لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 دپښتونخوا اسمبلۍ قرارداد: "عورت مارچ" د نارو پلټنې دې وشي


په اتم مارچ د حقونو د پاره د ښځو مارچونو د پښتوخوا اسمبلۍ ځيني غړي راپارولي دي او په یو قرارداد کې یې د مرکزي حکومت نه غوښتنه کړې ده چې په هغو مارچونو کې د نارو تر شا پټ قوتونه او سازشونه راڅرګند کړي چې په پاکستان کې د خانداني اقدارو په ماتولو پسې دي.

په پاکستان او ټوله نړۍ کې اتم مارچ د ښځو نړیوالې ورځ په توگه نماځل کيږي. سږکال د ښځو د مارچ یوه غټه ناره د ښځې او سړي برابری وو خو په پاکستان کې دغه او دې ته ورته نارې چې کله په اتم مارچ څرگند شوې نو زاړه پاله سیاست مدارانو او لیکوالانو پرې ډېر بد وگڼل.

د ښځو مارچ ته په نارو د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ځينيو غړیو هم ناخوښي ښوولی ده او یو قرارداد یې وړاندې کړی دی چې مرکزي حکومت دې ددغه نارو پلټنې وکړي.

د مذهبی چارو پخواني وزیر سردار یوسف وویل، کومو مدني ټولنو چې په دې مارچ کې برخه اخېستې وه هغه دې بندې کړی شي.

د وویل، دا نارې د اسلام او روایاتو خلاف وې خو دا یې څرګنده نه کړه چې هغه کومې نارې وې.

د اسمبلۍ غړي ملک فضل الهي د جماعت اسلامي د عنایت الله په دې خبرې احتجاج وکړ چې د نورو گوندونو خلک یې له ځان نه په ایمان کې کم وګڼل.

د ډپټي سپیکر محمود جان احتجاج دا وه چې د مسلم ن سردار یوسف د دويي د گوند د بدلون ناره له بي دینۍ سره وتړله خو د جماعت اسلامي عنایت الله او د مسلم لیګ ن سردار یوسف دواړو دوی داسې څه خبره نه ده کړې.

د ایمانونو د معیار په دې جاج کې، د قانون وزیر سلطان خان وویل، ایمان پټه ماده ده او بې د الله پرې څوک نه دي خبر.

د وویل، د یو سنجیده بحث په دوران سیاسي پواینټ سکورینګ نه دی په کار او د سپکو رویو د احتجاج سره سره د زنانو د حقونو د خیال ساتل ضروري دي.

په دې قرارداد په صوبايي اسمبلۍ کې د نمایندګۍ په حساب د تمامو ګوندونو نه یواځې زنانو غړو دستخط وکړو.

د تحریک انصاب عایشه بانو وویل، دا مسله اسمبلۍ ته راوړل نه وو په کار خو وايي، هغه څیز چې د روایاتو او مذهب خلاف وي دوی به یې مخالفت کوي.

"د ښځو حقونو باره کې یا د ښځو حقونو لپاره که څوک مارچ کوي ودریږي او هغه جایز حقوق دي زمونږ د اسلامي احکامات او د زمونږ د کانسټیټیوشن برابر دي نو بلکل مونږ خو به هغه انکرېج کوو مونږ خو هغه ډېسکرج کولای نه شو "

په اتم مارچ باندې په بېلابېلو ښارونو کې د عورت مارچ ګډونوالو په شعارونو او بینرونو د لیکونو پر سر یو اوږد بحث د سوشل میډیا سره سره په عامو او عادي مطبوعاتو کې هم روان دی.

مخالفه طبقې دا د ځايي روایاتو پرضد بولي خو د زنانه و د حقونو فعالان او تنظیمونه وايي ددې نارو نه د زنانو مخالفین بې ځوابه شوي او یرېدلي نو ځکه دا قسمه غبرګون ښايي.

Recommended

XS
SM
MD
LG