لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنګټن پوست: د پاکستان راتلونکی مشر به د طالبانو خواخوږی وي


د ایکانومیسټ ورځپاڼې په یوې مقاله کې لیکلي چې که څه هم د عمران خان تحریک انصاف په ټاکنو کې زیاتې څوکۍ ګټلي خو د ټاکنو په شفافیت باندې پراخې نیوکې هم کیږي.

ورځپاڼې لیکلي، د پاکستان مسلم لیګ ګوند چې په ټاکنو کې یې دوهمې زیاتې څوکۍ ګټلي له ټاکنو څخه مخکې هم ویلي وو چې د پاکستان پوځ د عمران خان په پلوي ټاکنې تنظیموي.

مقاله زیاتوي چې وروسته بیا د مدني حقونو ډلو، رسنیو او نورو سیالو ګوندونو لخوا هم ورته نیوکې وشوې تر دې چې ددغو ټاکنو لپاره د اروپايي ټولنې د څارونکو ویزې هم د یو نامعلوم دلیل له امله وځنډول شوې.

داسې راپورونه هم خپاره شوي وو چې په ډیرو ځایونو کې د ټاکنو صندقونه هم مخکې تر مخکې دومره له رایو ډک شوی وو چې لکه د شګو د بکسونو په څېر درانه وو.

ایکانومیسټ وړاندې لیکي، د ۲۰۱۳ کال ټاکنې هم د درغلیو له تورونو پاکې نه وې خو دا ټول تورونه یواځې د یوې ډلې (پي ټي آي) لخوا لګول کېدل. دا ځل د عمران خان له ګوند پرته نږدې هر بل ګوند دا تورونه لګوي.

ایکانومیسټ دا هم لیکلي چې اسلامي ګوندونو او پیپلز ګوند دا ادعا هم کوي چې څارونکي یې د امنیتي سرتیرو لخوا د رایه ورکولو له مرکزونو څخه ویستل شوي دي.

ورځپاڼه زیاتوي، په ټاکنو کې ددغو ممکنه درغلیو له امله به سیاسي ګوندونه ټولو هغسې لاریونونه وکړي څرنګه چې عمران خان د ۲۰۱۳ کال له ټاکنو وروسته کړي وو خو په دې توپیر چې داځل پوځ د عمران خان په طرف دی.

د امریکا د معتبرې ورځپاڼې واشنګټن پوست د سرمقالې سرلیک دی داسې ښکاري چې د پاکستان راتلونکی مشر به د طالبانو خواخوږی وي.

سرمقاله لیکي، عمران خان به د خپل واک پرمهال د پوځ احسان ځکه هېر نه کړي چې په ټاکنو کي یې ترې په پراخه توکه ملاتړ وکړ نو له همدې امله به پوځ او د هغوي ځواکمنه استخباراتي شبکه عمران خان د خپلو ګټو لپاره وکاروي.

واشنګټن پوست د پاکستان د پوځ د ګټو په کتار کې د هېواد د بودیجې د زیاتې برخې راخپلول، په ګاونډي افغانستان کې د طالبانو ملاتړ، او د سخت دریځو اسلامي ډلو هڅول یاد کړي.

ورځپاڼه لیکي دا په دې معنی چې پاکستان چې د امریکا لپاره د تیرو دوو لسیزو راهیسې په کار کولو کې تر ټولو سخت هېواد بلل شوی لا هم همداسې په خپل حال پاتې شي.

واشنګټن پوست دا هم لیکلي دي چې که څه هم تر اوسه رسمي پایلې نه دې اعلان شوي خو هغه پایلې چې په سیمیزو رسنیو کې راغلي هغه ډېرې نږدې د هغو پایلو دي چې پوځي جنرالانو یې تمه درلودله.

د امریکا بلې وتلې ورځپانې نیویارک ټایمز د بشري حقونو د ډلو له خولې لیکلي، په دې وروستیو میاشتو کې د پاکستان پوځ او استخباراتو په سیالو ګوندونو باندې فشارونه راوړل او حتی سیاستوال یې وګواښل او بلک مېل یې کړل او له دې سره یې له عمران خان سره سیالي کمزورې کړه.

د سیالو ګوندونو غړو د ټاکنو په مامورینو باندې د درغلیو تورونه پورې کړل او ویل یې چې رایې د دوی له سترګو پنا وشمېرل شوې چې د سرتیرو لخوا ورته څوک نه پرېښودل کېدل خو د پاکستان د ټاکنو چارواکو د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل چې ټاکنې په سمه توګه ترسره شویدي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG