د ٢٠١٣م د ادب انعام اېلس مُنرو گټلې

اېلس مُنرو لومړۍ کینېډاېي او دیارلسمه ادیبه ده چې د ادب نوبل جاېزه ېي ګټلې

نوبل کمېټۍ مُنرو د هغې د لنډو قیصو د پاره د نوبل جاېزې حقداره گرزولې ده. د کمېټۍ مستقل سېکرټري پیټر انگلېنډ د منرو د نوم اعلانولو په وخت وېلي هغه د خپل عصر د افسانه ليکونکو سر خېله ده . د هغې ناقدان واېې د هغې ليکونه په زړه کې لارې کوي
د جگړې نه ستون شوې غازي چې د خپلې چنغلې نه پټېږي، ېوه بدکاره مور، ېو مالداره ښځه چې د خپل رقیب سره ډغره وهي، او د گناهونو بوج په اوگو بار کړې یو گنهگار پلار دغه د اېلس مُنرو د لنډو قيصو کردارونه دي. د نېو ېارک ټاېم ېوه تبصره واېې د مُنرو د قيصو کردارونه انساني وي خو څه نه څه عېب ضرور لري.
نوبل کمېټۍ مُنرو د هغې د لنډو قیصو د پاره د نوبل جاېزې حقداره گرزولې ده. د کمېټۍ مستقل سېکرټري پیټر انگلېنډ د منرو د نوم اعلانولو په وخت وېلي هغه د خپل عصر د افسانه ليکونکو سر خېله ده . د هغې ناقدان واېې د هغې ليکونه په زړه کې لارې کوي. منرود دولس بېش قیمته افسانو ي مجموعو خالقه ده چې پکې رن وې، دي ویو فرام کېسل راک، او ټو مچ هېپي نېس وروستۍ چاپ شوي کتابونه دي.
اېلس مُنرو په ۱۹۳۰م کې په کېنیډا کې ځیګیدلی ده. او هم د خپل پلارني جنوب غربي ښار انټاریو کردارونه ېي د افسانو مرکز دی. د هغې قیصې هم ددغه ښار د کردارونو نه چاپېره چورلي. هغې چې کله به یونیورسټۍ کې خپله وړومبۍ افسانه اولیکله نو د هغې وخت ناقدانو د هغې په باره کې ډیری مثبتې راېي ورکړی وی.
اېلس مُنرو لومړۍ کینېډاېي او دیارلسمه ادیبه ده چې د ادب نوبل جاېزه ېي ګټلې. لومړی ځل دی چې د ادب جاېزه د ناول او شاعرۍ نه علاوه د افسانې صنف ته ورکړی شوی ده. اېلس مُنرو د ادب لپاره د نوبل جاېزی نه علاوه د مېن بکر انټرنیشنل او د کینیډا قامي جاېزی هم ګټلې دي. د هغې قیصې په وتلو انګریزۍ اخبارونو دی نیویارکر، دی اټلانټک، دی پېرس ریو کې هم چاپ شوي. د هغې د افسانو د نړۍ په دیارلسو ژبو کې ژباړی (ترجمه) شوي.