لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ووټل: امریکه په پاکستان کې یواړخیز عملیات نه کوي


د امریکې د پوځ د مرکزي قرارګاه (سنټرل کمانډ) مشر جنرال جوزیف ایل ووټل د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاوید باجوه ته ویلي، چې امریکه په پاکستان کې دننه د یواړخیزه عملیاتو اراده نه لري

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګه وایي، امریکایي جنرل له پاکستانه وغوښتل، چې د هغو افغانانو په قابو کولو کې ورسره مرسته وکړي، چې د پاکستان خاوره د افغانستان په ضد کاروي او د امریکایي جنرل په وینا دې کار د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د پاکستان اغېز کمزوری کړی دی.

د پاکستاني پوځ مشر جنرل ووټل ته په ځواب کې ویلي، په پاکستان کې د افغان [طالبانو] د فعالیتونو په اړه د امریکې له اندېښنو ښه خبر دی او وار له مخه یې لا د ردالفساد عملیاتو په نامه یې د هغوی په ضد ګامونه اخیستي دي.

جنرال جوزیف ایل ووټل او یوه بل امریکایي سنېټر د پاکستان د پوځ مشر جنرال جاوید باجوه ته ټلیفون کړی او پر پاکستان د ټرمپ تر نیوکو او پوځي مرستې ځنډېدو وروسته حالاتو باندې یې ورسره خبرې کړې دي.

جنرل ووټل جنرل باجوه ته ویلي، چې امریکه د ترهګرۍ په ضد تش په نامه جګړه کې د پاکستان رول ته ارزښت ورکوي او په دې نظر دی چې د دغو دواړو هېوادونو د اړیکو تر منځ وروستی تاوتریخوالی یو "لنډمهالی پړاو" دی.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو څانګه وایي، جنرل باجوه جنرل ووټل ته وویل، د پاکستان ټول خلک د امریکې د حکومت پر وروستیو بیانونو د خیانت احساس کوي، چې د پاکستان د لسګونو کلونو پر مرسته یې سترګې پټې کړې.

جنرل باجوه د امریکایي پوځ مرکزي قومندان ته باور ورکړی، چې پاکستان به حتی د امریکې له مالي مرستې پرته هم د ترهګرۍ په ضد خپلو مخلصانه هڅو ته همداسې دوام ورکړي، څنګه چې اوس د خپلو ملي ګټو په خاطر د ترهګرۍ په ضد جنګېږي

جنرل باجوه پر دې خبره هم ټینګار وکړ، چې پاکستان د پوځي مرستو غوښتونکی نه دی، خو هیله من دی، چې د ترهګرۍ په ضد جګړه کې شراکت، قربانیو او بېساري ملاتړ ته یې د عزت په سترګه وکتل شي.

د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو د څانګې په رپوټ کې دا هم راغلي، چې د پاکستان او امریکې د پوځي مشرانو په خبرو کې دا خبره هم وسنجول شوه، چې پاکستان به سره له دې چې امریکه یې هڅو ته پام نه کوي، په افغانستان کې د امن لپاره د هر ډول اقداماتو ملاتړ کوي، ځکه چې وایي په أفغانستان کې امن په سیمه کې د دایمي امن او ارامۍ لپاره یواځینۍ لار ده.

جنرل ووټل په خپلو خبرو کې د پاکستان وروستۍ هڅې اغېزمنې وګڼلې او امریکې ته یې دا باور ورکړ، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو له مېلمپالنې منفي ګټه نه ده اخیستل شوې.

جنرل ووټل دا خبره هم ومنله، چې دغه دواړه هېوادونه باید یو له بل سره ودرېږي او د یو بل ګډې مرستې تر لاسه کړي.

د ۲۰۱۸م کال په لومړۍ ورځ د پاکستان په اړه د ولسمشر ټرمپ تر لومړي ټویټ او پر پاکستان د پوځي مرستو د بندېدو تر اعلان وروسته د پاکستاني چارواکو له خوا ډېر له غوسې او جذباتو ډک غبرګونونه څرګند شول، خو د پاکستاني پوځ په خپلو ځوابونو کې له احتیاط او اعتداله کار واخیست او داسې ښکاري چې د دغو دواړو هېوادونو تر منځ د پوځ په کچه اړیکې به دغه دواړه هېوادونه بیرته یو بل ته را نیژدې کړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG