ځواکونو ته یې ورکړي و، پخپله تباه کړل


هاموې، پوځي گاډي دي چې امریکایي ځواکونه یې کاروي او افغان پوځ ته یې هم ورکړي دي.
هاموې، پوځي گاډي دي چې امریکایي ځواکونه یې کاروي او افغان پوځ ته یې هم ورکړي دي.

یوې امریکایي ورځپاڼې خبر ورکړی چې د امریکا هوایي ځواک په تیرو څو کلونو کې، خوا او شا ۴٠ هاموي گاډي په افغانستان کې ویجاړ کړي، او دا هغه گاډي و چې امریکې پخپله، د افغانستان پوځ ته ورکړي و، خو وروسته د طالبانو په لاس کې لویدلي و.

یو اېس اې ټوډې اخبار لیکلي چې دا معلومات ورته په افغانستان کې د میشت بهرني پوځي ائتلاف چارواکو ورکړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي چې طالبان په وار وار د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د افغان ځواکونو پر پوستو حملې کړي او بیا یې له هغو پوستو نه امریکایي وسلې، پوځي تجهیزات، او د هاموې په شان گاډي له ځانه سره وړي دي. وروسته بیا په هماغو وسلو او گاډو یې نورې حملې کړي دي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت یو ویاند، جنرل محمد رادمنش، امریکا غږ ـ ډیوه ته وویل چې کله طالبان په کوم برید کې له افغان ځواکونو وسلې او مهمات یوسي، نو افغان ځواکونه بیرته پر هغو حمله کوي، هغه له لاسه وتلې وسلې، گاډي، او مهمات، بیرته ترلاسه کوي او که یې ونشو کړای، نو پرې بمباري کوي او په بشپړه توگه یې له منځه وړي، خو دا نه پرېږدي چې طالبان ترې گټه واخلي.

جنرل رادمنش دا هم وویل چې افغان ځواکونو په دغسې متقابلو بریدونو کې، د طالبانو زیاتې وسلې او مهمات ترلاسه کړي او یا له منځه وړي دي.

افغان پوځ وایي چې د هرې مرمۍ حساب ورسره شته
افغان پوځ وایي چې د هرې مرمۍ حساب ورسره شته

د ائتلاف ځواکونو چارواکي هم وایي چې که په ځمکنیو بریدونو کې له لاسه وتلي تجهیزات بیرته لاسته ورنشي، نو بیا یې په هوایي بریدونو ویجاړوي. د یو اېس اې ټوډې ورځپاڼې په حواله، د ٢٠١٥ له جنوري نه تر اوسه ۴٠ هاموې گاډي چې د طالبانو سره و، د امریکې په هوایي بریدونو کې تباه شوي دي.

تندلاري چې امریکایي وسلې، مهمات، او گاډي قبضه کوي، نو نه یوازې دا چې په هغه سره یې قوت زیاتیږي، بلکې کولای شي د هغو نه په گټه اخیستلو، ځان د امریکایي یا افغان ځواکونو په شکل جوړ کړي او د بریدونو د ترسره کولو په خاطر، د تلاشي له پوستو هم تیر شي.

د ٢٠٠٥ کال راپدیخوا، امریکې افغان ځواکونو ته ٩٥ زره پوځي گاډي اخیستي دي، او هر هاموې گاډی، د امریکې حکومت ته کابو ٧٠ زره ډالره تمامیږي.

د امریکې د دفاع وزارت یو څارگر وایي چې د دغو گاډو حساب اوس د ائتلاف ځواکونو سره نشته. خو د افغانستان د دفاع وزارت ویاند امریکا غږ ـ ډیوه ته وویل چې د دوی سره د هرې مرمۍ او هرې وسلې او گاډي حساب شته.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG