لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د زدکړو نړيواله ورځ: د پښتنو سبا روڼ که تت


په پښتونخوا، فاټا او بلوچستان کې د پرله پسې انتخابي او حکومتي دعوؤ باوجود تعليم کچه ټيټه او په ترهگرۍ کې د ويجاړ شوو سکولونو شمېره اوچته ده. خو په پاکستان کې ترهگرۍ ته د ودې ورکولو په سر تورنې شوې مدرسې د نورې نړۍ په پرتله مخ په ترقۍ دي.

په رسمي ویب پاڼو باندې ښودل شوې شمېرې ښايي چې د فاټا د خلقو د ليک لوست کچه صرف 33 فيصد ده چې په افريقه کې د مالي نومې یو غريب هېواد د تعليمي کچې برابر ده او د لوږې تندې وهلو ډېرو نورو افريقايي هېوادونو نه ټيټه ده.

د پرمختگ، خوشحالۍ او ډيجیټل عصر په21 یوشتمې پېړۍ کې د پاکستان په چوکاټ کې دننه د ملي تعليمي کچې 58 څخه د فاټا د ليک لوست شرح 25 فيصده ټیټه ده .

په ټول پاکستان کې د تعليم یافته خلقو شمېر 58 فيصد او د بې تعليمه خلقو شمېر 42 فيصد دی. دپاکستان د سرکاري شمېرو مطابق هغه خلق هم تعليم یافته گڼل کیږي چې صرف خپل نوم ليکلې شي.

په پاکستان کې یوې غیر دولتي ادارې "اداره تعليم واگاهي" په خپل یو تازه رپورټ یا (اېنول سټيټس اف ايجوکيشن) رپورټ کې ويلي دي د پېنځو کالو نه تر د 16 کالو دعمر هلکانو 43 فيصدي ماشومان صرف د خپلې مورنۍ ژبې لکه پښتو، سندهي او نورو ژبو جملې لوستلې شي.

د پاکستان د ېوې اقتصادي نظر پوښتنې تر مخه په ټول هېواد کې په کال 2016-17 کې د تعليم ليکه دوه فيصده لویدلې ده چې پښتونخوا صوبه پکې 64 فيصده څخه 54 فيصده ته پرېوتې ده.

د پاکستان مسلم ليگ نون اوسني حکومت په انتخابي زغل کې لوظ کړې ؤ چې په تعليم به د خپل جي ډي پي یعني مجموعي پېدواوار 4 فیصده خرڅ کوي خو دا وخت د جي ډي پي 2.3 فيصده په تعليم خرڅیږي.

دغه شان لوظ په پښتونخوا صوبه کې دواکمن گوند تحريک انصاف مشر عمران خان کړې ؤ چې په تعليم به زیات زور ورکوي. خو د تعليمي پرمختگ په میدان کې شمېرې ښايي صوبه په شا تلې ده.

دا وخت په خیبر پښتونخوا صوبه کې 1.5 میلینه او په فاټا کې څه کم اته لکه ماشومان د سکول څخه بهر دي . په ټول هېواد کې د سکول څخه د بهر ماشومانو شمېر دوه نيم کروړه دی.

په پاکستان کې د پوهنې د څارنې یوه خپلواکه اداره انډیپینډینټ مانیټورینگ یونټ وايي په خیبر پښتونخوا کې یولس فیصده سکولونه اوس هم چاردیواري نه لري. د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرس ټریبیون خبریال اسد ضیا وايي د صوبايي حکومت د تعلیمي ایمرجنسي نعره نه ده عملي شوې.

د تعليم د پرمختگ او د حکومتي چارو د څارنې پاکستانۍ ادارې الف اعلان یو چارواکي عمر اورکزي ويلي دي په پښتونخوا، بلوچستان او فاټا کې د نور پاکستان په پرتله د تعليم حال ډېر خراب دی

" په پښتونخوا کې 51 فيصده جينکۍ او 23 فيصده هلکان د سکول څخه بهر دي"

په فاټا کې حال بیا د پښتونخوا نه هم زیات خراب دی او 74 فيصده جينکۍ او 43 فيصده هلکان د سکول څخه بهر دي. ښاغلی اورکزی وايي ددې علت دادی چې هلته سکولونه ډېر کم دي او چې کوم دي هغې ته رسېدل ډیر گران دي:

" په فاټا کې چې لږ ډېر سکولونه دي په هغې کې د ېوې جينۍ لپاره سبق ویل ډېر گران دي، په سکولونو کې نه خو چورچاڼۍ ، ليټرين وي او نه ورته د پردې څه انتظام وي"

د فاټا په وران ویجاړ سکولونو لکه د لاهور د سکولونو په شان د گرمۍ، یخنۍ نه د ماشومانو د خوندي ساتلو هیڅ بندوبست نه وي.

د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ماشومانو د حقونو لپاره کار کونکي د یو تنظیم مشر زرعلي افریدي وايي قبایلي سیمو کې د ماشومانو سکولونو ته د نه تگ لویه وجه دغلته روانه ترهگري ده:

"په قبایلي سیمو کې گڼ سکولونه ترهگرو الوځولي دي، بل د پاکستان حکومت خپله ذمه واري نه پوره کوي"

د پاکستان د رقبې په لحاظ تر ټولو لویئ صوبې بلوچستان کې د میدان حال بیا تر ټولو خراب دی.

په پاکستان کې د نیشنل ایجوکیشن مېنجمنټ انفارمیشن سسټم نومې ادارې لخوا خپور شوي رپورټ کې ویل شوي 87 فیصده ماشومان په بلوچستان صوبه کې د سکول څخه بهر دي.

په بلوچستان کې د ماشومانو د تعلیم نه دبې برخې پاتې کیدو په اړه د پښتونخوا ملي عوامي گوند یو مشر سینټر عثمان کاکړ ډیوه ته وايي پاکستان کې یو حکومت هم د تعلیم په میدان کې کار نه دی کړی :

"په بلوچستان کې 70 فیصده خلک د غربت د کرښې لاندې ژوند کوي، دغه مور او پلار نه شي کولی چې په دغه غربت کې خپلو بچو ته تعلیم ورکړي"

بلې لوري ته په پاکستان کې د مذهبي ښودنو په مرکزونو کې اضافه لیدل کیږي. د پاکستان ډان ورځپاڼې د اپریل 2017 کې په یو رپورټ کې ويلي وو د پاکستان سرښار اسلام اباد کې د سرکاري سکولونو په ځای د دیني مدرسو شمیره زیاته شوي ده.

د وفاق المدارس عربيه ادارې ناظم محمدحنيف جالندهري په یوه مرکه کې ډیوه ته ويلي دي د دوي د انتظام د لاندې مدرسو کې د طالب علمانو په شمیر کې هرکال د دوه نه تر درې لکو پورې اضافه کیږي او هم دغه ډول د مدرسو شمیر هم زیاتيږي.

په پاکستان کې په مدرسو تور لگول کیږي چې طالب علمانو ته د انتهاپسندۍ درس ورکوي. څیړونکې وايي هم ددې له امله هیواد د ترهگرۍ ښکار دی.

تعلم پوهه او د پیښور پوهنتون پخواني واېس چانسلر ډاکټر قبله ایاز ډیوه ته په یوه مرکه کې ویلي د مدرسو په شمیر کې اضافه د اندیښنې خبره ده:

"چې څومره زیاتې دینې مدرسې جوړیږي دومره به ترې زیات کسان راوځي، ددغه ځوانانو د کارونو تربیت نه وي شوی. دغه کسان به زیات وخت نور جوماتونه او مدرسې جوړوي او په کلي محله کې خلک تقسیم شي"

حکومتي او غیر حکومتي شمېرې ښايي چې د اقتصادي بې وزلۍ په شان په خېبر پښتونخوا، فاټا او بلوچستان کې بې سوادۍ هم ججوره کړې ده. دا ویل گران دي چې دا کار به د ېوې منصوبې لاندې کیږي خو دا ویل اسان دي چې د پښتنو د تعليم په میدان کې سبا پلؤ ته اخستونکي گامونه په پاټکي نه لگي او تيندکونه خوري.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG