لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ازبکستان به په افغانستان کې د سولې په اړه د غونډې کوربه توب کوي


 د افغانستان د سولې عالي شورا
د افغانستان د سولې عالي شورا

د افغانستان دسولې عالي شورا ویلي د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کې دافغان سولې په تړاو جوړیدونکي غونډه کې به د سیمې د هیوادونو همکاري ترلاسه شي.

د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد له ډيوې سره په خبرو کې وویل د کابل پروسې د دویمې غونډې په تعقیب به راتلونکي میاشت کې د سولې په اړه د ازبکستان هیواد په کوربه توب غونډه جوړیږي.

دسولې عالي شورا مرستیال د کابل پروسې دکنفرانس په ګډون د تاشکند غونډه هم مهمه بللې او ویلي دي چې دافغان سولې په تړاو جوړیدونکي غونډه کې به دسیمې د هیوادونو همکاري ترلاسه شي.

نوموړي وویل: "اهمیت یې په دې کې دی چې ازبکستان د افغانستان په شمال کې ګاونډۍ هیواد دی اود افغانستان له روانو نا امنیو څخه اندیښنه لري او هغوی له زړه نه غواړي چې د سیمې هیوادونه د افغانستان د سولې په اړه یولاس کړي او علاوه له دېنه ازبکستان په سیمه کې مهم او قوي ملک دی نوځکه اثر او اغیزبه یې دسولې په تړاو زیات وي."

د سولې عالي شورا مرستیال زیاته کړه دافغانستان دعلماو، سیاسي احزابو، مدني ټولنو غړو، میرمنو، ځوانانو او د قومي مشرانو څخه د سولې د خبرو په تړاو د نظر یوالی اخیستل شوی او د راتلوونکي چهارشنبې په ورځ د کابل پروسې په غونډه کې له نړیوالو سره شریک کیږي ترڅو دنړۍ په همکارۍ دسولې د خبرو لپاره اساسي دحل لاره پیدا شي.

دسولې دعالي شورا مرستیال وویل دسولې لپاره پراخې هڅې پیل شوي او دسیمې، نړۍ او د افغانستان دخلکو له یوالي نه بغیر دسولې راتګ ناممکینه ده.

نوموړي زیاته کړه "دسولې په اړه دغونډو او کنفرانسونو جوړول د ستونزو هواري ته لار پرانیزي،همداسې چې له پاکستان څخه دهمکاری غوښتنه کیږي،له طالبانو څخه هم دسولې دخبروغوښتنه کیږي او ټاکل شوې چې دافغانستان اوانډونیزیا دعلماوو اوهمدارازبل کنفرانس دافغانستان ،پاکستان اود اندونیزیا دعلماوو په اندونیزیا هیواد کې ترسره شي اوامید دی چې له دې به د سولې په اړه ښه پایله ترلاسه شي."

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د کابل پروسې غونډې ته د چمتوالي د نیولو خبرورکړی.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني ویلي دغه غونډه چې دوه ورځې وروسته به یې کابل کوربه وي، له مخالفینو سره دسولې اوله ترهګرۍ سره دمبارزې په مسایلو خبرې کیږي کوم چې د نړۍ د ۲۵ هیوادونو او د دریو نړیوالو سازمانو استازي په کې برخه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG