د تحفظ پاکستان په نوي ارډينینس نیوکې شوي

د تحفظ پاکستان په ارډينینس نیوکې شوي

د پاکستان دغه نوې قانون چې تحفظ پاکستان ارډينینس ورته وېلې کېږي د لاندې به وفاقي عدالتونه، او خصوصي تهاڼې جوړول کېږي او امنیت ساتونکو ځواکونو ته به د شک په بنېاد په شکمنه تن د ډز کولو اجازت وي.
د پاکستان حکومت لخوا د تر هگرۍ مخ نيوي لپاره د نوي قانون په جوړولو د هېواد د بشري حقونو سازمان (اېچ، آر،سي،پي) وتلو وکيلانو، د انتظامي چارو پخوانو چارواکو او کار پوهانو نيوکې کړي دي.
د واکمنه گوند پاکستان مسلم ليگ (ن) وکيل او سېنیټر سيد ظفر علي شاه ډيوه رېډېو ته وېلي په هېواد کې د نه ختمېدونکي ترهگرۍ مخ نيوي لپاره ددغه قانون جوړول د وخت ضرورت وو. خو د بشري حقونو د سازمان (اېچ، آر،سي،پي) مشرې زهره يوسف ډيوه رېډېو ته ویلي په هېواد کې د صدارتي حکم د لارې قانونونه جوړول پکار نه دي. هغه واېې قانون جوړول د پارليمان کار دی.
د پاکستان دغه نوې قانون چې تحفظ پاکستان ارډينینس ورته وېلې کېږي د لاندې به وفاقي عدالتونه، او خصوصي تهاڼې جوړول کېږي او امنیت ساتونکو ځواکونو ته به د شک په بنېاد په شکمنه تن د ډز کولو اجازت وي.
هم په دې موضوع د ډيوه رېډېو په پروگرام هیلو وي او ای کې د اېچ، آر،سي،پي مشرې زهره يوسف ،سېنیټر سيد ظفر علي شاه، پخواني پوليس آېي جي ملک نويد، سپريم کورټ وکيل فهيم ولي، او د مذهبونو، عقيدو ترمینځه د تړون او انساني حقونو د تحفظ سازمان مطبوعاتي مشير ديار خان بحث کې برخه اعستی، تاسو ېې دلته اوریدی شۍ کوربه ېې رحمان بونیری وو.

Your browser doesn’t support HTML5

د تحفظ پاکستان په ارډينینس نیوکې شوي