د چاپېريال د بدلون او د نړۍ د تودوښې د زیاتوالي له امله بارانونه کم سوي دي او د اوبو کاختي یې را منځ ته کړې ده.
د کوټې او ګوادر په ګډون په يو شمېر سيمو کې د څښلو د اوبو تر لاسه کول ستونزمن شوي او د چارواکو له خوا غوښتل شوي چې د کرو کروندي ټول ټیوب ويلونه او برمې دې و تړل سي.
په کوټه کې د بلوچستان د عامو خلکو د روغتيا د څانګي له لوري سيمينار وسو، چي د اوبو د څانګي سره د اړه لرونکو پوهانو په شمول ولسي خلګو هم پکې ګدون درلود.
په دې مهال د اوبو د زيرمو کولو کارپوه شيخ احمد نواز وويل، چې له تېرو څلورو کلونو په بلوچستان کي بارانونه نه دي سوي او خلک يواځې تر مځکې لاندي اوبه کاروي، چې اوس په زياتره سيمو کې په مځکه کې دننه د اوبو کچه تر ۱۲۰۰ فټه لاندې تللې ده.
''يواځې د څښلو لپاره دي کوهيان ولګول سي، د کر کروندې ټول ټیوب ويلونه دې و تړل سي، دا نه يواځې په کوټه کې بلکې چې چېرې هم د اوبو کچه کمه وي، لکه مستونګ، لورلای، زيارت، پښين په دې ټولو سيمو کې به موږ قانون سازي کوو''.
کارپوهان دا د چاپيريال د بدلون او د نړيوال تودښت منفي اغېزې بولي چي بارانونه کم سوي او د اوبو کاختي یې پېښه کړې ده، نه يواځې کوټه ښار او ګوادر بلکې په نورو يو شمېر سيمو کې هم خلک د څښلو د اوبو د تر لاسه کولو له مشکل سره مخامخ دي.
د ضلع پښين د کارېزاتو ۵۵ کلن غلام نبي بازی وايي، چې هلته په ټوله غره کې د څارويو لپاره اوبه نه سته ''[دا غر دی چې ته يې وينې بوټي پکې وچ سوي دي، باران نه سته، پخوا به دلته ځنګل وو، درختې به ولاړي وي"
د بلوچستان چيف انجینېر جاويد احمد وايي، چې د لمريزې انرجۍ له لارې د کروندو لپاره د ټيوب ويلونو یا برمو د چلولو له کبله تر مځکې لاندې د اوبو کچه ډېره کښته شوې ده.
"حکو مت اوس دغه تګلاره ټاکلې ده چي يواځې د څښلو د اوبو د کوهیانو لپاره به سولر [لمریزه] انرجي کارول کېږي".
په دې سيمينار کې حکومتي چارواکو وويل، چي اوس دوی د سېلابي اوبو د خوندي کولو لپاره د زېرمو پلان ترتيب کړی دی.