لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتنو لیکوالو د یو پاکستاني پوځي په لاس د جایزو اخستلو څخه انکار ولې اوکړو؟


دوو پښتنو ليکوالو د اباسين ارټس کونسل پښتونخوا د خاص پوځي میلمه میجر عامر په لاسو د ایوارډونو (جایزو) اخستلو څخه انکار کړی دی.

د دواڼو ليکوالو فیصل فاران او ډاکټر همدرد یوسفزي د پخواني پوځي افسر نه جایزه نه اخستلو پرېکړې په سوشل میډیا بحثونه راوپارولي دي. په ټولنيزور رسنیو ځينو دغه انکار یوه مېړانه او پوهه بللې ده. په ټولنيزو رسنیوکې راغلي دي دغه انکار د پښتنو په خاوره تندروۍ ته د ودې ورکونکو په مخ توده سپېړه ده.

​اديب فیصل فاران تکړه نقاد ،د پښتون مجلې پېښور ايډيټر او په باچا خان ريسرچ سنټر کې ډائرېکټر دی. ښاغلي ته اباسین ارټس کونسل په شعري مجموعه "لا کلام" باندې د ۲۰۱۷ د بهترين شاعر په ایوارډ ورکولو.

ښاغلي فاران وي او ای ډيوه ته اویل ده د مېجر عامر په لاس د ایوارډ د اخستلو څخه انکار ځکه وکړو چې میجر عامر د پښتنو په سيمه د اوسنۍ انتهاپسندۍ او مذهبي کرکې خورولو کې د خپل کردار نه انکار نه کوي او په دې وياړ کوي چې دا کار یې د رياست د تحفظ دپاره کړی دی. ښاغلی فاران وايي:

" دا زما د نظريې "باچا خانۍ" برخلاف سوچ دی ، ما ته په دې باندې د يو شاعر ليکوال په توگه د احتجاج حق شته دی"

اباسين ارټس کونسل بل پښتون اديب ډاکټر همدرد ته د هغه د افسانو په کتاب چیندرو جایزه ورکوله. د چېندرو کتاب ليکونکی ډاکټر همدرد وايي د میجر عامر په لاس یې جایزه ځکه وا نخستله چې د پښتنو په سيمه په سوا شوی تندروۍ کې هغه کردار لوبولی دی.

ډاکټر همدر ډیوه ته په خپل ليکلي شوي ځواب کې ويلي دي:

"مېجر عامر نه ایوار‌‌‌‌‌‌ډ نه اخستلو غټه وجه د هغوي د انتها پسندۍ فرقه واریت په دې وطن کې د عدم برداشت د رویو په وده کې د هغه کردار دی"

د ښاغلي فاران په خیال په پښتنو ليکوالو کې د احتجاج او د حق خبرې کولو بنيادي فکري روايت ختم شی دی:

"زمونږ ټول زور په شاعرۍ کې د انقلاب پۀ چغو تمامېږي عن تر دې چې مترقي قلندر مومند او صوفي حمزه شينواري هم د پښتنې سيمې د موجوده صورتحال د ذمه وار ضيا الحق نه اېوارډونه اخستي دي"

د اباسين آرټ کونسل دريځ
اباسین ارټس کونسل د پښتونخوا نيمه صوباي اداره ده چې د ډرامې، موسيقۍ، ادب او مصورۍ د ودې لپاره کار کوي. دا اداره هرکال په اردو ، پښتو ، هندکو او نورو قامي ژبو کې ليکل شوو لسو کتابونو ته جایزې ورکوي.

د ادارې اوسني اعزازي سیکتر او پخواني براډکاسټر مشتاق شباب ډیوه ته اوویل دويي د فیصل فاران د رويي مذمت کوي هغه اوویل:

"فیصل فاران او د هغه ملگري نه یواځې دا چې دمیجر عامر توهين وکړو بلکې د ادرې د دېرشو کالو روایت ته یې هم زیان ورسوو" دښاغلي شباب څخه چې ډیوه تپوس وکړو تاسو میجر په کوم هيڅ کې خاص میلمه کړې ؤ نو دښاغلي شباب ځواب ؤ:

"میجر صیب ته ډېر زیات شعرونه یاد دي او هغه ځمونږ ملگری دی"

مونږ د ښاغلي شباب څخه بیا اوپوښتل چې د دغه لیکوالو لخوا شوی احتجاج د هغويي جمهوري حق نه ؤ؟

"نا! هغويي ډېره بدتميزي کړې ده. مونږ به پرې غونډه رابلو، هغويي زمونږ اداره په سیاست د ورگډولو کوښښ کړی دی"

د میجر عامر دريځ

مېجر عامر د اباسین ارټس کونسل دستورې ته په خپله وینا کې اوویل چې د هغه پلار شېخ القران مولانا طاهر سره د باچا خان ناسته پاسته وه هغه اووې:

"مولانا طاهر په خپل وخت کې د باچا خان خلاف د کفر د فتوې ورکولو نه انکار کړې وو"

کله چې فیصل فاران او ډاکټر همدرد سټېج ته دجاېزې اخستلو لپاره وبلل شول نو ښاغلي فاران هلته تقرير وکړو او د جایزې اخستلو څخه یې انکار وکړو. هم دغه مهال میجر عامر جایزه خپل څنگ ته ولاړ میلمه ته ورکړه چې دواڼو ليکوالو ترې قبول کړه. دغه مهال میجر لاسونه پړقول.

میجر عامر څوک دی؟

مېجر عامر د پاکستان په پوځ کې میجر ؤ او د پاکستان د زاړه پالي پخواني وزيراعظم نوازشريف نزدې ملگری دی. میجر عامر په ١٩٨٩ کې دیو سیاسي حکومت د نسکورولو د ناکامه او بدنامې زمانه سازش څخه وپېژندل شو. یو شمېر پاکستاني مطبوعات د پوځي چارواکو په حواله وايي میجر عامر د خپل استاد بریگیډیر امتیاز سره په شريکه د جنرل اسلم بیگ په وینا د هغه وخت د منتخب وزیراعظمې بینظير بټو د واک نسکورولولپاره د اپریشن میډ نایټ جیکال منصوبه جوړه کړې وه. منصوبه کې شامل وو چې واک به بیا نوازشريف ته ورکړې کیږي.
د میجر یوه بله پېژندگلو د هغه پلار مولانا طاهر دی .
مولانا طاهر د پنج پيري په نوم مشهور دی او په صوابۍ کې یې مشهوره مدرسه ده چې اوس یې د هغه بل ځوی مولانا طيب مشر دی. دسوات د شریعت نفاذ محمدي مشر صوفي محمد او د طالبانو اوسنی مشر فضل الله هم په فکري توگه د پنج پير د سلسلې مننونکي دي او په خپل زور د اسلام او شريعت نفاذ غواړي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

Recommended

XS
SM
MD
LG