د مئ د مياشتې اتلسمه په ګرده نړۍ کې د ميوزيم ډې یا د عجایب ګرونو د ورځې په توګه نمانځل کیږي، سږ کال د دې ورځې موضوع "عجایب ګر- تعلیم او تحقیق" دی .
خېبر پښتونخوا چې د ګندهارا تهذیب سره سره د نورو مذهبونو اؤ کلتورونو د یوې تاریخي ځانګو حیثیت لري او دلته لرغوني اثار اؤ تاریخي شتمنۍ په کثرت سره اوس هم خوندي دي چې پکې تاریخي مجسمې، سیکې، جامې، پېزار، وسلې، د موسیقۍ الات اؤ نورې تاریخي پنګې شاملې دي.
په پاکستان کې خيبر پښتونخوا او د افغانستان يوه لويه برخه په تاریخي توګه د ګندهارا تهذیب یو ستر ټاټوبی پاتې شوی دی .
په کال 2021 کې د افغانستان په بامیان ولايت کې د هغه وخت واکمنو توندروه طالبانو د مهاتما بدهـ یا بودا ناوياته ولاړې مجسمې په بمونو والوځولې.
له هغې څو کلونه وروسته د پښتنونخوا په سوات سیمه کې هم د بدها د ناستې یوې لرغونې مجسمې ته بارود کېښودل شول او دغه مجسمه تندلارو ویجاړه کړه.
توندروه مذهبي فکر لرونکي پښتانه دا رقم تاریخي نخښې د خپلې تاريخي شتمنۍ او تهذيبي لوړتيا په ځای د کافرانو ميراث بولي او ورانول يې خپله مذهبي فريضه ګڼي.
پوهان وایي دا هر څه د کم علمۍ وجه وه او په پښتونخوا کې بدامنۍ ، د لرغونیو اثارو د ځایونو غیر قانوني کنستلو او قاچاق د دلته لرغونیو اثارو ته دومره زيان نه دی رسولی چې څومره ورته د لرغونیو اثارو اهمیت نه پیژندلو او ناپوهۍ رسولی دی.
لرغون پوه او د خیبر پښتونخوا د عجایب ګرونو او د لرغونیو اثارو د محکمې ډایریکټرعبدالصمد وي او ای ډیوه سره خبرو کې وایي "خو تر ټولو نه غټه خبره د پوهې ده نو د هغې د پاره مونږ تیرو لسو کالو نه مختلف کارونه کوو".
هغه وایي "مونږ بدهـ ایسټ انفلواینسرز دي یا غټ خلک دي یا غټ نومونه دي یا مونکس دي هغوئ راولو دلته خیبر پښتونخوا ته. هغوئ خپل تاریخی اثار ګوري څنګه چې مونږ ته خانه کعبه اهمیت لري ، د هغوئ د پاره دا ګندهارا دا خیبر پښتونخوا ډیر زیات اهمیت لري".
ډاکټر صمد وايي د هغې فایده دا وشوه چې نړۍ ته هم معلومه شوه چې خیبر پښتونخوا کې یوازې ډز، ټوپک ترهه ګري نه ده بلکې دلته تاریخ پروت دی، دلته مختلف مذهبونه تیر شوي، لرغوني اثار یې پراته دي او حکومت پرې کار کوي.
خو د هغه په وينا غټه فایده یې دا وشوه چې کله مقامی خلک ګوري چې زما ملک ته، زما وطن ته د بهر نه خلک راځي نو ځایي خلکو هم راتګ شورو کړو.
د خیبر پښتونخوا حکومت وایي تېر اختر کې یوازې د تخت بائ تاریخي مقام ته څلویښت زره کسان د لرغونیو اثار کتلو له ورغلي وو.
چارواکی وایي تر دې وړاندې به ټول کال کې دومره خلک دغه تاریخی ځای د سیل لپاره ورتلل.
د پیښور يوه میرمن سبا خان چې اسټریلیا کې ژوند کوي، ډیوه ته وایي د بهرنیو هیوادونو خلک دې لرغونو اؤ تاریخي شیانو کې ډيره خوښي لري خو دلته بیا خلکو کې د پوهی کمی دی:
" بهر ملکونو واله خلک د دې څیزونو ډیر زیات شوق لري خو دلته ماته ښکاري چې د پوهې یا اویرنیس لږ کمی دی کنه نو ځکه د دې وجې نه زیات خلک دلته نه راځي خو زه وایم دلته راتلل پکار دي چې خلک د تاریخ نه خبر شي".
ګندهارا تهذیب پورې د تړاؤ لرونکو نزدې د 40 زره مجسمو لرونکي پېښور تاریخی عجایب ګر اؤ 14 نورو عجایب ګرو کې د خلکو د لرغون پیژندنې او د دې ارزښت، تعلیم او په دې تحقیق لپاره کار هم روان دی.
خیبر پښتونخوا کې عجایب ګر د تحقیق د مرکز په توګه کارول کیږی او هر کال کیدونکي تحقیقات بیا د کتابونو په شکل کې چاپ کیږي او بهرنۍ يونیورسټۍ هم دلته دغه تحقیق او کار کې برخه اخلي.
د دغه تحقیق چاپ کیدو سره نړۍ هم د دې لرغونیو تاریخي اثارو څخه خبریږی ځکه بهر نه افغانستان او پاکستان ته د ګندهارا تهذیب ددغه اثارو کتلو لپاره سیلګري هم دلته راځي خو څېړونکي وایي چې ځای خلکو کې د خپل دې تاریخی شناخت علم او پوهې کمی دی اؤ د دې اثارو تحفظ اوس هم یوچیلنج دی.
ډاکټر عبدالصمد وایي "زما څوملګروماته وویل چې بدهـ ایسټ ټورازم افغانستان کې شورو شوی. بدهـ ایسټ افغانستان ته بامیان کتلو له ځي".
د هغه په خبره پاکستان کې تاسو وګورئ نن سبا خیبر پښتونخوا ته د روزانه په حساب سره 250-300 کسان راځي دا زه سرکاري ډیټا تاسو ته وایم چې دلته خلک اثارو کتلو له راځي "
خو هغه وایي " دلته چې د بهر نه کوم تورایسټ(سېلګر) راځي هغه دلته سینري ، ستاسو بلډنګونو، ستاسو روډونو کتلو له نه راځي، دې نه زیات هغوئ سره ښکلي ځایونه دی. هغوئ دلته یوازې ستاسو تاریخ ستاسو کلتور او د دلته اثار کتلو له راځي نو دې سره خلکو کې بدلون را روان دی او د میوزیم ډی یا ورځ نمانځلو مقصد هم دا دd چې خلکو کې نوره پوهه راشي".
د میوزیم ډی په موقعه د صوبې 15 عجایب ګرو کې د سرکاری سکولونو او کالجونو ماشومانو ته د دغه عجایب ګرو n سیل بلنه ورکړې شوې چې دغه نوی کول خپل کلتوري او تاریخی شناخت نه خبر شي په صوبه کې د شلو زرو نه د زیاتو تاریخی اثارو لکه د خپل تاریخ او ذاتي اثاثې تحفظ وکړي.
Forum